پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهط: د انجينر محمد خان د کورنۍ غړي د خپلمنځي نښتې له...

ط: د انجينر محمد خان د کورنۍ غړي د خپلمنځي نښتې له کبله وژل شوي

تاند: ( شنبه ، د دلوې درويشتمه)‏ ‏‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پخواني اجرائيه رياست د مرستيال انجنير محمد خان د کورنۍ غړو د وژل کيدو په اړه غبرګون ښودلی.

دغه وزارت په يوه اعلاميه کې پر دغې پېښې د خواشينۍ ښودلو ترڅنګ ويلي: د انجینر محمدخان په کور کې دننه د هغه د کورنۍ شخړې له امله وسله واله نښته رامنځ ته شوې.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د هغه د کورنۍ اړوند یو کس د دوی د ځواکونو له لورې نیول شوی چې د پيښې په اړه ترې پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

خبري رسنيو ويلي، چې دا پېښه تېره شپه د کابل په کارته پروان سيمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو یو شمېر منتقدینو د پېښې پړه پر طالبانو اچولې او ويلي، چې د دوی تر واک لاندې د دوی مخالفان خوندي نه دي.

خپله انجینر محمد خان د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...