دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ISI مشر احمد مسعود، دوستم، عطا او محقق سره لیدلي

د ISI مشر احمد مسعود، دوستم، عطا او محقق سره لیدلي

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ ‏د اينډيډیټ فارسي رسنۍ په يوه تازه راپور کې راغلي، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو رييس جنرال نديم احمد انجم ترکېې ته تللی او هلته يې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلې ځینو مشرانو سره لیدلي دي.

ويل شوي، چې نوموړي په انقره کې له مارشال عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور او حاجي محمد محقق سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خپل نظرونه سره شريک کړي دي.

سرچینې دا هم ويلي، چې د پاکستاني استخباراتو مشر له دې لیدنې مخکې د سیمې په یوه هېواد کې د طالبانو خلاف د مقاومت د يوې بلې ډلې مشر احمد مسعود سره هم ليدلي، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

 دغو کسانو د دغو ادعا شويو لیدنو په اړه څه نه دي ويلي.

که څه هم انډیپنډنت فارسي معتبره خپرونه نه ده او مخکې یې هم ځینې راپورونه ناسم ثابت شوي خو دې ته په کتو چې د پخوانۍ شمال ټلوالې مشرانو د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو څخه مخکې هم له پاکستان سره نيږدې اړيکې لرلې، دا اختمال شته چې د آی ایس آی مشر یې د لیدو لپاره ترکیې ته تللی وي.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني یوه نيوکه پر دغو ډلو دا وه، چې له طالبانو سره د سولې بهير کې د جمهوريت له واحد صف سره ودريږي، خو يادو ډلو د پاکستان او نورو طالب پلوو هېوادونو په منځګړتوب له طالبانو سره مستقیم مذاکرت ترسره کول.

د ځینو شنونکو په باور، د جمهوري نظام د سقوط یو اصلي دلیل له نظام سره د همدغو جنګسالارانو نه دريدل او د جمهوري نظام د لیکې کمزوري کول وو.

1 COMMENT

  1. پاکستان دافغانستان ددرېنیم میلیاردو ډالرو ګرځول دامریکا له خوا ط ته داسې پیغور ورکړ ( نیم نان راحت جان) نو له دې پیغور معلومیږی چې هغوی خپل مخ بیا د پخوانیو غلامانو ( چټل تنظیمیانو) خواته بیرته په ګرځولودی – ( سواره ره ګیر کو – پیاده خو از خودت هست)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب