سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپروان کې ۲سوه بېوزله کورنيو ته هګۍ اچوونکي چرګان ووېشل شول

پروان کې ۲سوه بېوزله کورنيو ته هګۍ اچوونکي چرګان ووېشل شول

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) د پروان د جبل السراج ولسوالۍ د کرنيزو خدمتونو مديريت مسوولينو پر دوه سوه بېوزلو کورنيو د شپږ زره هګۍ اچوونکو چرګانو د وېشلو خبر ورکړی.

د جبل السراج ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مدير مجيب الرحمن اميري باختر آژانس ته ویلي، چې د (اف. اې. او) موسسې د کرنې وزارت د خوړو خونديتوب په همکارۍ پر دوه سوه بېوزلو کورنيو هګۍ اچوونکي چرګان ووېشل.

نوموړي وويل چې پر هرې کورنۍ دېرش هګۍ اچوونکي چرګان، ۳۰۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه او د چرګانو د روزنې وسايل ووېشل شول.

هغه زياته کړه د کرنې وزارت د خوړو خونديتوب پروژه په جبل السراج ولسوالۍ کې ٦ زره کورنۍ د چرګانو د روزنې، بڼوالۍ، کرنې او مالدارۍ په برخو کې تر پوښښ لاندې نيسي.

د طالبانو له بیرته واکمنيدو سره په افغانستان کې تر ۲۵میليونه وګړي له سخت فقر او اقتصادي ناورين سره مخ دي.

افغانان په داسې وخت کې دغه ناورين تجربه کوي،چې نړۍ د طالبانو حاکمه اداره په رسميت نه پيژني او له دې کبله یې افغانستان سره مرستې هم خورا کمرنګه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب