Homeخبرونهننګرهار کې په يو نیم میلیون ډالرو د اوسپنې ويلې کولو فابريکه...

ننګرهار کې په يو نیم میلیون ډالرو د اوسپنې ويلې کولو فابريکه جوړه شوه

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) د ننګرهار شيخ مصري صنعتي پارک کې د زاهد تاشکند سټيل فابریکې دوېمې برخې هم تولید پيل کړ.

ځايي طالب چارواکو ویلي ،چې پر دغه فابریکه یو نیم میلیون امریکايي ډالره پانګونه شوې.

سرچینې زیاتوي،چې ياده فابريکه په ١٢ ساعتو کې ٣٠ ټنه اوسپنه توليدوي او ١٢٠ تنه په کې په مستقیم ډول په کار بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده،چې په هېواد کې د پانګونې وضعیت په شدت سره مخ په ځوړ روان دی او سلګونه میلیارده ډالره پانګه له هېواده ويستل شوې.

طالب چارواکي پانګوالو ته د امنيتي تدابيرو او نورو اسانتياوو ډاډ ورکوي او په هېواد کې یې د پانګونې غوښتنه کوي.

خلک او پانګوال بیا د طالبانو له کبله هېواد له نا څرګند برخلیک سره مخامخ ګڼي او د شته پانګونو په اړه هم انديښمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...