پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه زایل کې په ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۳۰ تنه سخت ژوبل...

په زایل کې په ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۳۰ تنه سخت ژوبل شوي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۶ مه) په زابل ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۳۰ تنه ژوبل شوي چې د ځینو حال نازک دی.

د زابل د عامې روغتیا ريیس وايي، یو بس چې وراوال پکې سپاره وو او له شاجوۍ ولسوالۍ څخه کاکړانو ته روان و، له یوه ټریلر سره ټکر شو.

ډاکتر عبدالحکیم حکیمي وايي چې دا پېښه نن شاوخوا ۱۲ بجې هغه مهال وشوه چې له شاجوۍ څخه یو مازدا موټر  د زابل د کاکړانو چینې په سیمه کې له ټریلر سره ټکر شو.

د ډاکتر حکیمي په وینا د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی.

په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

ټییان روغتون ته رسول شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

په افغانستان کې په عمومي ډول او په زابل کې بیا په ځانګړي ډول ترافیکي پېښې زیاتې کېږي.

د ترافیکي مقرراتو نه رعایت، د لارو خرابوالی او په ډیرو مواردو کې د موټر چلولو په مهال د موټر چلوونکو له لوري د مخدرو موادو استعمال د ترافیکي پېښو عوامل بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...