سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد افغان بانکي زېرمې په اړه د بايډن پريکړه؛ غبرګونونه څه دي؟

د افغان بانکي زېرمې په اړه د بايډن پريکړه؛ غبرګونونه څه دي؟

تاند: ( شنبه ، د دلوې درويشتمه)‏ د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن پريکړه په پراخه کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

بایډن په تازه پریکړه کې د اووه ميليارده ډالره دې کنګل شوې بانکي زېرمې په اړه پريکړه کړې، چې نیمايي به یې افغانستان ته د بشري مرستو او نیمايي نوره په امريکا کې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کیږي.

ياده بانکي زېرمه، چې ټوله شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره ارزښت لري، اووه ميليارده ډالره يې نقدې پيسې دي.

دغه بانکي زېرمه د امريکا په مرکزي بانک کې ايښودل شوې وه، خو د طالبانو له واکمنیدو سره متحده ايالاتو کنګل کړه.

په امريکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو په دې پلمه، چې طالبانو د يادې پېښې د رامنځته کيدو پر وخت د القاعدې شبکې مشر او غړو ته په افغانستان کې پناه ورکړې وه، د یادې پېښې د جبران د خسارې په توګه دوی ته د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د درې نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

د يادې پېښې د قربانیانو کورنیو د خپلې غوښتنې په اړه د امریکا محکمې ته عريضه ورکړې، خو مخکې له دې چې محکمه په ‏دې اړه پریکړه وکړي، جوبایډن په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړې ده.

غبرګونونه

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي: سمه ده، چې طالبان د ښځو پر وړاندې ظالم او بې رحمه دي، خو افغانان ولې بايد مجازات شي؟

ياد شوي سازمان ټینګار کړی، چې طالبان بايد له خپلسريو را وګرځول شي او د بشري حقونو د درناوي، له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې او د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د کړو ژمنو عملي کیدو ته مجبوره کړل شي.

دغه سازمان انديښنه ښودلې، چې د جوبایډن د پريکړې له عملي کیدو سره به افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ شي.

سلګونه افغان سیاسي څېرو او فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې جوبایډن ته د دې پریکړې له کبله د « افغان شتمنۍ غل» ويلی او د هغه پریکړه یې په توندو ټکيو غندلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د بايډن د دغې پریکړې پر وړاندې به سبا د یوه خبري کنفرانس له جوړولو سره خپل دریځ په ډاګه کړي.

پخواني افغان والي او سياسي څېرې محمد حليم فدايي لیکلي: ‏امرېکا لوی هېواد دی،باید لویه سینه ولري او له هغه هېوادونو افغانستان ته غرامت واخلي چې۴۳ کاله تر۳میلیونه زیات افغانان مړه، ۵ میلیونه معیوب، تر ۳میلیونه زیات مهاجر او دافغانستان منتخب نظامونه او سیسټمونه یې ختم او نن یې افغانستان بیا فقیر او ګدا کړ. تروریزم محلي نه، نړۍواله پدیده ده.

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيله نجيب جوبایډن ته په خطاب کې ویلي، چې که طالبان د سپټمبر د یوولسمې پېښه کې پړه ګڼي، تاوان یې باید د افغانانو پر ځای له هغه هېواد څخه واخلي، چې طالبان یې رامنځته کړي دي.

د جمهوري نظام د ملي امنيت شورا یوه سلاکار داوود ناجي بيا د دې پریکړې له غندلو سره ویلي، چې که بایډن طالبان د يادې پېښې مسوول ګڼي، بيا یې ولې د ده په ټکیو د افغانستان نظام د همدې طالبانو د واک ته رسولو لپاره نسکور کړ؟

د افغان ښځو لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې افغاني الاصله استازې مېرمن رینا امیري دا ورځ افغانانو ته « بده ورځ» ګڼلې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن بيا د ولسمشر بایډن د پرېکړې دفاع کړې او ويلي، چې ياده پرېکړه په افغانستان کې د بشري مرستو له چټکتيا سره مرسته کوي.

3 COMMENTS

  1. V.v.very Badd!!
    The 9/11 was a lie of the bushes & bin-e ladins!!
    What has paid u.s. from 2001 up to now to those families i.e victims of in-term nine-eleven! that Now Joe bidden gives the brave Afghan Martyrz frozen 3,5bllns to them???
    I/N. Hague Courts; UN.; Human Rights Watch; Amnesty i/n. etc… must and have to Judge about this…
    It is a part of Great-Game anti Third world esp.Moslem lands!!!
    How much Lithium & opium etc.. are smuggled by americonians & her friends!!!-+ the poippets…

  2. د بایډن د د غی پریکړی سره په ټوله نړی کی امریکا د غلا، فساد، دسیسو، وهشت او دهشت په نوم شهرت پیداکړو، او د بایډن شخصیت، سیاست او زوړ والی نړی ته وښودله چه نه د یوی ولسوالی، نه د کلی او حتی نه د یوه وړوکی ګروپ او دلګی مشرتوب کولای شی.
    بایډن یو توند احساساتی او زوړ دیکتاتور غوندی بی سنجشه خاصیت لری، او امریکا یی د نړی په تاریخ کی وشرموله.

    د امریکا ښاغلی قانونپوهان، ښاغلی اولسونه، د پوهنتونو، ښونځیو محترم استادان، محصلین او زده کوونکی او ټولو نازنینو ماشومانو ته خواست کووم، چه د بایډن دغی لیونی پریکړی ته کلک غبرګون وښایی او پرینږدی چه د معصومو افغان ماشومانو، کونډو، بی وزله او جنګ زپلو خلکو پیسی په خپلو شخصی، سیاسی او ناروا اهدافو وویشی.
    ښاغلی امریکایان باید متوجه اوسی چه دغه زوړ بوډا په دغه پیسو د خلکو څخه د بیا لپاره ووټ غواړی چه بیا ولسمشر شی.
    مننه

  3. هو دغه د بشريت دښمنان خو د نړۍ د مظلمو ولسونو په وينو ځانونه څربي. دغه خنزير دغه دجال د بشريت دښمن سي روسې ته يې واڼي وتلې بايد د افغان ولس په وينو خپله تنده ماته کړي. تف لعنت په دغه د بشريت په دښمن په لوی دجال امريکا او ددوۍ په لاسپوڅو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب