جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهعمران خان ته د صالح غبرګون، نالوستی افغانستان همدې ته غواړې چې...

عمران خان ته د صالح غبرګون، نالوستی افغانستان همدې ته غواړې چې لاسپوڅې دې وي

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) ‏د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د صدراعظم عمران خان پرونیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

عمران خان پرون د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې پر مهال په ډېر مهارت د طالبانو لخوا د افغان نجونو د زده کړو او فعاليتونو پر وړاندې د طالبانو د رامنځته کړو خنډونو دفاع کړې ده.

عمران خان وویل، چې نړیواله ټولنه دې د نجونو د زده کړو په اړه خپلو غوښتنو کې حساس وي او د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

هغه ته په غبرګون کې د پاکستان یوه سرسخته دښمن امرالله صالح ویلي، چې پاکستان ته بې تعلیمه، له ځانه بې خبره او بې نظامه افغانستان ځکه ضرور دی، چې اسلام اباد ته محتاجه وي.

ښاغلي صالح د داسې افغانستان موجودیت د پاکستان له ستراتیژیکو موخو څخه یاد کړی.

 صالح په ورته وخت کې ټینګار کړی، چې د پاکستان د دې موخې د ناکامولو لپاره ضرور ده څو خلک د طالب لاسپوڅي رژیم پر وړاندې په کلکه ودریږي او افغانستان ازاد او ودان وساتي.

 د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته سپکاوی ګڼلی.

حامد کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د افغانستان په استازيتوب پر نړيوال سټیج له را څرګنديدو ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې عمران خان دا څرګندونې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په موجوديت کې کړي.

د طالبانو د منتقدینو په باور، له دغې ډلې ځکه د افغانستان د تاريخ، فرهنګ او هويت د دفاع تمه نه شي کیدای، چې پاکستان لسیزې وړاندې د استخباراتي موخو او خپلو ستراتيژيکو هدفونو د عملي کولو تر څنګ د افغانستان د یادو ارزښتونو د نابودولو لپاره رامنځته کړې ده.

طالبانو نه يوازې د عمران خان په دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، بلکې د منتقدینو په خبره یې ممکن دفاع هم ورڅخه وکړي، ځکه په حقانیه او نورو پاکستاني مدرسو کې په همدې مفکوره روزل شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې نيږدې ۴ میلیونه نجونو ته په دې پلمه چې د زده کړو لازم شرایط به ورته برابريږي، د‌ زده کړو دروازې تړل شوي دي.

طالبان په دې اړه د نيږدې ټولې نړۍ تر فشار لاندې دي، چې باید ترل شوي ښځينه ښوونځي زر پرانيزي او د نورو زده کړو او فعاليتونو حقونه ورکړي، خو پاکستان د دې ډلې د تولیدونکي او پالونکي په توګه يوازينی هېواد دی، چې د طالبانو دغه اقدامات تايیدوي او دفاع ورڅخه کوي.

1 COMMENT

  1. شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم -شرم – شرم – شرم
    بی غیرتو طالبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب