دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاسپورټ ریاست په کابل کې خپل فعاليتونه بیرته پیل کړل

پاسپورټ ریاست په کابل کې خپل فعاليتونه بیرته پیل کړل

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ د افغانستان د پاسپورټ ریاست ویلي، چې په کابل کې ېې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي.

دغه ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کابل اوسيدونکو ته د تېر په شان بيا پاسپورټونه ویشي او مراجعين ورته ورتللی شي.

د پاسپورټ ریاست د کارونو د ځنډ لامل د پاسپورټ په اړوندو ځینو ماشينونو کې تخنيکي ستونزې ګڼل شوې وې.

په وروستيو کې په ننګرهار، پنجشير او بغلان ولايتونو کې هم د پاسپورټ د وېش چارې ځنډیدلي دي.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، ډېر افغانان د پاسپورټ اخيستلو او هېواد پريښودو په هڅه کې دي، چې له دې کبله د پاسپورټ د وېش پر ادارو ګڼه ګوڼه زياته شوې او حتا د فساد ادعاوې پکې کیږي.

طالب چارواکو بیا په دې برخه کې د لسګونو کمیشن کارانو د نیولو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب