دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا برادر د صنعت کارانو د برېښنا ستونزې د حل امر...

ملا برادر د صنعت کارانو د برېښنا ستونزې د حل امر وکړ

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ د طالبانو د ‌ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په یوه اقتصادي غونډه کې د صنعت کارانو د برېښنا ستونزه څېړلې ده.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د نورو موضوعاتو د بحث تر څنګ ملا برادر اخند د بریښنا شرکت ته امر کړی، چې د صنعت کارانو د برېښنا ستونزه حل او د اړتيا مطابق برېښنا ورته برابره کړي.

نوموړي ویلي، چې صنعت کاران د بریښنا له کموالي شکایت کوي، چې باید ستونزه یې حل کړل شي.

د ملا برادر اخوند په وینا، د بریښنا د کموالي له امله د صنعت کارانو د تولیداتو او کار بهیر زیانمن شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب