ليکنه: روح الله مبارز
په دې مقاله کي تاسو ته د افغانستان د موقعيت پيژندنې، د منځنۍ آسيا پيژندنه، د امنيتي وضعيت، د افغانستان د اوسني امنيتي حالت ارزونه، د منځنۍ آسيا د امنيتي حالت ارزونه، د افغانستان او منځنۍ آسيا ترمنځ تړونونه، پروژې او د افغانستان د امنيتي وضعيت تاثيرات به د منځنۍ آسيا پر هيوادنو باندي تر مطالعې لاندي نیسو.
افغانستان:
افغانستان په غرونو کې کلابند يو هېواد دی، چي د آسیا د لویې وچې په څلورلارې کې پروت دئ؛ چي په جنوب غرب کي له ايران، په لوېديځ، سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره د د ډیورنډ فرضي کرښه په واسطه، په شمال ختيځ کې له چين سره او په شمال کي له تاجيکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډې پولي لري.
د تاریخ په اوږدو کي دغه سميه چي اوس د افغانستان په نوم يادېږي، د بيلابیلو خلګو او قدرتونو لخوا نيول سوې او خپل حاکميت یې پر چلولی چي آريايان، لرغوني ايرانيان، هندوآريايان، پارسان، يونانيان، ماوريان، کوشانيان، هېپتاليان، عربان، مغولان، ترکان، انګرېزان، روسان او په دې وروستيو کي امريکايان شامل دي.
د منځنۍ آسيا پيژندنه:
د منځنۍ آسيا (پخواني شوروي جمهوریتونو) سيمه کي قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبکیستان هيوادونه شامل دي، چي په لوېديځ کې د کسپين تر سمندره، په ختيځ کې تر چين او منګوليا، په سويل کې له افغانستان او ايران، او په شمال کې تر روسيې پورې غځېدلې د آسيا د لويې وچي يوه مهمه سيمه ده، دې ته د (ستانونه) په نوم هم ويل کېږي، ځکه چي د هر هيواد نوم د(ستان) وروستاړی لري چي معنی یې(ځای يا مځکه) ده.
امنيتي وضعيت څه ته ويل کېږي؟
د انسان د پيدايښت څخه ټولنه له بیلابیلو ناخوالو، کړکېچونو(وژنو، بې اتفاقې، غلا، فساد، چاودنو، مخالف سياسي کشمکشونه په جنګ اوښتل، بیلابیلو ګواښونو) او دې ته ورته حالاتو سره مخامخ سوي/کېږي. چي په لنډ ډول سره ويلای سو، امنیت د احتمالي زیان یا خطراتو په مقابل کي وړتیا ته ویل کیږي.
او کله چي د مسولې ټولني واکداران امنيتي وضعيت يا بحران کابو(کنټرول) کړي دې ته مثبت يا ښه امنيتي وضعيت ويل کېږي، خو که معکوس حالت وي ټولني او اوسيدونکو ته یې ګواښونه متوجې سي دا منفي امنيتي وضعيت بلل کېږي.
د افغانستان اوسنی امنيتي وضعيت ارزونه:
د افغانستان نهه نيوې(۹۹) سلنه اوسيدونکي مسلمانان دي، نو د تاریخ او ورستيو کلونو په اوږدو کي دلته د نړۍ غربي ابر قدرته هيوادونو مداخلې وکړې، همدا مداخلې ددې لامل سوې چي د اسلامي اصولو او عقیدې له مخي اسلامي تحريکونه(اسلامي امارت، حزب اسلامي، جمعيت اسلامي او داسي نور) جوړ سوه.
چي د همدا تحريکونو جوړيدل افغانستان ته په کورنۍ کچه بشري، مالي، عرضي او امنيتي تلفات واړول او کورنۍ جګړې او بې ثباتۍ ته لاره هواره سوه.
افغانستان د تيرو شلو(۲۰) کلونو خپلمنځي جګړو او بهرنیو هيوادونو مداخلو په جريان کي د امنيتي ځواکونو په شمول عام ولس ته په زرونو مرګژوبله واوښتل او ددې جغرافيې اوسيدونکو ځاني او مالي زيان وليد.
خو په ۲۰۲۱م کال کي د اسلامي امارت تحريک د افغانستان جغرافیه او حکومت په خپل لاس کي واخیستئ، چي د اسلامي امارت واک ته په رسيدو سره امنيتي وضعيت تر حده ارمښت خپل کړ خو لا تر اوسه پوري نه دي بريالي سوي، چي هېواد کې په بشپړه توګه امن او ورورګلوي راولي.
اوس افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دئ، د نړيدلي اقتصادي نظام څخه رانيولې، د ميلیونونو مهاجرينو پوري، د مخدره توکو قاچاق، د ځينو جنګسالارانو ډلو(داعش، مقاومت جبهه او داسي نور)شتون او په حکومت کي د بېلابیلو سياسي کسانو مخالفتونه او څرګندوني هغه لاملونه دي چي په يوویشتمه پيړۍ کي افغانستان ورسره لاس او ګريوان دئ.
د منځنۍ آسيا اوسنۍ امنيتي وضعيت ارزونه:
کله چي په ۱۹۹۱م کال کي د منځنۍ آسيا د سيمي هيوادونه د پخواني شوروي اتحاد څخه ازادي واخيستل، نو په لومړيو کلونو کي دوئ له يو لړ سياسي بې ثباتۍ، امنيتي، اقتصادي، قومي او دې ته ورته مشکلاتو سره مخ سوه.
د منځنۍ آسيا ډيری سلنه اتباع مسلمانان دي خو حکومتونو یې تر ممکنه حده د سيکولریزم څخه جوړ دي، نو د اسلام او سيکولریزم ترمنځ فاصلې، د دیکتاتورۍ، د حکومت غلطي پالیسۍ، د ظلم، د فقر او غربت شتون ددې لامل سوه چي اسلام پلوه کسان د حکومت پر ضد وسله پورته کړي او دا حالت د بې امنيتۍ او جګړو سبب سو، چي حتا ډيرو کسانو ته یې مرګژوبله هم واړول له دې ډلو څخه يو هم د ازبکیستان اسلامي تحريک(IMU) څخه يادونه کولي سو.
دا ډله په ۱۹۹۸م کال کي د طاهريلداش لخوا جوړه سوه، چي په خپل هيواد کي ئې د زندان په ماتولو او حملو سربیره پر افغانستان، روسیې، چين او پاکستان هم بریدونه ترسره کړي او دې اسلامي تحريک د ډيرو نورو هيوادونو د اسلامپاله ډلو سره هم اړيکي لرلي.
خو بیا هم په دې ورستيو څو کلونو کي په دې سميه کي خورا ارمښت وده کړې، او خلګ یې په يوه ارامه فضاء کي خپل د ژوند ټول اړخونه را څرګند کړي دي.
ولي بیا هم د ازبکستان اسلامي تحريک(IMU) ډلې له خوا کله-ناکله د اسلامي اصولو د تطبیق لپاره پر حکومت باندي ټينګار کيږي.
د افغانستان او منځنۍ آسيا ترمنځ ځيني ګډ تړونونه او پروژې:
۱: د ترکمنستان، افغانستان، هندوستان او پاکستان پروژه(ټاپي)
ټاپي پروژه د منځنۍ آسيا او د جنوبي آسيا د وصل يو ښه مثال دئ، چي افغانستان په دې پروژه کي منځنۍ آسيا له جنوبي آسيا سره نښلوي.
دغه پروژه په ۲۰۱۵م کال کي شروع سوې ده او دا ۱۸۴۱ کيلو متره پایپ لاين دئ، چي د ترکمنستان څخه راځي پر افغانستان، پاکستان باندي تېريږي او هندوستان ته ګاز انتقالوي.
دا پروژه به د ۳۰ کلونو لپاره دوام وکړي او افغانستان ته به ددې پروژې له درکه په کلني ډول تر ۴۰۰ ميلونه ډالره ماليه ورکول کيږي.
۲: د افغانستان په اړه د سيمه ايزو اقتصادي همکاريو کنفرانس
په دې پروژه کي د افغانستان رول ډير مهم دئ ځکه د جنوبي آسيا هيوادونه کوښښ کوي، چي خپل صادرات منځنۍ آسيا ته ولېږي او منځنۍ آسيا هم خپل توليدات د جنوبي آسيا هيوادونو ته ولېږي.
دا پروژه په ۲۰۰۵م کال کي شروع سوې ده.
۳: د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا ترمنځ د ۱۰۰۰ واټو برق پروژه
افغانستان بیا هم ددې پروژې له لاري د دواړو آسياګانو ترمنځ د پُل حیثیت لري او ددې پروژې له مخي به ۱۰۰۰ ميګا واټه برق به له قرغیستان څخه تاجکستان، افغانستان او پاکستان ته انتقالېږي او په دې کي ۳۰۰ ميګا واټه برق افغانستان ته ورکول کيږي.
دا پروژه په ۲۰۱۶م کال کي شروع سوې ده.
۴: د پنځو قومونو د ريلګاډۍ دهليز
دا د افغانستان پوه بله د وصل پروژه ده، چي چين، ايران، قرغيزستان او تاجکستان سره وصلوي ددغې پروژې ټوه فاصله ۲۱۰۰ کيلو متره ده او پر دې پروژې ۲ بیلونه ډالره مصارف راځي.
په دې کي به د افغانستان د هرات، بادغیس، فارياب، جوزجان، بلخ او کندوز ولایتونه يو له بل سره د ۸۸۰ کيلو متره ريلګاډۍ د سړک په واسطه سره ونښلېږي.
۵: او د افغانستان د ریلګاډۍ سړک
افغانستان کوښښ کوي، چي د وصل په نړيواله کچه کي ورسته پاته هيواد ونه اوسېږي، نو په همدې خاطر يې د بیلابیلو هيوادنو سره د هوايي دهلیزونه د پرانیستو لپاره کوښښ کړی او اوسمهال افغانستان په دريو ريل ګاډيو سړکونو کار پيل کړی.
لومړی د مزار د حيرتانو د بندر څخه د ریلګاډۍ سړک چي ازبکستان سره نښلوي او همدغه لاره په ۲۰۱۱م کال کي پرانیستل سوه.
دوهم د هرات د تورغونډۍ څخه د ريلګاډي سړک چي ترکمنستان سره وصلوي او دا سړک په ۱۹۶۰م کال کي پرانیستل سوی.
دريم هم د فاریاب د ريلګاډۍ سړک چي همسايه ترکمنستان هيواد سره وصلېږي او دا لاره په ۲۰۱۶م کال کي پرانیستل سوه.
د افغانستان امنيتي وضعيت به د منځنۍ آسيا پر امنيتي وضعيت څه ډول تاثيرات ولري؟
د منځنۍ آسيا جغرافيايي(جيوپولټیک) موقعيت که څه هم په دې خاطر ښه دئ، چي د اروپا او آسيا د اتصال نقطه ده، خو د افغانستان جغرافيايي(جيوپولټیک) موقعيت له دوئ څخه هم ډير ښه او مهم دئ ځکه چي افغانستان جنوبي آسيا، منځنۍ آسيا، غربي آسيا، شرقي آسيا او منځنی ختیځ سره وصلوي.
د منځنۍ آسیا هيوادونه په وچه کي پراته هيوادونه دي او بحر ته لار نه لري، د منځنۍ آسيا هيوادونه هڅه کوي چي د پاکستان د بحر څخه استفاده وکړي او خپل اجناس نورو هيوادونو ته انتقال کړي او همدارنګه غواړي چي خپل طبعي منابع او اجناس د جنوبي آسيا هيوادونو ته وليږدوي نو په دې دواړو حالتونو کي منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا هيوادونه افغانستان ته ډيره اړتيا لري.
که څه هم افغانستان ته د طالبانو حکومت په راتګ سره د منځنۍ آسيا د ځينو هيوادونو سره اړيکي لږ سستي سوي خو ددې سیمي له ځينو هيوادونو(ازبکیستان، ترکمنستان او قزاقیستان) سره اړيکي لږ ښې سوي.
مهمه مسله داده، چي افغانستان ته د طالبانو حکومت په بیا راتګ سره منځنۍ آسيا دا ويره او فکر لري، چي نور اسلامي مسلح ګروپونه به په افغانستان کي وروزل او ځای ورکول سي او که داسي وسي دا به د منځنۍ آسيا د سيمي هيوادونو ته ستر امنیتي ګواښ وي.
که چيري افغانستان نارامه وي او امنيتي حالت یې خراب وي، نو د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا هيوادونو به سخت امنيتي زيان وويني.
همدارنګه د منځنۍ آسيا هيوادونو دې ورستيو کي په څو ځله د طالبانو څخه د ټولشموله حکومت غوښتنه هم کړې ده.
خو که چيري د افغانستان په امنيتي وضعيت کي مثبت بدلون موجود وي، نو د منځنۍ آسيا د هيوادونو سره به په سياسي، نظامي او اقتصادي اړيکو کي ښوالی رامنځته سي.
او هغه تړونونه چي مخکي افغانستان د منځنۍ آسيا د هيوادنو سره په سياسي، نظامي او اقتصادي برخه کي کړي پر خپل ځای پاته او د نورو عاميکو او مهمو تړونونو لپاره به نوی فصل پيل سي.
د افغانستان امنيتي وضعيت کي بايد دا تضمین وي چې د افغانستان له خاورې څخه به پر نړيوالو، د سيمې او ګاونډيو هيوادونو او د هغوئ متحدينو ته هیڅ امنيتي ګواښ نه وي متوجې.
سیمه ییزې اقتصادي پروژې او سیمه ییز اتصال په سیمه کې د ثبات او پرمختګ وسیله ده، چي د امنيت له مخي تضمينېږي، په نړۍ کې دا ثابته سوې چې د امنيتي او اقتصادي ګټو شریکول په سیمه کې د سیاسي ثبات سره مرسته کولای سي.