دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد امريکا ځانګړې استازې د ۴۰ افغان معترضانو د نیولو په اړه...

د امريکا ځانګړې استازې د ۴۰ افغان معترضانو د نیولو په اړه خپل ټویټ بیرته پاک کړی

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې استازې رینا امیري خپل هغه ټویټ بیرته پاک کړی، چې په کابل کې ېې د طالبانو له لوري د ۲۹ افغان ښځينه معترضانو په ګډون د ۴۰ تنو د نیولو په اړه پرون ناوخته کړی و.

نوموړې پرون وویل، چې طالبانو د جمعې په ورځ په کابل کې د امن پر یوه کور هجوم وړی او دغه کسان یې ترې وړي.

د امريکا دغې ځانګړې استازې په خپل ټویټ کې د طالبانو له لوري د ښځينه فعالې پروانه ابراهيم خيل د خوشې کیدو هرکلی هم کړی و.

هغې په ورته وخت کې ويلي وو، چې ګڼې نورې ښځينه فعالانې او کورنۍ ېې لا هم د طالبانو بندیانې دي.

رینا امیري خپل دا ټويټ څو ساعته وروسته بیرته پاک کړی، چې دليل یې نه دی روښانه شوی.

بل لور ته خبري سرچينو ويلي، چې طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د وروستيو ښځينه اعتراضونو يو شمېر مخکښانې له یوه امن کوړ څخه بیولې دي.

 مدینه دروازي، نایره کوهستاني او و مرجان له هغو فعالانو څخه ګڼل شوي، چې ادعا کېږي طالبانو ورسره وړي او کورنيو سره ېې اړیکې پرې شوې دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. د تاند ورځپاڼې ته ! زه پوهيږم تاسي هم له لويديځه خپرونې خپروۍ. دغه متعرضاني د افغان ښځو استازيتوب نسي کولای دوۍ د خپل ځان د ښکارولو او غرب ته د ځان رسولو په پار کوي. ولي دغو دغو خبيثو هغه وخت د افغان ښځو د ملاتړ غږ نه پورته کول سي ددموکراسي په نامه به د امن په نوم کورو کې د رڼډيو کار ورنه اخيستل کيدل ؟ دغه يوه هم د افغان ښځو استازيتوب نسي کولای ټولې بي حيا او بې سيرته ښځې دي.

  2. دا مهمه نه ده چي کومه رسنۍ له کوم ځای څخه نشرات یا خپروني کوي، رسنۍ رسنۍ ده؛ دا که د کومي ډلي لپاره خپروني کوي یا د کوم چا پر ضد هغه د هري رسنۍ خپله تګلاره ده…

    خو د ښځو نيونه او په اوونیو اوونیو زنداني کول يې، احمقانه، جاهلانه او د رذالت اخیري حد دی چي اوسنۍ حاکمه ډله يې کوي…

    دا ډول پېښي که يې ښځي کوي که يې نارينه، باید په مسالمت آمېزه توګه مهار سي، د خولې ځواب په خوله ورکړل سي، نه د ټوپک په شېلۍ.

    کابل کې څو وارې مظاهرې وشوې، خلک يې ووژل خو مظاهرې کمزوري نه شوې؛ بلکې لا پياوړې شوې… دوی باید عبرت واخلي او کوښښ وکړي چي د منطق او استدلال لوری په مخه واخلي، د جګړې له ډګره اوس د ادارې ډګر ته ننوتي دي.

    انسانیت ښه لاره ده.
    یادونه: موږ هم وایو چي هیڅ یوه مېرمن د درست افغانستان د مېرمنو استاځيتوب نه کوي، دا کومي مېرمني چي هره ورځ طالبانو کوڅو ته را ايستلي دوی هم د دې اختیار نه لري چي د افغانستان د مېرمنو په نمايندګۍ یادي سي، کټ مټ لکه ډالر خوره مېرمني چي په تېرو شلو کلونو کي د افغانستان د مېرمنو په استاځيتوب یادېدلې…

    دلته هر کوڅه ډبه دا نارې وهي چي زما ترشا افغان ولس ولاړ دئ،چي کاملاً بې منطقه خبره ده.

    لنډه دا چي هر څوک حق لري مظاهره وکړي؛ ليکن حاکم باید د هغو و خبرو ته غوږ ونیسي، څه غواړې، ۱، ۲، ۳ غوښتني…

    بر حقه غوښتني دي يې ومنلي سي، او نا حقه غوښتنو ته دي ځواب ورکړل سي چي دا غوښتنه دي په دې لحاظ د منلو وړ نه ده چي….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب