سرمحقق دوکتور محمد علم اسحق زی :
مقدمه
که د بشري ټولنې تاریخي بهیر ته ځیر شو، راڅرګندیږي چې انساني ټولنو د خپل موجودیت په لومړیو مراحلو کې د ټولنیز نظم او اقتصادی بسیاینې په غرض، ټولنیز حاکمیت درلود. چې دا حاکمیت په ټولنه کې د ښځو له خوا اداره کیده چې په تاریخ کې د مور سالارۍ (ماتریکال) په نامه یادیده.
کله چې په بشري ټولنه کې په لومړي ځل د کار ویش رامنځته شو ټولنیز ژوند تغیر وموند او له طبعیت سره مبارزه زیاته شوه ، ښځو نه شو کړای له سختو شرایطو سره جدي مبارزه وکړي، همدا علت و چې مور سالاري خپل ځای او د حاکمیت د تنظیم او تحقق شیرازه پلار سالاري( پاتریکال) ته بریښود. دغه تاریخی پروسه په تدریجی توګه د تاریخ په اوږدو کی د یو بڼې څخه و بلې بڼې ته د حاکمیت شکل او جوړښت تغیر وموند او په نتیجه کې د تاریخ په رڼا کې ټولنیز نظم، اقتصادی او فرهنګی ودې په خاطر ځانګړی سیاسی حکومتونه او نظامونه رامنځته شول. نن په نړۍ کې اقتصادی پرمختګونه او د عصر مطابق مودرنه تکنالوجی او عصری تجهیزات، د صنعت، تجارت، او کرهڼی پرمختګ د عالی ژوند بسیاینه او په نړۍ کی بشري انکشاف د ښې حکومتولۍ نتیجه ده.
د پایښت لرونکی پرمختګ مفهوم، په نړۍ کې د هوا د ککړتیا د مخنیوی، د طبعی منابعو څخه موثره گټه اخیستنه، اقتصادی ثبات، فرهنګی لاسته راوړنی، او د یو هیواد سیاسی پالیسی د ټولنی په اړوند په بر کی نیسی.
پر مختګ د بشریت د راتلونکی ژوند د پاره د مساعد شراطو برابرول دی. تر څو بشری نړی په راتلونکو کی د اقتصادی او معیشتی ژوند څخه په ټولو اقتصادی او سیاسی عرصو کی برخمن شی.
په ۱۹۹۲م کال د (ریو دیو جینرو) په ښار کې د زمکې په اړوند کنفرانس کی د ګډونوالو لخوا اغیزمن پرمختګ داسی تعریف شوی و: چی په لمړی سر کی د خلکو د غوښتنو تامینول اود راتلونکی نسل د پاره د ژوند د تامیناتو په پام کی نیولو سره د طبعی سرچینو څخه موثره ګټه اخیستنه ده.
په پایښت لرونکی پرمختګ کی د پانګی اچونی هدایت، د تکنالوژی څخه د پام وړ لاسته راوړنی، چی د بشریت لپاره د اوسنی او د راتلونکی نسلونو دضروریاتو په پام کی نیول دی.
د موضوع اهداف او مبرمیت:
د ښه حکومتولي او پایښت لرونکی پرمختګ څخه اهداف او مبرمیت په هیواد کی د ټولنیز – اقتصادی نظام پرمختګ اوټینګښت، د هیواد وګړو او افرادو ته د ژوند په ټولو ابعادو کی دقانون مطابق د حقوقو تامینول،په سیاسی او فرهنګی برخو کی پوره لاسته راوړنی،ملی مشارکت او ملت ته د دولت لخوا د خپلو اجرااتو څخه په شفاف ډول معلومات شریکول، د هیواد ملی ګټو په ساتلو، اغیزمن اقتصادی پرمختګ تحقق ، ملت ته د خوندیتوب ژوند او د پوره ا منیت او ثبات تامینول دی.
د حکومت تعریف
حکومت په لغت کی، حکمرانی او یا هم د حاکمیت د تمثیل په معنی دی.چی د چا لخوا په ټولنه کی تمثیلیږی.
حکومت د یوهیواد له اجراییه قوی څخه عبارت دی ، چی د دولت په چوکاټ کی ځپل وظایف او کړنی تر سره کوی. مګر دولت یو واحد جغرافیوی موقعیت په بر کی نیسی، چی د نفوسو او حکومت موجودیت پکی اساسی شرط ګڼل کیږی.
دولت په یو هیواد کی، د دری ګونواجراییه، مقننه او قضاییه قواوو د تشکل او همغږی په معنی دی . چی د یوی با صلاحیته اداری له خوا رهبری کیږی. دولت او حکومت یود بل سره نشلیدونکی او تکمیلونکی اړیکی لری. دولت بیله حکومته او حکومت بیله دولته هیڅ مفهوم نلری.
حکومت په یو هیواد کی ټول فرهنګی، اقتصادی، امنیتی او ټولنیزې پرمختیایی برنامی او د ټولنی او افرادو ټولي کړنی او فعالیتونو څخه حمایت او څارنه کوی.
حکومت باید د هیواد په سیاسی قلمرو کی حاکمیت ولری که چیری حاکمیت موجود نه وی دولت او حکومت خپل مفهوم دلاسه ورکوی.
د حاکمیت په اړوند افلاطون داسی وایی:( په دولت کی چی قانون او سیاسی اقتدار د بل چا په لاس کی وی دولت په هغه صورت کی هیڅ مفهوم نلری).
ارسطو د حکومت په اړوند وایی: (په یو دولت کی باید قانون پر ټولو افرادو حاکم او برتری ولری او د یو هیواد ټول اتباع چی په هره سویه وی د قانون څخه اطاعت وکړی).
جان لاک ۱۶۳۲-۱۷۰۴ داسی وایی:(حکومت یو ستر قدرت او اقتدار ته ویل کیږی چی د خلکو د ارادی پوری ارتباط لری).
ژان ژاک روسو :۱۷۱۲-۱۷۷۸ وایی ( دولت یو ټولنیز قرارداد دی تر څو پکی د ټولو خلکو ارادی تمثیل شی).
ابن خلدون اسلامی متفکر داسی وایی: (د ټولنیز ژوند او تعاون لپاره د حکومت تشکیل حتمی او ضروری ده).
اسلامی نظام کی حکومت او دولتداری د عدل او انصاف پر بنیاد استوار وی.عدل یا اعتدال په ټولنه کی د پرمختګ په معنی دی. که چیری په اقتصادی-تجارتی معاملاتو کی تعادل یا توازن په پام کی ونه نیول شی، اقتصادی بهیر د افلاس او یا هم د رکود سره مواجه کیږی.د پرمختګ او انکشاف لار د اعتدال لاره ده.
ښه حکومتولي یعنی څه؟
د ښي حکومتولۍ لپاره ضروری ده تر څو په هیواد کی څلوراساسی برخو سره نژدی ګډ تفاهم او ښي اړیکی سره ولری، ترڅو د هیواد پر اقتصادی – ټولنیز، فرهنګی او سیاسی برخو کی د اغیزمن پر مختګ او انکشا ف ګډ تفاهم او همکاری رامنځته شی.
څلور عناصر عبارت دی له:
- دولت ، ۲- دینی علما او فرهنګی ټولنی، ۳- خصوصی سیکتور، ۴- خبری رسنی.
دولت:
دولت د ټولنیز عدالت او تنظیم په غرض د هیواد ټولو اتباعو ته دقانون په چوکاټ کی د امن ژوند مساعد شرایط برابرول، د سیاسی، اقتصادی – ټولنیز پرمختګ او قانونمند، اداری جوړوني مسولیت لری.
دولت وظیفه لری تر څو ټولنیز او زیر بنایی برخو د انکشاف او په هیواد کی د اتباعو دامنیت او خوندیتوب لپاره منظم او سیستماتیک پلانونه طرحه او تطبیق کړی. دولت وظیفه لری، تر څو په هیواد کی د پایښت لرونکی اقتصادی پرمختګ لپاره جامع ټولنیز اقتصادی پلانونه طرحه او عملی کړی، د اقتصادی پلانونو د تطبیق په غرض ضروری ده تر څو، په هیواد کی سراسری احصایوی ارقام په دقیق توګه راجمع او د اقتصادی ټولنیزو برنامو د تحقق په غرض د فزیکی او مالې توازن په پام کی نیولو سره ، اقتصادی پروژی د متوازن پرمختګ د اصولو په پام کی نیولو سره عملی بڼه غوره کړی. د مثال په ډول د کال ۱۳۹۹ مالی کال لپاره( ۴۲۸ ) ملیارده چی معادل د( ۵،۵) میلیارده دالره کیده. چه د هغی د جملی څخه(۲۸۹) ملیارده عادی بودجه او (۱۳۹) ملیارده ،انکشافی بودجی لپاره اختصاص موندلی و. ددغی بودجی څخه ۱۶% فیصده غیر اختیاری بودجه وه. او د ملی بودجی په تحقق کی (۱۷۴) میلیارده افغانی د کورنی عوایدو څخه تمویلیده. د یادولو وړ خبره داده چی په ګمرکاتو او عایداتی اداراتو کی د لوړ فساد کچی د موجودیت له امله د (۵۰%) څخه تر (۶۰%) پوری ملی عایدات د حکومت خزانی ته نه داخلیدل. که چیری د افغانستان اسلامی امارت د فساد پر ضد جدی او قاطعانه اقدام وکړی، حکومت کولای شی بیله کوم بهرنی احتیاجاتو څخه د هیواد عادی او انکشافی بودجه تمویل کړی،چی په نتیجه کی به د پایښت لرونکی اقتصادی پرمختګ ته مساعد شرایط رامنځته شی. که چیری مونږ د ۱۳۳۵ پرمختیایی بلانونو څخه تر ۱۳۶۵ لمریز کال اقتصادی – ټولنیز پلانونو او برنامو ته ځیر شو، د پرمختیایی برنامو د تمیویل زیاتره برخه د بهرنیو هیوادونو پر مرستو اتکا درلود، بهرنی هیوادونو په معین وخت سره مالی او پولی امکانات د افغانستان حکومت ته په اختیارکی ، نه ورکول او همداشان په دی ورستیو شلو کلونو کی دغه ستونزی موجودی وی، چی په نتیجه کی دولت ونه توانیده تر څو ځپلی اقتصادی ټولنیزی برنامی پلی کړی.
دولت وظیفه لری تر څو د هیواد په اقتصادی او ټولنیز سکتورونو لباره منظم او سیستماتیک برنامی او پروګرامونه طرحه او تطبیق کړی.
۱-د کرهڼی او مالداری سکتور. ۲- د اوبو لګولو او انرژی سکتور. ۳- د معادن سکتور. ۴- د صناعت او تجارت سکتور. ۵- امنیتی او قضایی سکتو.۶- صحت او ټولنیزو خدماتو سکتور ۷- ترانسپورت او مواصلاتو سکتور. او داسی نور.
حکومت دنده لری تر څو د هیواد ټولو اقتصادی سکتورونو ته د مالی پوتنسیال او مبرمیت په پام کی نیولو سره د مالی او فزیکی توازن پر بنیاد د کورنی امکانات او هم د بهرنیوو پانګوالو توجه جلب کړی، تر څو په اقتصادی بهیر کی د متوازن اغیزمن پرمختګ شرایط رامنځته شی. اوپه نتیجه کی به د بیکاری کچه راښکته او د خلکو په ورځنیز ژوند او د راتلونکو نسلونو ، لپاره به مثبت پیلامه او پیغام وی.
دینی علما اوفرهنګی ټولنی؛
دینی علما اوفرهنګی ټولنی د هیواد په ټولنیز پرمختګ او د خلکو ګڼ مشارکت په دولت کی او عامو خلکو ته د پوهاوی او مشورو لپاره د یو اساسی عنصر په توګه خپله ونډه اجرا کولای شی. همدارنګه په هیواد کی دپرمختګ، سیاسی او اسلامی شعور د لوړولو لپاره نه ستړی کیدونکی هاند او هڅی تر سره کړې . ښه به دا وی چی فرهنګی ټولنی او دینی علما ، ملی ګټی او ارزښتونو ساتنه ، د خپل کا ری پروګرامونو په لومړیتوب کی قرار ورکړی او هم د دولت د اقتصادی-ټولنیز برنامو د پلی کیدو ، اهمیت په اړوند د حکومت سره په ګډه د هیواد ګڼ شمر خلکو ته د ملی اقتصادی پروژو پر اهمیت او نافیعت انګیزه ورکړی. تر څو د هیواد په عمرانی کارونو کی پرګنیز ګډ مشارکت رامنځته شی.
خصوصی سیکتور:
خصوصی سیکتور د ښی حکومتولی لپاره د اساسی عنصر په حیث: باید په اقتصادی پرمختګ کی فعاله ونډه ولری.
- په لومړی سر کی د تولید او تجارت بڼی ته پراختیا اوانکشاف ورکړی.
- د استخدام په برخه کی د دولت پالیسی ته مثبت ځواب ووایی.
- د خدماتو په سکتور کی د خصوصی سکتور ونډه د خلکو د پاره د ښه او معیاری خدماتو تر سره کول ، د ښه حکومتولی او اغیزمن اقتصادی پر مختګ لپاره اساسی رول لوبولای شی.
خبری رسنی:
خبری رسنی او میډیا د هیواد د خلکو د اذهانو په روښانه کولو او همدارنګه د حکومت، د پر مختیایی برنا مو څخه د خلکو اګاهی په برخه کی مثبت ونډه تر سره کولای شی. خبری رسنی د عامو خلکو نظریات او غوښتنی د حکومت سره او همداشان دحکومت اقتصادی او ټولنیز برنامی د خلکو سره شریکوی. دغه ارګانیک ارتباط د هیواد پر اقتصادی ودی او د خلکو ارتباط د حکومت سره پراخوی. او همدارنګه د هیواد د پراخو پرګنو پر ویښتیا او پوهاوی کی مثبت رول لوبلای شی.
د ښې حکومتولۍ ځانګړتیاوې
- حکومت باید ملت ته د خپلو اجرااتو ځواب ویونکي وی.
- د حکومت په ساختار او جوړښت کی دهیواد قاطع اکثریت چی علمی تخصصی او مسلکی وړتیا او ملی او اسلامی ارزښتونو ته ژمن وی ، باید مشارکت ولری.
- حکومت باید د اقتصادی ـ ټولنیزی ودی او پرمختګ لپاره منظم اقتصادی برنامی او پلانونه طرحه او تطبیق کړی.
- د حکومت د کاری اجرااتو د تحقق په برخه کی پوره شفافیت او حسابدهی باید موجود وی.
نتیجه:
- په ښی حکومتولی کی د شفافیت موجودیت،د اقتصادی، ټولنیزو پالیسیو وړا ندوینه او دخلکو غوښتنو ته ځواب ویل، د مسایلو په حل کی ملی مشارکت، د قانون تطبیق، د بیکاری له منځه وړل،د استخدام علمی او عملی پالیسی تطبیقول او دراتلونکی لپاره د اقتصادی ستراتیژیکو برنامو طرحی او تطبیق په بر کی نیسی.
- په هیواد کی ټولنیز او سوله ایز ګډ ژوند، د خلکود خوندی امنیت تامین، ملت ته د غوره خدماتو تر سره کول او د ژوند دمعیشیت تامینول دی
- په دې وروستیو دوو لسیزو کی په تاسف سره باید ووایم هغه اصول او پرنسیپونه چی د ښی حکومتولی او رغنده اقتصادی پرمختګ لپاره ضروری او لازمی وو ، په هیواد کی څرنګه چی لازم وو، پلی نشول.هیواد مو تر اوسه هم د یو مصرفی هیواد په چوکاټ کی منحصر پاتی شو، د بیکاری کچه لوړه او په هیواد کی د فقر ګراف صعودی حالت غوره کړ.
- د نړیوالو اجماع ، موسساتو او هیوادونو لخوا د شلو کلونو په جریان کی په میلیاردونو دالر د افغانستان د بیا رغاونی او پرمختګ لپاره مرستی تر سره شوی، مګر څرنګه چی په هیواد کی دمعیارونو مطابق ښه حکومتولی موجوده نه وه. حکومت ونشو کړای دغو مرستو ته د هیواد د پایښت لرونکی اقتصادی پرمختګ لاره پرانیزی. افغانستان اوس هم د نړیوالی ټولنی د یو فقیر او وروسته پاته هیوادونو په قطار کی شمیرل کیږی.
وړاندیزونه
- د ښي حکومتولي د تحقق او پایښت لرونکی اقتصادی پرمختګ په غرض ضروری او لازمی ده، تر څو د دولت لخوا یو جامع پلان طرحه شی، چی په هغه کی د خصوصی سکتور او دولتی سکتور، تر منځ همغږی او د هیواد ټولنیز – اقتصادی پرمختګ پکی د سکتورونو د ظرفیتونو او لومړیتوبونو په پام کی نیولو سره تحقق پیدا کړی.
- د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ او داسلام د مقدس دین د ارشاداتو په رڼا کی په هیواد کی د قانونیت تمثیل او دملت پر ټولو اتباعو په یو شان د قانون تطبیقول حتمی او الزامی شی. نه داچی قانون یوازی د هیواد پر مظلوم قشر باندی د تطبیق وړ وی.
- د هیواد د دری ګونو قواوو تر منځ ښه همغږی او د ملی قضایاوو په اړوند مشترک تصمیم ، د ښي حکومتولی او اقتصادی پرمختګ اساسی اصل ته باید خاصه توجه وشی.
- د اداری فساد پر ضد مبارزه، د عایداتی سرچینو څخه جدی مراقبت اوڅارنه تر سره ، تر څو دمالی منابعو د اتلاف مخه ونیول شی، او نوی عایداتی سرچینو د پیدا کولو په هڅه کی شو.
- ټولنیز عدالت دی تحقق پیداکړی، د بشر د حقوقو ناقذین او جنایت کاران سره د اسلامی ارشاداتو په رڼاکی قانونی چلند وشی ، ځکه چی جنایت کاران او مافیایی کړی د اقتصادی ټولنیز پرمختګ لپاره د خڼد لامل ګرځی.
- با استعداده، مسلکی او دتجربی لرونکی افرادو څخه چی ملی ګټو ته ژمن وی او دهیواد د ښیرازی ،اقتصادی پرمختګ سره مینه او علاقه ولری، په دولتی اداراتو کی د مسلک او استعداد په پام کی نیولوسره باید استخدام شی.
- د هیواد اقتصادی پر مختګ لپاره د هیواد دننه په مختلفو سکتورونو کی د پام وړ بهرنی پانګونه جلب شی، چی دا بهیر به د اغیزمن اقتصادی پر مختګ ته مناسب شرایط رامنځته کړی. او هم د هیواد د طبعی زیرمو څخه موثره ګټه واخیستله شی او د هیواد راتلونکی نسل لپاره د طیعی زیرمو د موجودیت او استفادی لپاره شرایط په پام کی ونیول شی.
- د بودجوی او اقتصادی پرمختیایی برنامو طرحه او جوړښت باید د حکمی حالت څخه مشارکتی بڼه باید غوره کړی .او هم د بودجوی جوړښت او پرمختیایی برنامی د ښکته څخه و پورته د اجرا وړ وګرځی. اقتصادی برنامی باید متوازن وی او د هیواد د ټولو افرادو ِ غوښتنی او ارزوګانی، دمالی او فزیکی توازن په پام کی نیولو سره پکی تحقق پیدا کړی. دغه مسایل چی ما ورته اشا ره وکړه که چیری په صداقت او پوره ایمانداری سره تحقق پیدا کړی، هیواد به مو دفقر څخه خلاص او د پردیو د اقتصادی او سیاسی اسارت څخه به خلاصون پیدا کړو . ځکه چی هیواد به مو د اغیزمن اقتصادی پر مختګ لپاره کافی امکانات تر لاسه کړی او هم به زمونږ د هیواد نظامی قوتونه په عصری نظامی تجهیزاتو مجهز او په یو ملی او اسلامی احساس او ایډیال سره به د سولی او ملی حاکمیت د ټینګښت او اغیزمن اقتصادی پرمختګ ته لاره پرانیزی. و من الله التوفیق
مننه
ماخذ:
- مایرون وینر(نوسازی جامعه )ترجمه رحمت الله تهران ۵۵۵ صفحه.
- محمد انور شعبان (تیوری ها،عوامل، و سیاست های انکشاف)سال ۱۹۹۵م تهران ۵۵۵ صفحه
- مالیه عمومی، مالیات و بودجه کتاب درسی.۳۶۰ صفحه تهران.
- اسحق زی دکتور محمد علم (تحلیل و ارزیابی پلان های پنج ساله کشور) پروزه علمی، اکادمی علوم.