شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد خراساني د وژلو په غبرګون کې؛ ټي ټي پي په قبایلي...

د خراساني د وژلو په غبرګون کې؛ ټي ټي پي په قبایلي سیمو کې اسلامي امارت اعلانوي

تاند(چهارشنبه، د اسد ۱۹ مه) د پاکستاني طالبانو تحریک پرون (سې شنبه) اعلان وکړ چې د پاکستان د پوځ پر ضد به پراخ عملیات بیا پیل کړي.

ټي ټي پي د روژې په پای کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو د پیلولو په لړ کې اوربند کړی و.

خو ټي ټي پي په پکتیکا ولایت کې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (د اګست ۷ مه) د پاکستان د آی ایس آی د ایجنټانو له لوري د خپل یوه مخکښ قوماندان عمرخالد خراساني له وژل کېدو وروسته اعلان وکړ، نه یوازې دا چې د پاکستان پوځ ته به سبق ورکړي بلکې په ټولو قبایلي سیمو کې به اسلامي امارت جوړ کړي.

دوی د عمرخالد خراساني، چې په خټه مومند و، او د پخوانۍ مومند او باجوړ ایجسنیو د طالبانو مشر و، ستاینه کړې ده.

له خالد خراساني سره یوځای د ټي ټي پي یو بل قوماندان یعفوب باجوړی هم وژل شوی او پاکستاني طالبانو د هغه وژل کېدا هم تایید کړې ده.

ویل کېږي چې خراسانی، باجوړی او د هغوی موټر چلوونکی د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي ګې د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوي چې د دوی د موټر په لاره کې اېښودل شوی و. د دوی د وژل کېدو خبر هم لومړی پلا آی ایس آی ته نژدې سرچینو خپور کړ.

د خالد خراساني ترور، د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځګړتوب اوربند پای ته ورساوه او د سولې هلې ځلې له ناکامۍ سره مخامخ کړې.

د سولې په خبرو کې ټي ټي پي له خیبر پښتونخوا څخه د قبایلي سیمو د بېرته بېلولو او په دغو سیمو کې د شریعیت د نافدېدو غوښتنه کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب