دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهعبدالسلام رحيمي کابل ته ستون او د ط له تاوده هرکلي سره...

عبدالسلام رحيمي کابل ته ستون او د ط له تاوده هرکلي سره مخ شو

تاند: ( شنبه ، د دلوې درويشتمه)‏ ‏د ولسمشر غني د دفتر پخوانی رييس او د جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی عبدالسلام رحيمي نن بیرته کابل ته ستون او د طالبانو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

 د طالبانو چارواکي وايي، چې له نوموړي څخه د دوی د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د امربالمعروف و نهي عن المنکر وزير شيخ محمد خالد الحنفي او د مرکچي پلاوي غړي حافط انس حقاني د بهرنیو چارو وزارت کې هرکلی وکړ.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هېواد ته د رحیمي په راتللو خوښي وښوده او په خپل وطن کې یې د باعزته ژوند کولو ډاډ ورکړ.

امیرخان متقي د هغو افغانانو د ژوند شرایطو په باب هم اندېښنه څرګنده کړه چې له هېواده بهر په کمپونو کې سخت ژوند تېروي او هیله یې څرګنده کړه چې وطن ته راوګرځي او په خپل وطن کې خوشاله ژوند ولري.

 متقي وویل، د نظر تفاوتونه یوه طبیعي چاره ده او دوی ورته احترام لري، خو دین او وطن د ټولو مشترک دی او د افغانستان خدمت د ټولو ګډه موخه ده.

طالبانو د عبدالسلام رحیمي په حواله ويلي، چې يې ويل: خوښ یم چې خپل هیواد ته راغلم او له نوي حکومت سره راغلی مثبت بدلون د ستایلو او مننې وړ دی.

ویل شوي، چې رحیمي د شته ننګونو او د طالبانو د چارواکو د هڅو و هاند په تړاو چارواکو ته د لا لوړې حوصلې او زغم غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د نوي حکومت په ډيرو کمو امکاناتو چارې روانې او ښې ساتلې دي.

 ښاغلي رحیمي وویل، دمګړۍ په کوردننه او بهر د پاموړ تهدیدونه او خنډونه وجود نه لري.

د يادونې وړ ده، چې عبدالسلام رحيمي د ولسمشر غني له واک ته رسېدو سره د هغه د دفتر لوی رییس او وروسته د سولې چارو وزير او د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی و.

دا لومړی ځل دی، چې د ښاغلي غني یو نیږدې کس د طالبانو له واکمنیدو وروسته بیرته هېواد ته ستنیږي.

1 COMMENT

  1. all afghans who are in the camp can go back to afghanistan.
    WESTERN WORLD NEED TO OUR PHYSICAL ENERGY.
    THEY USE US,
    BEST JOBS ARE TAXI DRIVERS.
    WE HAVE RESPECT IN OUR COUNTRY..FOR EXAMPLE IN GERMANY CAL TO US/SHWARZ/OR AUSLANDER.
    IF YOU PASS 100 YEARS IN PAKISTAN, AFTER THAT ALSO CAN NOT GET PAKISTANI DOCUMENTS.
    IRANIAIN CAL US PADAR SUKHTAH/IN TURKEY RUN SHIP OR ANIMAL GROUPS IN GRASS.
    KHPAL WATAN GUL WATAN.
    STAY IN COUNTRY.
    ACCEPT ISLAMIC AND ISLAMIC RULL.
    WESTERN CALTURE FOR US LIKE CANSER
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب