Homeخبرونهملا هبت الله ته منسوبې ګومارنې؛۹ ملایان پر مهمو مسلکي دندو وګمارل...

ملا هبت الله ته منسوبې ګومارنې؛۹ ملایان پر مهمو مسلکي دندو وګمارل شول

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) د طالبانو د واکمنۍ وياندويان وايي،چې د دوی امیرالمؤمنین په لوړ رتبه بستونو کې نوي ملایان پر دندو ګومارلي.

د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دغه ګومارنې په دې ډول اعلان کړي دي:

1ــ د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکینی معین مولوي عارف الله عارف د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د مالي او اداري معین په توګه.

2ــ د برېښنا شرکت مخکینی رئیس ملا محمد عیسی ثاني د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د معین په توګه.

3ــ د هرات ولایت مخکینی ښاروال مولوي حیات الله د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتي معین په توګه.

4ــ د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو مخکینی رئیس ملا حمدالله زاهد د ماليې وزارت د‏ اداري معین په توګه.

5ــ د کندهار حوزې دبرېښنا مخکینی رئیس ملا محمد حنیف حمزه د برېښنا شرکت د رئیس په توګه.

6ــ د کندهار ولایت د کلیو دپراختیا او بیا رغونې ریاست مخکینی رئیس سید مولوي برآت شاه اغا ندیم د اترا ادارې د رئیس په توګه.

7ــ الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د کندهار ولایت دفوائد عامې ریاست د رئیس په توګه.

8ــ د ښار جوړولو وزارت مخکینی مالي او اداري معین حافظ محمد امین د کندهار حوزې د برېښنا د رئیس په توګه.

9ـــ د کندهار ولایت د ترانسپورټ مخکینی رئیس ملا عبدالجبار اخند د دغه ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغوني ریاست د رئیس په توګه وټاکل شول.

د طالبانو د ادارې یادې ګومارنې په داسې حال کې دي،چې هېواد نه د بې کارۍ، نه خونديتوب او پر راتلونکي د نه باور له کبله د نورو افغانانو تر څنګ مسلکي کادرونه ورځ تر بلې د وتو په حال کې دي.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي،چې د واک له انحصار سره ېې نه يوازې دا چې د حکومتولۍ اساسات سره وپاشل، بلکې د لسیزو لپاره ېې افغانستان بې مسلکي کادرونو او ظرفيتونو هم کړ،چې تشه ډکول به یې ستونزمن او زيانونه به ېې اوږدمهاله وي.

طالبان د خپلو ملايانو د ګومارنې ننګه کوي او په ښکاره وايي،چې د شل کلنې جګړې ملګري یې ورته لومړیتوب لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...