د دین او ساینس په اړه زه تر ډېره وخته په دې نظر وم چې دواړه یو له بل څخه دومره ګوښه دي چې یو د بل په چارو کې مداخله نه، بلکې مطلق کار نه لري؛ مګر اوس دې پایلې ته رسېږم چې نه له یوه بله مطلق په هره برخه کې بېل دي او نه سره یو شی دي، خو ترمنځ يې مشترکې نکتې شته.
قران کریم د خپلې مدعا لپاره یا تاریخي شواهد وړاندې کړي دي (النور: ۳۴)، یا يې هم د علم په مټ د خپلې مدعا د تللو بلنه ور کړې ده (يونس: ۳۹) یا يې هم ورته ویلي چې تاسو خپل کار کوئ موږ خپل، د کار او عمل نتیجه به دا په ډاګه کړي چې څوک پر سمه لار او څوک پر ناسمه درومي. (الانعام: ۱۳۵، هود: ۹۳، الزمر: ۳۹)
قران کریم د انسان په اړه دا خبره په ګڼو مواردو کې کړې ده چې هغه تلواره کوي او د هر شي پایله ژر او ځای پر ځای غواړي، البته عیني شرایط داسې نه دي لکه انسان په ذهن کې جوړه کړې نقشه، عیني شرایط د ډېر وخت په تېرېدو د یوه حقیقت د منلو لپاره، د یوه کار د نتیجې لپاره، د انقلاب د راتلو او یوه اوښتون لپاره سازګاره کېږي، نو له دې امله الله تعالی انسان ته د علم په میدان کې د خپلې مدعا د تللو بلنه ور کړې ده، خو تر څنګ يې دا هم ورته ویلي چې دوی تلواره کوي، د یوه شي نتیجه ژر غواړي، د هر شي په اړه داسې فکر کوي چې دلته هيڅ اصول نه شته او هر څه بس همداسې تصادفن را منځ ته کېږي، که يې غوښتنه پوره نه شي، د یوه قاطع حقیقت له منلو هم انکار وکړي، که څه هم د هغه د رد لپاره یوازې دومره توجیه کولای شي چې دوی يې په حقیقت نه پوهېږي، الله تعالی وايي دوی د علم په میدان کې همدومره مخته تللي دي،(النجم: ۳۰) نور د هغې ادعا د رد لپاره هيڅ نه لري، یوازې خپله ناپوهي يې بانه کړې ده او د خپل شاوخوا له حقایقو ناخبره د زمري غوندي پر میدان ناست دی.
قرا ن کریم وي که بل هر کتاب چې د علم په میدان کې د درېدو توان ونه لري، هغه د دې وړ نه دی چې پيروي يې وشي، قران کریم که هغه پيغام د بشریت لپاره ونه لري چې د بشر ښېګڼې پکې شته، په تاریخي شواهدو يې خپله مدعا ثابته نه کړه، د علم په میدان کې د هغه کړې وړاندوینې د منل شوي حقیقت په توګه زبات نه شوې او په لارښونو تر عمل وروسته يې که د ښې او غورې نتیجې په بڼه د انسانانو مخته د خپل حقانیت شواهد وړاندې نه کړل، نو بیا قران کریم نه د الله کتاب دی او نه د علم په دې نړۍ کې د دې وړ دی چې پوهان، عاقلان، تجربه کاره او مفکرین خلک يې ومني.
اوسپنسکي وايي:” کوم مذهب چې ساینس رد کړي او یا هم ساینس مذهب رد کړي، هغه دواړه باطل او ناسم دي.”
ډاکټر OTTO لیکي: تر هغو چې یو دین د عقل او بصیرت عناصر له ځان سره لري، هغه به د تعصب او تصوف په ګنده ډنډ کې له لوېدو خوندي وي، دغه مذهب په ځان کې د بشریت شموله دین د جوړېدا وړتیا لري.
قران کریم کله هم په ړندو سترګو خلکو ته دعوت نه دی ور کړی چې د هغه ادعاوې دې په پټو سترګو ومني، قران کریم د رسول الله ص په ژبه وايي:
{قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي} [يوسف: 108].
ووایه: دغه زما او زما د پيروانو لار ده چې په بشپړ بصیرت ورته بلنه کوم.
یو بل ځای قران کریم د احد تر ماتې وروسته مسلمانانو د الهي اصولو د بیان په لړ کې وايي:
{ إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا} [آل عمران: ۱۴۰].
که تاسو ته زیان رسېدلی، نو دښمن مو هم عیني زیان لیدلی دی او د خلکو ترمنځ د (بریا و ناکامۍ) دغه وختونه د الهي اصولو له مخې بدلېږي او څو مسلمانان په همدې (حقیقت) پوه شي.
د بدر په میدان کې بریا او د احد په میدان کې ناکامي، تقریبن د یوه کال په اوږدو کې دوې یو د بل مخالفې حادثې وې، قران کریم پر دواړو تبصره کړې ده، د احد په اړه دغه تبصره کې راغلي دي چې دلته له نافذو قوانینو سره هماهنګي د انسانانو د بریا اسباب چمتو کوي، همدې نکتې ته باید د همدې دوو پېښو په رڼا کې وګورئ او دغه حقیقت په مجسم شکل ستاسو مخې ته پروت دی، ولې په ډېرو کمو کسانو مو د بدر میدان وګټی او له ډېرو کسانو سره مو د احد میدان وبایلی؟ پر دې عواملو په فکر کولو تاسو پوهېږئ چې موږ ته قران کریم د څه ډول ژوند د منلو بلنه راکوي او موږ څنګه په دې حقیقت تر پوهاوي وروسته د ژوند پر سختیو بریا موندلای شو؟!
زما په نظر که دا معیار له منځه یوسو چې پر ساینسي حقایقو د قران کریم یا دین مدعا نه شو عرض کولای، یا په بل عبارت د دیني ادعاؤ لپاره که داسې یو معیار ونه لرو چې پر هغه په تول کولو د دې دروندوالی او سپکوالی را معلوم شي، نو بیا يې حقوالی و ناحقوالی څنګه جوت شي او انسانان يې د کومو دلایلو و شواهدو پر بنیاد ومني؟
دا چې مسلمانان ادعا کوي زموږ دین تر نورو حق دی، نو ایا یوازې په دې حق دی چې لمونځ کوي، که د حج یا روژې له امله حق دی؟ که په دین کې دا راغلي چې دروغ مه وایه، غلا مه کوه، زنا مه کوه، له خلکو سره همدردي کوه، دا يې د حقانیت معیار شو؟ زما په نظر دا خبرې او د عبادت یو ډول هر دین لري، نو بیا هر دینپالی ویلای شي چې زما دین هم حق دی، د دې هرې ادعا د اثبات لپاره خو باید داسې یو معیار وجود ولري، چې پر هغه په تول سره سپک او دروند سره معلوم شي، که ساینس د دې لپاره معیار ونه ټاکو، نو بل هیڅ داسې ټول منلی معیار تر اوسه وجود نه لري، چې پر هغه معیار سپک شوی دې خلک سپک ومني او دروند يې خلک دروند وبولي.
قران کریم د خپلو خبرو د اثبات لپاره له تاریخي شواهدو سره سره د کایناتو لور ته هم زموږ پاملرنه اړولې ده، د انسان خپل جسم او نفس ته يې هم ګوته نیولې ده، د اسمان او ځمکې په لوړو او ژورو کې داسې حقایقو ته يې هم زموږ توجو جلب کړې ده چې نن يې موږ د علم په مټ درک کولو ته نژدې شوي یو، قران کریم دې خبرې ته داسې اشاره کړې وه:
{ سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ (53) أَلَا إِنَّهُمْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَاءِ رَبِّهِمْ أَلَا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُحِيطٌ} [فصلت: 53، 54].
ژر به موږ دوی ته د خپل(قدرت او شتون) نښې په کایناتو او د دوی په نفسونو کې ور ښکاره کړو، څو دوی پوه شي چې قران کریم حق(له واقعیتونو سره موافق) دی او ایا دا خبره بس نه ده چې ستا رب پر هر شي حاضر و څارونکی دی؟ حقیقت دادی چې دوی د خپل رب د ملاقات په اړه شک کوي، خبره داده چې هغه د (خپلو قوانینو) په مټ پر ټولو شیانو احاطه کړې ده.
په دې ایاتونو کې قران کریم د علم لور ته د خپلو مخاطبانو توجو جلب کړې ده، الله تعالی وايي تاسو لږ انتظار شئ، موږ به د خپل شتون او قدرت نښې په کایناتو او انساني نفسونو کې درته وښيو، د قدرت داسې نه بدلېدونکي او له یوې مرجع څخه کنټرولېدونکي قوانین به کشف کړئ چې ګوته په غاښ به ورته پاته شئ، هغه مهال به پوه شئ چې د کایناتو هیڅ شی هم د تصادف له مخې نه را منځته کېږي او نه د تصادف له مخې ختمېږي، بلکې دا هر څه د محکمو اصولو په رڼا کې ترسره کېږي، له دې اصولو نه کاینات مستثنا دي او نه انسانان، نه یو فرد ځان ترې خلاصولای شي او نه درسته ټولنه، د هر چا لپاره دلته اصول دي، هر څه د هغو اصولو په رڼا کې ترسره کېږي، هیڅوک دې بې وخته د یوه شي د تلو یا راتلو تمه نه کوي، پښتانه وايي؛ په تلواره اوګره نه سړېږي، نو په تلواره د کارونو تنیجه هم نه راوزي، د هر شي لپاره چې ذهني او عیني شرایط مساعد نه شي، هغه شی نه موجودېږي او نه په عالم خلق کې د الله تبارک وتعالی تګلاره داسې ده چې په یو دم هر څه ترسره کېږي، دلته که د کایناتو پيدايښت دی هم يې تر دې وخته پر وجود دومره زمانه تېره شوې ده چې انسان يې د ورځو او کلونو په شمار ستړی کېږي او که د انسان خپل پيدايښت دی هم داسې دی چې له یوې نکتې پيلېږي، په سوکه سوکه تدریجي ډول د خپلې ودې وروستۍ څوکې ته رسېږي، همدا ډول که زموږ په شاوخوا کې وګورو د هر شي لپاره همداسې د تدریج لار تعین شوې ده، حتا د انسان خپل افکار هم تاثیرات لري، قران کریم يې یادونه کړې ده:
{وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ} [البقرة: 284].
او ستاسو په نفس کې شته افکار که ښکاره کړئ یا يې پټ وساتئ، الله يې درسره محاسبه کوي.
هدف ورڅخه د الله قوانین دی، ستا خیالات او افکار خپلې پایلې لري، که عملي يې کړې هم به خپله نتیجه په خپلو سترګو وګورې او که ستا په ذهن کې پاته شي، هم به يې پایلې حتمي ووینې. تاسو نن د قران کریم دغه وینا د علم اصول النفس له یوه ماهر څخه وپوښتنئ چې هغه د انسان د لا شعور او تحت شعور له نړۍ څومره جالبې درته کوي، بیا به پوه شئ چې زموږ افکار څنګه زموږ په کړنو او وجود اغېز کوي او څنګه يې محسوسې پایلې زموږ په وړاندې راځي؟
هغه څوک چې د علم له میدانه قران کریم د خانقا تاریکیو ته له دې ډاره ځغلوي چې هسې نه د ساینس تحقیقات يې پر شویو ادعاګانو د بطلان چليپا راکاږي، هغوی دې لومړی د قران کریم په مفاهیمو، ژبه، اصولو، بیان، دلایلو، د ادعا په حقیقت بیا يې د ثبوت لپاره په طریقه ځانونه پوه کړي، تر دې وروسته دې د علم له میدانه هغه ثابت شوي حقایق ورسره پرتله کړي چې د دې میدان اهل ذکر ور باندې د ثبات اخیري ټاپه وهلې ده، بیا دې ترمنځ د توافق یا تضاد موندلو په فکر کې شي چې قران کریم د علم په تله کې خپل ځان څنګه ثابتوي؟
د قران کریم د حقانیت لپاره ساینسي لاسته راوړنې، د بشریت علمي وده او د سیاست و اقتصاد په میدانو د انسانانو ورځ تر بلې علمي تیوریانې او ور پسې یې په علمي ډګر کې ارزونې یو په یو د قران کریم د حقانیت او صداقت چیغې وهي، دا چې څوک يې له تعصبه نه مني، هغوی ممکن د خپل ځان له وجوده هم منکر شي، بل لور ته که مسلمان يې له قران کریم څخه په ثابتولو کې پاته راغلی، دا د هغه پر ناخبري او ناتواني دلالت کوي، په دې کې د قران کریم نقص نه شته.
د ملوکیت لپاره د تابوت جوړول د قران کریم وړاندیز و، قران کریم د واک لپاره د مسلمانانو خپل منځي مشوره پيشنهاد کړه(الشوری: ۳۸) قران کریم د فرعون او دې ته ورته پاچاهانو په یادولو د دې د بدوالې بېلګې ور کړې دي، تر ډېرو تجربو وروسته انسانان هم دې پایلې ته ورسېدل چې د ملوکیت پایلې د بشر په ګټه نه دي، د ملوکیت دور يې ختم کړ. د غلامانو په نیولو لومړۍ نیوکې قران کریم وکړې، د انسانانو پيدايښت يې له یوه نفس وباله او ټول بشریت يې د احترام او درناوي وړ وباله، په ټولنه کې د شته غلامانو د ازادولو امر يې وکړ او انسانان ډېر وروسته همدې نتیجې ته ورسېدل. د روحانیت او مادیت په کشمکش کې انسانانو یا د افراط لوری نیوی یا هم تفریط ته يې پنا وړه، څوک به له مادیته په ګوښه کېدو د رهبانیت لمنې ته په لوېدو د مادیت له لزتونو بې برخې شول او څوک به دومره مادیت پرسته شول، چې په دې ټس کې به يې روحانیت بیخي هېر کړ، هر څه به يې ماده بلل، د ماده يرستانو ټول اعمال هم د خلکو په وړاندې دي، داسې کارنامه يې نه ده کړې چې څوک پرې وویاړي، قران کریم د اعتدال لار ونیوه، نه يې یو مخیز خپل پيروان مادیت ته هڅولي او نه يې روحانیت ته، بلکې دواړه خواو ته يې لازمه پاملرنه کړې ده. نه يې له مادیته انکار کړی دی، چې ژوند یوازې تر خانقا را محدود کړي او نه يې هر څه ماده بللي چې د روحانیت بیخ په وکاږي، بلکې اصول يې ور کړل چې همدې چوکاټونو ته په کتو دې له مادي نړۍ ګټه واخلي او خپله روحاني دنیا دې په ودانه کړي، داسې نه کېږي چې له مادیته په انکار روحانیت قوي کېږي او نه داسې حل راوزي چې روحانیت نفې شي یوازې مادیت دې هر څه وبلل شي. د مذهبي ازادي په اړه لومړی قران کریم خپلو پيروانو ته امر وکړ چې اسلام ته راتګ او تګ هم د خلکو په خوښه دی او هر دین هم د دینپالو کسانو په خپله خوښه پوري اړه لري، د یو چا چې هر دین زړه غواړي، خوښ يې وي، هغه دې ومني، په دې لړ کې زور زیاتی باید ونه شي(البقره: ۲۵۶)، دا یادې يې یوازې یو څو بېلګې وې چې دلته مې یادې کړې، که نه په قران کریم کې دې ته ورته مثالونه بیخي ډېر دي.
قران کریم په قاطعانه توګه ځینو ساینسې حقایقو ته اشاره کړې ده چې له دې ډګره د قران کریم په ایستلو به کله هم هغه قراني حقایق را برسېره نه شي، د قران کریم د حقانیت معیار به د خرافاتو په ګرداب کې ورک شي او د الله له انقلابي کتاب څخه به یوازې یو څو خرافاتیان د خپلو خرافاتو د زبات لپاره کار اخلي، چې هم انسانان له علمه په لرې کړي، هم يې په دنیا کې د دې په وسیله وشکوي او د اخروي ژوند له نعمتونو يې هم د خپلو خرافاتو په ذریعه محروم کړي. قران کریم د علم کتاب دی او تل به د علم په میدان کې ځلېږي، هيڅوک نه شي کولای چې د خپلو خرافاتي باورونو د لزړېدو له امله پر قران کریم نیوکې وکړې او د قران کریم اهمیت په دې سره کم کړي، قران تر بل هر چا د خرافاتو ډېره مقابله کړې ده، د عربو په خرافاتي ټولنه کې همدې قران کریم انقلاب راوستی، د علم ډېوه يې هغه وخت روښانه کړه چې پر نړۍ باندې د ظلم، جهالت او وحشت تورتم پروت و، دا ډېوه به تر هغو له همدې ځایه بله ساتله کېږي چې دا نړۍ په علماؤ او د عقل په خاوندانو ودانه وي.
۲۰۲۲/جولای/۳۰