دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: د اساسي قانون ‌د تطبيق د څارنې کمېټه به ژر...

ملا حنفي: د اساسي قانون ‌د تطبيق د څارنې کمېټه به ژر خپل کار پیل کړي

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د اساسي قانون د تطبيق پر څار کمېټه به ژر خپل کار پیل کړي.

د طالبانو وياندويانو ویلي، چې د یادې کمېټې لپاره د طالبانو ټاکل شوي رييس ډاکټر سید ابوبکر متقي په دې اړه له ملا حنفي سره لیدلي.

سرچينې زياته کړې: په لیدنه کې د يادې کمېټې د ارزښت، موقعيت، ستونزو او فعاليتونو په اړه بحث شوی.

د طالب سرچینو په حواله، ملا حنفي د یادو ستونزو د حل په اړه لازمې لارښوونې کړي دي.

د يادې کمېټې لپاره د طالبانو معرفي شوي مشر ويلي، چې د طالبانو د حکومت په چوکاټ کې به د کمېټې کارونه له سره تنظیم شي.

طالب چارواکو نه دي ويلي، چې دوی د کوم اساسي قانون د تطبيق څارنې ته کمېټه جوړه کړې ده؟

د طالبانو د بيا واکمنیدو په لومړیو کې د دوی د عدليې وزير ويلي وو، چې د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون به له ځینو برخو پرته یې په موقت ډول نافذیږي.

له هماغه یوه ځل څخه وروسته، بيا د اساسي قانون په اړه طالب چارواکو او وياندويانو نور څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب