شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+له ویرونو سره مل یاد/ پوهندوی آصف بهاند

له ویرونو سره مل یاد/ پوهندوی آصف بهاند

د مجروح څلوردېرشم تلین

پوهاند ډوکتور بهاالدین مجروح:

زوکړه: ۱۹۲۸ م کال د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه، کنر، افغانستان،

مړینه: د ۱۹۸۸ م کال د فبرورۍ ۱۱ نېټه، پېښور.

د پوهاند ډکتور بهاالدین مجروح په باب ما تل دا خبره کړې او سږ یې د ده د څلوردېرشم تلین په پار یو ځل بیا را اخلم چې:

«مجروح سره د انسان ویر و او په دې ډارېده، چې انسان د بې خبرۍ په خوب ویده پاتې نه شي، که همداسې ویده پاتې شي، تورې لښکرې به راشي، پر ښار به مسلطې شي او د انسان تر راویښېدو پورې به ښار کنډواله وي.

د مجروح غـږ چا وانورېد، همداسې وشول، تورې لښکرې راغلې، ایگو خان د ښار واکدار شو او ښار په کنډواله بدل شو، مجروح هم د تورو تیارو استازو، د گور تیارو ته ولېـږه او دا دی ویر یې دوه دېرش کلن شو، خو افکار یې تاند او زلمي گرځي راگرځي او د پوهې نوی لښکر جوړوي.»

د پوهاند ډوکتور بهاالدین مجروح په باب به ډېر څه لیکل شوي وي، خو دا د دې معنی نه لري چې د ده په باب دې خبرې او بحثونه زاړه شي، د مجروح که یوازې «ځانځاني ښامار» باندې څه ولیکل وشي، ښايي کتابونه رامنځته شي، خو بیا به هم بحث نه وي خلاص.

ځینې خلک وايي چې فلسفي بحثونه وچ او ستړي کونکي وي، خو کله به چې پوهاند ډوکتور مجروح په ورین تندي سره فلسفي بحث پیل کړ، اورېدونکو کې به چا ستړیا نه حس کوله او تر پایه به د ده لکچر ته په مینې سره ناست و. د ده «د جبر او اختیار دیالکتیک» د فلسفي بحث یوه غوره بېلگه ده چې دی په ډېر ښه استدلال سره وايي چې انسان څومره د څه یا چا په مقابل کې مجبور دی او څومره د چا یا څه په مقابل کې مختاره دی.

مجروح د شعر په دنیا کې بیا ځانته یوه جلا لار او سبک لري چې په پښتو شعر کې د «ښامار سبک» په نامه یادېږي.

دا خبره څوځلې ما کړې ده چې: 

«مجروح یې له موږ واخیست، که نه تر اوسه به یې څومره آثار لیکلي وای، څومره شاگردان به یې روزلي وای، څومره نوي تخلیقات به یې کړي وای، څومره نوې خبرې به  یې کړې وای او نوي نسل ته به یې څومره لارښونې کړې وی؛ ځکه یې اوس تشه احساسېـږي او د دې تشې ډکول به یا ناشونې وي او یا به ډېر له ربړو ډک وي.»

دلته به د مجروح صاحب د څلور دېرشم تلین په پار د ده له ځانځاني ښامار څخه یوه لنډه برخه راواخلم:

رب النوعه الهه د عشق او مینې

وایي، وايي:

د هغې ښکلې ماڼۍ کار چې شروع شو

عواطفو، هیجانونو معماري کړه

معماران هسې ماهر وو

بې مثاله بې همتا وو

په ډېر شوق په ډېره مینه یې خواري کړه

تا به وې چې جوړوي ښکلی معبد دوی

چې هغه ښکلې ماڼۍ شوله اباده

نو زینې وې د مرمرو د رخامو

پایې ستنې د لاجوردو

د بلورو فانوسونه، مشعلونه پکې ځوړوند

قیمتي پردې ورېښمینې

بخملي ورېښمین قالینې

هم نقشونه نگارونه

په هرلوري تابلوگانې رنگارنگ

په دېوالونو

دغه ټوله تیاري وه، د یوچا پذیرايي وه

د یو چا د راتگ لار خلکو څارله

انتظار هره شېبه په زیاتېدو و

انتظار وو کاڼي بوټي په صحرا کې

ټول گلان په چمنو کې

بلبلان توتیان باغو کې

غرڅنۍ چې به د سیند غاړې ته راغلې

د اوبو د څښو د پاره

نو سرونه بې کړل پورته

د افق یو دورې ځای نه بې کتلې

چې به کله رارسېـږي

سترواکمنه، رب النوعه الهه د عشق او مینې:

راروانه پر څپو د سمندر ورو

لکه الوځي وږمه د پسرلي تل

شین کمیس د شنیلي به یې په تن وي

راروانه، خرامانه، خپل معبد کې به میشته شي

قدمونه به د هر چا پر لېمو ږدي

په پښو به ورنثار کړو

بیا هارونه، امېلونه، د صحرا وحشي گلونه»

(مجروح، سیدبهاالدین، ځانځاني ښامار، خپرندوی: کابل پوهنتون، ۱۳۹۵ ل/ ۲۰۱۷ ز، ۱۱۶ ــ ۱۱۷ مخونه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب