دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کابل پوهنتون استاد: ط مې کور پلټلی او مېرمنه او لور...

د کابل پوهنتون استاد: ط مې کور پلټلی او مېرمنه او لور یې شکنجه کړي دي

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ د کابل پوهنتون یوه استاد کامبخش نیکویي پر خپلې فیسبوک پاڼې د خپل کور د یوه بې نظمه عکس له خپرولو سره ویلي، چې پرون یې طالبانو پر کور چاپه اچولې ده.

د نوموړي په وينا، طالبانو یې هم مېرمنه او لور شکنجه کړي او مېرمنه یې یې په سر سخته ټپي شوې او هم ېې د کور ډېر توکي له ځان سره وړي دي.

د نیکویي په وینا، دا او مېرمنه یې یوازې ښوونکي دي او هېڅ کومې ډلې سره یې اړیکې نشته.

طالبانو د نوموړي د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته له غزني ولايت څخه راپورونه وايي، چې طالبانو د غزني پوهنتون یو بندي کړی استاد مصطفی فیاضي له شکنجې او بند څخه وروسته بیرته خوشې کړی دی.

د نوموړي کورنۍ نه دي ویلي، چې هغه طالبانو ولې بندي کړی و، خو ویلي چې له پینځو ورځو شکنجې څخه وروسته یې په ضمانت خوشې کړی دی.

په غزني کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د پوهنتون دوه نور استادان نادرکه شوي او بيا وژل شوي، چې د یوه استاد له کورنۍ څخه تښتونکو د هغه د خوشې کیدو په بدل کې پیسې هم اخيستې وې.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب