چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+په افغانستان کي د امریکا جګړه| عبدالباري جهاني

په افغانستان کي د امریکا جګړه| عبدالباري جهاني

تلخیص، ترجمه او څېړنه (لسمه او وروستۍ برخه)

لکه څرنګه چي هر اجتماعي تحول د خاصو شرایطو او عوامل محصول وي؛ فتح او شکست هم خپل علتونه لري. کله چي سړی، په سرسري نظر، ورته ګوري چي متحده ایالات، ناټو او د هغه هیواد  نورمتحدین، د خپل ټول قوت او عصري وسلو سره، د افغانستان په څېر، یوه وروسته پاته هیواد کي، له شلو کالو جنګېدلو څخه وروسته ماته خوري او په ډېر شرمونکي حالت وزي نو سړی حیران پاتیږي او زه یقین لرم چي راتلونکي نسلونه به د ا خبره چنداني ونه مني. خو کله چي د پیښو جریان قدم په قدم تعقیبوو نو سړی دې نتیجې ته رسیږي چي امریکا او په افغانستان کي د امریکا کښېنولي حکومت باید هم ماته کړې وای.

د امریکا بېځایه غرور، پر دښمن باندي د هیڅ حساب نه کول، په افغانستان کي قدرت تر ټولو فاسدو او له عقدو ډکو جنګ سالارانو ته سپارل، د حکومت په دننه کي د نړۍ لومړۍ درجه فساد، په حکومت کي دننه شخصي، قومي او ژبني اختلافات او دښمنۍ، مهم قبایل له ځان څخه خفه کول، بېځایه ظلمونه کول او زندانونه ډکول، دا ټول هر یو په خپل وار د امریکا او د هغه د کښېنولي رژیم د کمزوۍ او په وروسته کي د ماتي علتونه سول. په مقابل کي د طالبانو ترمنځ بې ساري اتحاد، د هغوی جنګي روحیه، مذهبي احساسات، د پاکستان له خوا، په سرحد کي، د پناه ځایونو، د عسکري روزنو او مدرسو برابرول ټول د طالبانو د فتح عوامل وه؛ چي په لومړي سرکي یې کرار کرار پرمختګ کاوه  او په وروسته کي د هیواد ټوله خاوره ونیوله. 

دې جنګ، چي له لویه سره باید اصلاً پیل سوی نه وای، تقریباً شل کاله ونیول او پر سلګونو میلیارډو ډالرو تاوان، د کلیو او ښارونو پر تباهیو، کورونو سوځېدلو او له کورکلي څخه د میلیونونو انسانانو د بېځایه کېدلو او مهاجرکېدلو برسېره دواړو خواوو ته بې شمېره ځاني تلفات ورسېدل. ملکازیان لیکي چي په دې شلو کلونو کي د امریکا ۲۴۸۸ عسکر ووژل سول؛ ۲۰۷۲۲ تنه یې زخمي او معیوب سول. د افغانانو تلفات معلوم نه دي ښايی لږترلږه نیم میلیون انسانان به وژل سوي او زخیمان سوي وي. ۶۵ زره پولیس او عسکر ووژل سول او لږترلږه ۱۳۵ زره زخمیان سول. د طالبانو تلفات نیژدې ۱۰۰ زره اټکل کیږي او ۱۵۰ زره یې زخمیان سوي دي. د ملکیانو تلفات تر څه باندي ۱۲۰ زرو تنو پوري اټکل سوی دی. په سل هاوو زره نور یا له هیواده وتلي او یا په هیواد کي دننه مهاجر سوي دي. په ۲۰۱۵ کال کي، چي جنګونو زور واخیستی نو څه باندي یو میلیون او ۱۷۰ زره تنه د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور سول. ص ص ۶۸۰-۶۸۱

دا چي امریکا پر افغانستان باندي ولي، له لومړي سره، حمله وکړه او ولي دونه زیات عمر پاته سوه هغه به تاریخ ثابتوي. خو دونه ویلای سو چي هغوی هم په بدنامه او هم په تشو لاسونو ووتل. که دا شکست نه بولو نو شکست به څه وي؟ البته د افغانستان جګړه یوازي د فتح او بري په مفاهیمو نه سي خلاصه کېدلای بلکه د لویو قدرتونو غرور او لېونتوب هم پکښي شامل دی، چي سړی یې د هغوی د ماتي یو مهم عامل بللای سي.

ملکازیان لیکي دا لا اوس نه سو ویلای چي امریکایان به وروسته د دې جنګ په باره کي څه قضاوت وکړي خو د ۲۰۱۱ کال څخه وروسته په متحده ایالاتو کي عمومی عقیده پر دې وه چي امریکا په دې جنګ کي ناکامه ده. د نیویارک ټایمز ورځياڼي په ۲۰۱۹ کي ولیکل چي متحده ایالات په افغانستان کي ناکامه سوه. سناتوري الیزابیت وارن Elizabeth Warren په زغرده وویل څه چي موږ یې اوس په افغانستان کي کوو نه د متحده ایالاتو او نه د نړۍ او نه د افغانستان له محفوظیت او امنیت سره مرسته کوي. ملکازیان لیکي چي د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پوري د امریکایانو عمومي عقیده داوه چي د افغانستان جنګ یو ناکام کوښښ دی. ص ص ۶۸۲-۶۸۳

ملکازیان لیکي چی د امریکا د عامه ذهنیت په دې حکم کي چي امریکا ناکامه سوه یو څه حقیقت پروت دی. متحده ایالاتو خپل لوی هدفونه ترلاسه کړل. د اسامه بن لادن له وژلو سره یې پر متحده ایالاتو باندي د ټروریسټي حملو د کېدلو احتمال له منځه یووړ؛ مګر پر طالبانو باندي یې بری ترلاسه نه کړ. په داسي اوږده او قېمتي جنګ کي را ګیر سوه چي پای یې هیڅ چا ته نه ښکارېدی. بده لا دا ده چي په دې ناپایه جنګ کي هم افراطیت روزل کېدی او هم یې په مقابل کي د تروریزم ضد عملیات روان وه. کله چي د دې جنګ په جریان کي د سر اومال رسېدلي زیان ته وکتل سی نو سړی ویلای سي چي دا جنګ نه په ارزېدی. 

ملکازیان لیکي اساسي سوال دا دی چي د افغانستان حکومت او متحده ایالات ولي په دې جنګ کي ناکام سول؟ د دې لپاره تر ټولو عام او زوړ استدلال دا دی چي حکومت او د هغه متحدو جنګ سالارانو له افغانانو سره ډېر بد سلوک وکړ. دوی یوازي د خپلو جېبونو د ډکولو په غم کي وه او د  دوی دغو عملونو د یاغیانو صفوف تقویه کول. شواهد ښيي چي د جنګ په پیل کي خوابدي سوي او زورېدلي قبایل د طالبانو غېږ ته ورغلل. که له طالبانو سره دا کسان یوځای سوي نه وای هغوی به دونه قوت نه وای پیدا کړی. 

ملکازیان د طالبانو د تقویه کېدلو او د امریکا د ناکامی بل علت له طالبانو سره د پاکستان همکاري بولي. پاکستان طالبانو ته په خپله خاوره کي ځای ورکړی وو او امریکا نه سوای کولای د هغه هیواد په خاوره کي پر طالبانو باندي بمباري وکړي. ملکازیان دغه راز وايی که د افغانستان حکومتی قواوو طالبانو ته د یوه شکست په تعقیب بل ورکولای نو هغوی ښايی دونه ژر قوي سوي نه وای. خو د پوځ د موثریت لپاره د پوځي قواو اتحاد ضروري او حتمي دی او حکومت او د هغه متحدو قبایلو اتحاد نه درلود. پوځ، پولیسو او قبیلوي ملېشو هر یوه پر خپل سر او د خپلو ګټو لپاره عمل کاوه او کله کله خو به یې هیڅ نه کول. تر ټولو بده خبره دا وه چي پوځ له پولیسو سره مرسته نه کوله. پخپله د حکومت د مشرانو ترمنځ هم اتحاد موجود نه وو او دې بې اتفاقی د پوځ او پولیسو پر صفوفو باندي منفي اغېزه کوله. په داسي حال کي چي طالبان ټول په یوه زړه او یوه خوله وه. دوی د داخلي رقابتونه په ځپلو کي دننه دومره پټ  وه چي په هيڅ توګه یې د دوی پوځي موثریت ته صدمه رسولای نه سوای.

ملکازیان لیکي تر دې ټولو خبرو چي را تېر سو نو زما خپل دلیل دا دی چي طالبان د افغانیت په نوم جنګېدل. طالبانو ویل چي دوی د اسلام حاکمیت غواړي او د خارجیانو د اشغال سره مقاومت کوي؛ دا هغه ارزښتونه دي چي د افغانانو په تاریخ کي یې افغانیت افاده کړی دی. د طالبانو یوه لوی مشر په ۲۰۱۵ کال کي یوه غربي څېړونکي ته وویل چي ډېر زیات پوځي مشران او عسکر د اسلامي امارت د ټینګېدلو لپاره جنګیږي. د اشغال په مقابل کي مقاومت خلک قربانی ته هڅول. د طالبانو په مقابل کي حکومت ولاړ وو چي طالبانو به د امریکایانو د ګوډاګي پېغور ورکاوه او له عسکرو سره یې هغه روحیه نه وه چي له طالبانو سره موجوده وه او د حکومت لپاره دا ګرانه وه چي خپل عسکر د ملي روحیې په اساس جنګېدلو ته وهڅوي. ډېرو عادي عسکرو او پولیسو ځانونو ته قناعت نه سوای ورکولای چي، د افغانستان لپاره، د یوه کافر اشغالګر تر څنګ ودریږي او د داسي تحریک سره وجنګیږي چي هغه د اسلام نمایندګي کوي. 

ملکازیان وايي په ډېرو ځایونو کي به عسکر او پولیس چي هم به په شمېر کي تر طالبانو زیات ول او هم به په ښو وسلو سمبال وه له خپلو دفاعی سنګرونو څخه ووتل او میدان به یې پرېښود. په سنګین، کندوز، نادعلی، ګرشک، مارجه، لښکرګاه کي دغه ډ‌ول پیښي وسوې چي عسکر او پولیس به حتی تر جنګ مخکي له میدانه ولاړل. په مقابل کي طالبان د یوه خاص هدف لپاره جنګېدل چي هغه هدف له عسکرو  سره موجود نه وو. دغه راز ځان مرګو بمونو، چي پرله پسې یې مشران وژل، عسکر او پولیس وارخطا کول. اسلام او د اشغال په مقابل کي مقاومت که د امریکا د ماتي بشپړ دلیل نه وو نو یو ضروري علت خو وو. 

ملکازیان وايی داسي نه وه چي حکومت نه حمایه کېدی. داسي هم نه وه چي څوک عسکري خدمت ته نه حاضرېدل؛ بلکه په سل هاوو زره ځوانان عسکري خدمت ته حاضر سول او د افغانستان په ډیرو زیاتو منطقو کي خلکو د حکومت طرفداري کوله مګر په مقابل کي ډېر زیات افغانان دې ته حاضر ول چي د طالبانو لپاره وجنګیږي. دښمن قتل کړي او یا ووژل سي. په دغه برخه کي د طالبانو پله درنه وه او دغه توپیر د حکومت او امریکا د قواوو د ماتي علت سو. 

ملکازیان وايي یوه عقیده داده چي د اسلام مذهب په خپل ذات کي د تشدد مذهب دی او دا عقیده د ټرمپ هغو اشارو ته نیژدې ده چي ویل یې اسلام ټروریزم دی. ملکازیان وایی دا خبره حقیقت نه لري؛ البته د ګوډ ملا دادالله او مولوی هبت الله په څېر کسان سته چي اسلام داسي تفسیروي چي تشدد ته لمنه وهي مګر په مقابل کي یې نور کسان په دې برخه کي نرم ول لکه ملامحمدعمر، ملابرادر او نور کسان. اصل حقیقت دا دی چي خارجی اشغال د ملی هویت او اسلام په مقابل کي ودرېدی او د جنګ د پیل کېدلو سبب سو. نو په دې حساب  اسلام د جنګ او تشدد د پیل کېدلو علت نه بلکه اشغال یې علت وو.ص ص ۶۸۳-۶۸۸

ملکازیان د خپل کتاب په پای کي ډېرو زیاتو له لاسه وتلو فرصتونو ته اشاره کوي او وايی چي د دې جنګ او په نتیجه کي د بېځایه تلفاتو مخه نیوله کېدلای سوای خو د بېلو بېلو علتونو په اساس فرصتونه ضایع سول. دی وايی بایډن له لومړي سره ویل چي موږ افغانستان ته شل کاله مخکی د دې لپاره ولاړو چي ټروریسټي حمله پېښه سوې وه. مګر دا خبره د دې دلیل نه سي کېدلای چي موږ باید هلته پاته سوي وای.

ملکازیان لیکي له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۰ پوري د حکومت پالیسی د تروریزم مخنیوی او د هغه په مقابل کي عمومي عکس العمل وو. په دغه موده کي دغه دوې خبري مطرح وې. د تروریزم د مخنیوي زمانه له ۲۰۲۰ کال څخه ډېره مخکي تېره سوې وه. د سپتمبر د یوولسمي وېره له اذهانو څخه پاکېدله او د متحده ایالاتو پر پالیسی باندي تروریزم خپل نفوذ له لاسه ورکاوه. د داعش مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۹ کال کي د متحده ایالاتو د خاصو قواوو په عملیاتو کي وژل سوی وو. په واشنګتن کي د چین او روسیې سره د قدرت رقابت ورځ تر بلي زیات مطرح کېدی. د کورونا وایروس داسي نوی تهدید وو چي نوی اقتصادي بحران یې منځته راووړ او د پراخېدلو اندازه یې څرګنده نه وه. نور نو دا معقوله نه وه چي متحده ایالات دي له افغانستان څخه د ترو ریزم خطر احساس کړي. د جنګ د بندولو پر غوښتنو باندي محدودیتونه کمزوري سوي وه او هر چا د جنګ  د دوام پر ضد خوله خلاصه کړې وه. 

ملکازیان لیکي د افغانانو لپاره دې جنګ تر ټولو ستره فاجعه منځته راوړه… کله چي د افغانستان قضیه څېړو نو له دې سوال سره مخامخ کیږو چي آیا په بل هیواد کي مداخله عادلانه ده. موږ څرنګه بېګناه خلک د خپل امنیت قرباني کړل. دلته نو تېری او ظلم د آزادی سره په ترازو کي ایښودل کیږي. متحده ایالاتو د دې لپاره افغانانو ته د اوږدې مودې زیان ورساوه چي امریکایان له بلي ټروریسټي حملې څخه وژغوري. موږ په هغه هیواد  کي داخلي جنګ د دې لپاره بیرته پیل کړ چي په خپل هیواد کي بېغمه خوب وکړو. په دې جنګونو کي کلي تباه سول او کورنۍ له منځه ولاړې. د متحده ایالاتو مشرانو هیڅ وخت دا فکر ونه کړ چي د امریکا د خلکو ښېګڼي او د افغانستان د خلکو ښېګڼي سره مقایسه او په ترازو کي کښیږدي. دوی فکر کاوه چي په هغه هیواد کي به ډیموکراسي د خلکو ژوند بهتر کړي. د امریکا مداخلې په افغانستان کي د ښځو ژوند، تعلیم او تربیې او د بیان آزدی ته ګټه ورسوله. مګر دا ګټي باید د زرهاوو نارینه، ښځو او ماشومانو له وژل کېدلو سره مقایسه کړه سي او دا هم باید په نظر کي ونیول سي چي د مداخلې په اثر ترلاسه سوي ګټي به د وخت په تېرېدلو سره له خلکو هیري وي.

ملکازیان لیکي خارجي مداخله د افغانستان د خلکو د سولي او ښېګڼو په مخ کي تر ټولو لوی خنډ وو. دا د ناصور زخم، څلوېښت کاله پخوا، د شوروي له مداخلې سره پیل سوی وو. د شوروي د مداخلې په نتیجه کي پر افغانانو او د هغوی پر ټولنه باندي بلا نازله سوه. د شوروي له وتلو څخه وروسته د طالبانو رژیم، له پنځه کلن وحشیانه داخلي جنګ څخه وروسته ثبات راووست. که د هغوی رژیم پایښت کړی وای نو ښايی چي د هیواد په اکثریت سیمو کي به سوله ټینګه سوې وای. په ۲۰۰۱ کال کي د متحده ایالاتو یرغل دا آرامي له منځه یووړه. خو تر ۲۰۰۹ کال پوري طالبانو بیا زور واخیست. کله چي متحده ایالاتو په هغه هیواد کي خپلي قواوي زیاتي کړې نو طالبان یې شاته کړل. او کله چي طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کي بیا زور واخیست نو متحده ایالاتو هم خپلو حملو ته زور ورکړ او د اورلمبې یې بیرته تازه او زوروري کړې. تریخ واقعیت دا دی چي په افغانستان کي له خارجي مداخلې پرته سوله ژر ټیګېدلای سوای. پروفیسر آډ ارنی ویسټاډ Odd Arne Westad  په خپل کتاب نړی وال سوړ جنګ کي لیکي« د ساړه جنګ ایډیالوژي او د سترو قدرتونو مداخلو… د دریمي نړۍ په یو شمېر هیوادونه کي تقریباً دایمي داخلي جنګونه پیل کړل او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یې د هغو هیوادونو خلکو ته بې اندازې زیات تاوانونه ورسول» د هغه کلمات اوس هم زموږ په غوږونو کي آزانګې کوي او په خپله شاوخوا کي یې احساسوو. ص ص ۶۹۲-۶۹۶

                پای

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    دروند مشر جهاني صاب پر ګوتو،قلم او روانه ژباړه مو برکت.
    مسټر ملکازیان پخپل کتاب کښې ډېیرو حقیقتونو نه پرده پورته کړېده.یوازې د انساني تلفاتو احصاییه ې زړه بوږنوونکې ده.
    زما په فکر ؛او ښايي ډيریو هیوادوالو په خاموش نظر، یو اس آمریکا د افغانستان لپاره دا شیطاني پلانونه آن د بغداد پکټ نه د داود خان د انکار
    او بیا د شوروي اتحاد د یرغل پر ضد د ۱۵ګونو ګډوډو تنظیمونو په ملاتړ ،
    پاکستان پر پښو درول آن تر دا آخره چې هماغه د انګیزانو د انډیا فارورډ پالیسۍ په فلسفه ېې د ط ط واګې هم هغوی ته ورکړې ؛همهاغه د افغان انګریز ۳ جګړو قصور او کسات اخیستل و.
    ۹/۱۱ هسې تشه بهانه وه لکه د اوس د ایمن الظواهري ډرامه چې بیا خپل نظامي ماشین پرې چالان وساتي!!!
    او،ښه د اوکراین جګړه به یو اس آمریکا او ناټو ټلواله ېې په کوم بن لادن تپي؟؟ یا د ټایوان-چین؟؟؟؟.تشه وچه سُټه کِراسي!!
    فاعتبروا یا اولوالابصار!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب