جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د شاه امان الله خان د دورې اقتصادي پلانونه او لاسته راوړنې

د شاه امان الله خان د دورې اقتصادي پلانونه او لاسته راوړنې

  سرمحقق دوکتور محمد علم اسحق زی

      سریزه

که د شلمې پیړۍ تاریخي بهیر ته ځیر شو او د نړۍ په اقتصادي ټو لنیز حالت باندې یو څه رڼا واچوو، نو وبه وینو چې له ۱۹۰۵ څخه تر ۱۹۱۳ میلادي پورې د نړۍ په سترو  پانګوال نظامونو کې د ناسالمو رقابتونو په نتیجه کې د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو رامنځته کېدل، د دې لامل شول چې نړۍواله جګړه د اروپایي هېوادونو تر منځ شروع شي. په کال ۱۹۱۴ میلادي کې د نړۍوال جنګ پېل، په نړۍ کې یوه ستره فاجعه رامنځته کړه، اقتصادي او زیربنایي تاسسیات یې له منځه یوړل،  بیکاري، فقر او رکود د نړۍ د زیاترو هېوادونو اقتصادي ټولنیز پوتنسیال دړې وړې کړ.

دې حساسې مرحلې پرافغانستان باندې ناوړه ااغېزه وکړه، اقتصاد یې د رکود سره مخامخ شو. بېکاري، ټولنیزه بې عدالتي، زجر او فقر، اقتصادي رکود،  او سیاسی بحران د هېواد په هره څنډه کې پراخ شتون پیدا کړ او د خلکو فاصله له دولت څخه ورځ تر بلی زیاتیده او د خلکو احساسات د ښکېلاکګر  انګریزي نظام پر ضد ورځ تر بلې  پیاوړي کېدل.په دې حساسه او تاریخي مرحله کې د شاه امان الله خان تر قیادت لاندې نوی حکومت د۱۲۹۷ ش کال د حوت په نهمه رامنځته شو. شاه امان الله خان د خپل کار لومړۍ برخه د افغانستان د خپلواکۍ او د اسارت له یوغ څخه د خلاصون په غرض دانګریزانو پر ضد جهاد ته وقف کوي. چې وروسته له سختو قربانیو او سرښندونو څخه د افغانستان خپلواکي او ازادي د انګریزې ښکېلاکګرو څخه په میړانه تر لاسه شوه. هماغه و چې په کال۱۹۱۹ د اګست د میاشتی په اتمه نېټه د راولپنډۍ تړون لاسلیک شو او  انګریزانو د افغانستان خپلواکي رسماً ومنله، دغه تړوڼ د غازي امان لخوا ۱۹۱۹م کال د اګست په اتلسمه نېټه چې د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمری له ۲۸ نېټې  سره سمون خوري تصدیق او توشیح شو، ځکه هر کال د زمری په ۲۸مه دغه ملي جشن نیول کېږي.

کله چې شاه امان الله غازي خپلواکي ترلاسه کړه.څرنګه چې نوموړی شخص یو دیموکرات، ملي ګټو او ارزښتونو ته متعهد او وفاداره شخصیت و، په لومړي سر کې د هېواد د ټولنیز – اقتصادي تحولاتو او تغیراتو په فکر کې شو او ده هیله او ارمان درلود، ترڅو هېواد یې په سیمه او د نړۍ په کچه د عصر مطابق د یو غښتلي، متمدن اقتصادي او ټولنیز فرهنګ لرونکې هېواد شي. د همدغه هدف د ترلاسه کولو په خاطر یې یوه ملي اجماع رامنځته کړه او تصمیم یې ونیو تر څو زاړه تر استعمار لاندې قوانین، لایحې او مقررات چې د ملي ګټو او د عام ولس لپاره د منلو وړ نه وو، بدل او د هغه پر ځای یې داسې قوانین او مقررات رامنځته کړي ، تر څو د هېواد د بیارغاونې او پرمختګ اساسي لامل وګرځي.

امان الله خان د یو نوی او قانونمند افغانستان د جوړولو لپاره په کال ۱۳۰۱ ش کې د۸۷۲ تنو ملي، اسلامي او منورو قومي مشرانو لویه جرګه په جلال اباد کې راوبلله ،چې په دې لویه جرګه کې د کوزې پښتونخوا يو شمیر قومي مشرانو هم ګډون درلود، پدغه  لویه جرګه کې  دافغانستان لومړنی اساسي قانون (نظام نامه اساسي علیه افغانستان) تصویب شو. دغه قانون وروسته له دوو کلونو څخه د ۱۳۰۳ لمریز کال کې د پغمان په لویه جرګه کې د ملت استازو ته چې شمیر يې ۱۰۵۰تنو ته رسیده وړاندې شو، چې د جرګې د غړو له خوا تایېد شو. د هېواد دغه لومړی اساسي قانون، د ۹ فصلونو او۷۲ مادو په درلودلو سره تصویب شو. په نظامنامه علیه افغانستان کې د اقتصادي او مالي برخو په اړوند مشخصې ستراتیژۍ او کړنلارې تصویب شوې، چې په دې اړوند غواړم د شاه امان الله خان  په اقتصادي اصلاحاتو او برنامو باندې په لنډه توګه څېړنه وکړم.

د موضوع مبرمیت او اهداف:

دڅیړنې هدف دادی چې د شاه امان الله خان د حکومت اقتصادي برنامې او لاسته راوړنې روښانه کړو او د موضوع مبرمیت په دې کې دی چې د غازي امان الله خان اقتصادي طرزالتفکر، په چارو کې روڼتیا او شفافیت، ملي او اسلامي احساس یې، تر څېړنې او بحث لاندې ونیسو، او د ده اقتصادي او د مالي اصلاحاتو پرمختګ او هغه ستونزې په وړاندې يې موجودې وې، تحلیل او تشریح کړو او هغه اقتصادي ټولنیز میتودونه چې د ټولني د پر مختګ په غرض ترې استفاده کېږي  ورڅخه ګټه واخلو.

د ۱۳۰۱ ش کال د لومړي اساسي قانون په تصویبولو سره د امان الله خان د اقتصادي برنامو لپاره قانوني زمینه برابره شوه، لکه چې د دې اساسي قانون په  ۱۸ ماده کې داسې راغلي دي. (مالیات او محصولات د نظامنامې د مقررې مطابق د افغانستان اتباعو ته د هغوي د ثروت او دارایې په نسبت اخیستل کېږي). ددې نظامنامې په ۱۹ ماده کې خصوصې ملکیت په رسمیت و پیژندل شو، لکه چې وایې (په افغانستان کې که د هر شخص په اختیار کې مال او ملک موجود وي په امن کې دی. که چېرې یو ملکیت د عامه ګټو لپاره د دولت په کار شي ، د خاصې نظامنامې پر اساس د هغه نرخ لومړی معلوم،  او بیا دولت ته مصادره کېږي.) د نظامنامې په ۵۸ ماده کې داسې راغلي دي (د دولت ټول محصولات د ځانګړي قانون سره سم اخیستل کېږي). همداشان ۵۹ ماده کې داسې راغلي دي چې:(هرکال د دولت د وارداتو او لګښتونو لپاره یوه خاصه بودجه تنظیمیږي او دغه بودجه د دولت د وارداتو لپاره اساس جوړوي او ټول واردات او لګښتونه د هغې له مخې اخېستل او مصرفیږي) او هم د قانون په ۶۰ ماده کې داسې راغلي چې(دکلنۍ بودجې له تطبیق او اجرا وروسته د محاسبې یوه قطعیه برابریږي او دا د محاسبې قطعیه د همدغه کال د وارداتواو لګښتونوحقیقي اندازه راښي).(۱)

شاه امان الله خان  په دې پوهیده تر څو اصلاحات له درباره شروع نشې په نورو باندې د تطبیق پروسه د خلکو د غوښتونو سره موافق به نه وي. امان الله خان په دې پوهیده چې که اوبه د بره خړې وي د فرعي او ښکتنۍ برخو پاکول چندان اهمیت نه لري. نو ځکه يې په لومړي سر کې اصلاحات له درباره پيل کړل ترڅو په نورو برخو کې اصلاحات هم عملي کړي.. په لومړی سر کې یې دربار لوړ لګښتونه لږ کړل او تجملي ژوند يې په ارګ نشینانو بند کړ. د ملي صنایعو د ودې اوپرمختګ په خاطر يې دا کار وکړ ترڅو افغانان د ملي تولیداتو څخه ګټه واخلي او د تجملي او اروپايي توکو د استعمال څخه په جدی توګه مخنیوي وشي.

شاه امان الله خان هغه مستمرې، قومي او درباري امتیازات چې د قوم سردارانو ته له پخوا څخه ورکول کېدل او یا هم  هغو ارګ نشینانو او سردارانو ته چې په ارګ کې ورته پاخه غذا ترتیبیده او د هغو کورونوته هم استول کېده ، بندیز يې پری ولګاوه او یو شمیر روحاني کورنیو او پیرخانو  چې په زیاته اندازه معاشات يې د ارګ څخه تر لاسه کول ، پر هغوی يې هم بندیز ولګاوه، او دا يې وویل څوک چې کار نه کوی هغوی له دې وروسته پولي او مالي امتیازات نه شي تر لاسه کولای، موږ طفیلي ژوند ته نور د پای ټکې ایږدو. د یادولو خبره دا ه چې د امیر حبیب الله خان په دوره کې د کابل مجدیدیانو، پیرانو او د محمدزیو قومي مشرانو ته مالي او پولي امکا نات په پراخه اندازه ورکول کېدل. دغی پروسې ته يې هم د پای ټکې کېښود، او یا يې هم په کې کموالی راوست.

په   ۱۹۲۰ میلادي کې يې د مالیاتو قانون یا د مالیاتو نظامنامې لپاره يې مربوط  طرزالعمل طرح او مالیات یې د مرکزي حکومت له خوا نظارت کېدل. په دې موده کې د جنس مالیات له منځه یوړل شول او پر ځای يې نقدي مالي ورکړه جبري کړه. ځکه چې په همدې کال په هېواد کې کاغذي پیسې چاپ او په معاملاتو کې جارې شوې.

امان الله خان د ملت د بزګرانو، کسبه کارانو، پر وړاندي ، پخوانی دروند بار سپک کړ، او هغه اجباري مالیات چې د کلي د ملکانو او قومي مشرانو له خوا اخېستل کېدل لغوه او غیر قانوني ټکس اخیستنه يې د  کسبه کارانو او صنعتکارانو څخه منع کړ.

د دې لپاره چې مالي مسایل په ښه شان سره ترسره شي، په کابل کې د مالیاتو د چارو د تنظیم په خاطر د اصول دفتر په نامه ښوونځی پرانستل شو، چې وروسته دښوونځي فارغین،  دمالي چارو د تنظیم په غرض د هېواد په سطحه استخدامیدل، ترڅو زوړ سیستم ته د پای ټکې ورکړي، او پر ځای نوی عصري مالي نظام سمبال کړي. په  ۱۹۲۳ میلادي کې د مالیاتو په اړوند یو شمیر قوانین وضع او هم د صنایعو د تشویق  قانون په چوکاټ کې ، موثر اقدامات ترسره کړل. په نتیجه کې  سوداګري پراخه شوه، او هم ورسره د هېواد دننه د ګمرکونو په شمیر کې کموالی راغی، چې ورسره د پانګوونې انکشاف او پرمختګ ګړندې شو  او ورسره یوځای د پانګې اچوونې او سوداګرۍ د پراختیا او مسؤنیت په خاطر تجارتي شرعي محکمې هم ایجادې شوې او په نتیجه کې یو شمیر شرکتونه، لکه د تنویرات، موټر، درمل، رفقای افغان، اتحادیه افغان، رامنځته شول او هم یې د شوروي اتحاد، جرمني، انګلستان او له پولند هېوادونو سره یو شمیر تجارتي قراردادونه لاسلیک کړل. په یو شمیر نورو  بهرنیو هېوادونو کې يې  تجارتي اتشی پرانستي، تر څو د بهرنیو هېوادونو تر منځ تجارتي اسانتیاوې رامنځته شي.په دې وخت کې دولت تصمیم ونیوه تر څو  د بهرنیو هېوادونو پانګونه هېواد ته راجلب کړي.

شاه امان الله خان دکابل ښار د پخوانۍ بڼې د بدلون او ښکلا لپاره د دارالامان په سیمه کې د الماني انجینرانو په مرسته د نوي ښار ډبره کېښودله او د دارالامان د ماڼۍ شاوخوا سیمې يې نقشه کشي او سروې کړې او په لسو کارتو(برخو) يې وویشلې او یاد ساحه کې يې پاخه او اساسي کورونه په نړیوال ستندرد سره دیزاین او دکار چاری يې پیل شوې، چې په دې نوي ښار کې به د ژوندانه ټولې اسانتیاوې، لکه د اوبو رسولو شبکې، مکتبونه، د ماشومانو لپاره د لوبو ځایونه، سپورتي، صحی مرکزونه او ترا نسپورتي خدمات په پام کې نیول شوی وو.

     مالي برخه اولاسته راوړنې:

    په  ۱۹۲۰ میلادي کې د لومړي ځل لپاره کاغذي پیسې چاپ او په هېواد کې يې جنسي مالیات او تادیات له منځه یوړل، او د جنس پرځای یې نقدي مالیه رامنځته کړ. د مالیاتو نظامنامه يې تصویب کړه او د لومړي ځل لپاره يې ملي بودجه د مصارفاتو د تمویل په غرض تصویب کړه. د مالیاتو د اجرا په خاطر يې نوي لایحې او مقررات طرح، او د نوي مالي نظام د پلي کولو په غرض يې مسلکي افراد وروزل. تر څو د هېواد په سطحه د مالیه ورکونکو څخه مالیه راټوله او د هېواد مالي بنسټ تقویه کړي. څرنګه چې د مخه د عایداتو اندازه او رقم ۸۰ میلیونو روپیو ته رسیده، مګر د اصلاحاتو د پلي کېدو په نتیجه کې دارقم ۱۸۰ میلیونو روپیو ته زیاتوالي پیدا کړ او دغه عایدات يې د لاندې سرچېنو څخه تر لاسه کړل، د ځمکو د مالیاتو څخه۸۰ میلیونه روپۍ، د څارویو د مالیاتو څخه ۲۵ میلیونه او ګمرکي مالیاتو څخه ۴۰ میلیونه روپۍ، د صکوکو د حصول څخه ۱۰ میلیونه او متفرقه عوایدو څخه ۲۵ میلیونه روپۍ ترلاسه شوې وې، چې په مجموعي توګه د ۱۰۰ میلیونو په اندازه په کې زیاتوالې راغی. دغه عایدات د بودجوی ماهیت پر اساس لاندې برخو ته اختصاص پیدا کړ، چې عبارت دي له:

۱- حربی وزارت ته ۴۰ میلیونه روپۍ.

۲- معارف ته  ۱۵ میلیونه روپۍ.

۳- بهرنیو چارو وزارت ته۷ میلیونه.

۴- ماليې وزارت ته۳ میلیونه.

۵- دتعمیراتو لګښت۱۰ میلیونه.

۶- دربار وزارت ته۲۰ میلیونه.

۷- کورنیو چارو وزارت ته ۱۲ میلیونه.

۸- عدلیې وزارت ته ۲ میلیونه.

۹- نورو مصارفونو او سپما ۷۰ میلیونه روپۍ يې په بر کې نیولې، چې په مجموعي توګه ۱۸۰ میلیونه روپۍ کېږي.(۲).

د صنعت، انرژۍ او تجارت برخه

په  ۱۹۲۲ میلادي کې د صنایعو د تشویق قانون جوړ شو چې له مخې يې ګټور اقدامات ترسره شول.

کله چې شاه امان الله خان د بهرنیو هېوادونو د سفر څخه بیرته هېواد ته تشریف راوړ او په مختلفو هېوادونو کې اقتصادي، ټولنیزې پرمختیاوې ولیدې او په خاصه توګه د اسلامي هېوادونولکه د ترکیې او ایران هېوادونو د چټک پرمختګ او د خلکو د ښه ژوند شرایط او بیارغونې حالت مطالعه کړ، ددغو هېوادونو د لاسته راوړنو او اقتصادي ټولنیزو پرمختګونو څخه متاثره شوي و، تصمیم يې ونیو ترڅو په هېواد کې د الوتکو د ترمیم یوه فابریکه جوړه کړي او هم يې د فرانسې او جرمني هېواد سره قرارداد لاسلیک کړ، چې له مخې به يې د جنوب څخه شمال ته د اوسپنې پټلۍ وغځول شي، د ولایاتو او کابل ترمنځ د ټیلیفون مزي وغځول شول. په ننګرهار، پغمان او کابل کې د بریښنا شبکو د جوړولو کار پیل شو، چې ورسره د ګوګردو، څرمنو، باروتو او سمنټ جوړولو فابریکو ته يې د بریښنا انرژي ورسوله. د موټرو د ترمیم، پرزه جوړولو، صابون، عطریاتو،تار جوړولو، رخت اوبدلو،ترکاڼي او دیخ فابریکې جوړې شوې، د پومبې څخه د غوړو ایستلو ماشینونه په هرات،کندهار او مزار کې جوړ او ودرول شول. قند جوړونه، نساجي د نخ او جیم ټوکرانو جوړولو فابریکې، د میوو دساتنې خونې او یو شمیر نورې کارخانې جوړې او یا د جوړولو په حال کې وې، همدارنګه د اوسپنې د ویلې کېدو د بدخشان لاجورد، د ډبر سکرو، سربو، مرمرو او شوکاڼو د استخراج او پروسس لپاره مشخصې برنامې په پام کې ونیول شوې او هم په کابل کې د ملي صنایعو نندارتون جوړ شو. همدارنګه د تجارت د پرمختګ په موخه د کابل، مزار، شوروي، ایران او ترکیې ترمنځ د هوايې او ترانزیتي لار پرانستل شوې، وروسته له دغو ترانزیتي لارو د نورو اروپايي هېوادونولکه،پولند، جرمني او انګلستان سره  د تجارتي اقلامو صادراتو او وارداتو صورت وموند، او د یادو هېوادونو سره يې تجارتي قراردادونه لاسلیک کړل . په هېواد کې د داخلي محصولاتو ونډه په تدریج سره زیاتیده او ملي سوداګرو ته د هېواد دننه او بهر کې اسانتیاوې رامنځته شوې.  د شاه امان الله خان په دوره کې  د هېواد تجارت بیلانس په مثبت لور روان و.(۳).

د کرنې،مالداری او اوبو لګولو برخه

د شاه امان الله خان په دوره کې د کرنې د پرمختګ لپاره ځینې قوانین تر بحث لاندې ونیول شول، ترڅو د دهقانانو او کسبګرو په حالت کې مثبت بدلون رامنځته شي. په لومړي سر کې د دهقانانو څخه د مامورینو د معاش اجرا کول، د غلې په ذریعه له منځه یووړ، دملکانو او پیرانو قلنګونه چې د دهقانانو څخه په زوره اخیستل کېدل، دی پروسې ته يې د پای ټکې ورکړ. د ځمکو دخړوبولو او دکرنې د انکشاف لپاره يې  د غزني د سراج اوغازي د اوبو بندونو جوړول او هم د نهر رازق د اوبو بند جوړولو د ځمکو د خړوبولو په غرض، ترکار لاندې ونیول شول.

د کونړ ولایت د اسمار، پکتیا او نورستان د ځنګلونو د چارو تنظیم په خاطر ځانګړي تدابیر ونیول شول. همدارنګه د حیواناتو د روزنې او په خاصه توګه د آسونو د نسلونو زیاتوالي، د قره قل د نسل عمومیت میندل او زیاتوالی، د وریښمنو د صنعت او ترویج لپاره لازم اقدامات ترسره شول.ترڅو د هېواد په ملي ناخالصو محصولاتو کې زیاتوالی راشي.(۴).

          پایله

  • شاه امان الله خان د تاریخ په یو داسې حساسه مرحله کې د هېواد پاچا شو، چې د افغانستان بهرنی سیاست  د برتانوی استعمارګرو تر مستقیمې ادارې لاندې و، په هېواد کې ملوک الطایفی، اقتصادي او ټولنیز بحرانونه مسلط و او د بېکاري او فقر لمن ډیره پراخه  وه.
  • د شاه امان الله خان د حکومت په دوره کې ډیره زیاته پاملرنه، مالي او بودجوي مسایلو ته وشوه او د پام وړ خدمات تر سره شول،جنسي یا طبیعي اقتصادي بڼه  په مالي او پولي مناسباتو باندې اتکا پیدا کړه. ځکه چې بې له مالي امکاناتو څخه دپرمختايې پروژو تحقق او عملي کېدل ناشونی وو.
  • د سیمې او نورو بهرنیو هېوادونو سره دیپلوماتیکي اړیکې پیاوړي شوې او هم د نړۍ د هېوادونو سره تجارتي او اقتصادي اړیکې د وخت د ایجاباتو سره سم تحقق پیدا کړ.
  • د هېواد په ټولو اقتصادي او ټولنیز برخو کې يې پرمختیايې برنامې طرحه رامنځته ، او د امکان په صورت کې يې زیاتو سکتورونو ته وده او عملي بنه ورکړه.
  • د شاه امان الله خان په دوره کې،کرنې ، صنعت، مالدارۍ او د انرژۍ سکتور ته خاصه پاملرنه وشوه،چې په نتیجه کې د ملي محصولاتو کچه زیاته اوهم دده په دوره کې د افغانستان د تجارت بیلانس مثبت ګراف غوره کړ.
  • په اقتصادي بهیر کې يې منظمې اقتصادي برنامې چې افغانستان شموله بڼه ولري، په اختیار کې نه درلودې،ځکه چې  هیڅ اقتصادي او ټولنیز  برنامې بې له کافي بودجې او مالي امکاناتو څخه پرته نه شي پلي کېدای.

                  وړاندیزونه          

۱-  څرنګه چې په لومړي ځل په کال ۱۹۲۰ میلادي کې د شاه امان الله خان په دوره کې کاغذي پیسې چاپ شوې، وړاندیز کوم تر څو د افغانیو د لوړ ارزښت په نوټونو کې دده انځور مصور شي.

  ۲- د شاه امان الله خان د اقتصادي او ټولنیزو برنامو څخه په ګټه اخیستنې باید د نوي عصر مطابق کړنې په ټولو اړوندو سکتورونو کې ترې ګټه واخیستل شي.

۳- د شاه امان الله خان د تګلارې په پیروۍ، زورواکي  او مفت خواره چې د  بن د توافقاتو څخه تر دی دمه د دولت څخه په مختلفو بڼو باج او مالي امکانات تر لاسه کوي، باید دغه ټول امتیازات ورباندې بند شی.ترڅو پرازیتیزم او د مفت خورۍ فرهنګ ته د پای ټکي کېښودل شي.

۴- څرنګه چې په  ۱۹۱۹ میلادي کې مو د شاه امان الله خان تر قیادت لاندې سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه، مګر که چېرې یو هېواد اقتصادي ازادي ونه لري، سیاسي ازادي نه شي ترلاسه کولای، لازمي ده ترڅو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد د ټولو اقتصادي سکتورونو د ودې او انکشاف لپاره جامع برنامې طرحه او تطبیق کړي، ترڅو هېواد مو د اقتصادي اسارت او د پردیو  د احتیاج څخه  وژغورل شي.

     ومن الله التوفیق.

ماخذ

۱- رسولی ،سیما .(استرداد استقلال واصلاحات در افغانستان ۱۹۱۹-۱۹۲۹م). ،۱۹۷ ا،۲۰۲. مخونه.

۲- غبار، میر غلام محمد،(افغانستان در مسیر تاریخ پښتو ژباړه)  ۹۵۱.مخ.

۳- Гуриевеч н.м. (афганестан,в двадцати, веки.с,125.

۴- دریځ، امین الله(افغانستان درقرن بیستم)..۱۱۸.مخ.

۵- امان اللهhttps:/fa.wikpdia.org /wiki

ښه حکومتولي او پایښت لرونکی پرمختګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب