دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهط-لب پلاوي تخار کې د ځمکو په سر د قومي شخړو د...

ط-لب پلاوي تخار کې د ځمکو په سر د قومي شخړو د حل لپاره خپله طرحه او اقدامات اعلان کړل

تاند:(دوشنبه ،د عقرب نهمه)‏‌ ‏د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو مرستيال شيخ محمد قاسم خالد چې د طالبانو د رياست الوزراء په لارښوونه یې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه د ټاکل شوي با صلاحيته پلاوي مشري کوله؛ نن د حکومت رسنيو په مرکز کې د رسنيو له استازو سره معلومات شریک کړل.

 شيخ خالد وویل، چې خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په مهاجر قچلاق سيمه کې یې د پښتنو، تاجکو او ازبکو هېوادوالو تر منځ د شخړې د هوارولو لپاره اساسي حل لاره برابره کړې، چې د مهاجر قچلاق کلي اصلي مالکانو ته به خپل کورونه سپارل کېږي او اوسنيو اوسېدونکو ته د طالبانو د مشرتابه له خوا د ولسوالۍ بازار په ۲ کيلومترۍ کې هواره ځمکه د يوې ځانګړې نقشې او طرزالعمل له مخې ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د دې ترڅنګ د مهاجرينو وزارت په همکارۍ به د کورونو په جوړولو کې ورسره لازمه همکاري هم کېږي.

شيخ خالد دغه راز زياته کړه، چې په کورونو کې مېشتو کورنيو ته چې شاوخوا ۱۲۰ کورنۍ وې، د خلکو له غوښتنې سره سم ورته د ۳۰۰ کورونو، جوماتونو، عيدګاه، مکتبونو، کلينيک او مدرسو تر څنګ د يو شمېر دوکانونو نقشه د ښار جوړونې رياست له خوا ډيزاین شوې او د منظم پلان او طرزالعمل له مخې به توزيع شي.

د نوموړي په وینا، د کرنیزو ځمکو پر سر د يادو قومونو تر منځ قضيې د حل لپاره د طالبانو د مشرتابه له لوري ځانګړې محکمه جوړه شوې، چې د ټولو اړخونو اسنادو تر څېړنو وروسته به وورستۍ پرېکړه کېږي.

د طالبانو ځينو منتقدانو هم په دې برخه کې د دوی اقدام ستایلی، خو د قومي دلایلو له مخې مخالفانو یې طالبان په تخار کې په قومي تصفيې او غیر پښتنو سره په تبعيضي چلند تورن کړي دي.

2 COMMENTS

  1. دغه تاجک اوزبك مهاجر ډير سپين سترګي دي د پخوانویو شعله یانو او ستمیانو پلانونه مخ ته وړي ! دا خبره نن نده دا خپل تاریخ لري او منبع یې چپ ستمیان لکه طاهر بدخشي او او دي . د رباني او دکرزي د دولت په اولو کې یې د تالوقانو په شوراب کې او په ورسک کې یې له ډېرو لوګریانو او منګلو څخه مځکې واخیستې که څه هم هغوی شرعي قبالې لرلي او هلته پښتون وزنه او پښتون رټنه شروع شوه چې تر او سه دوام لري . ستمیان قلابیان د افغانستان نوم نه غواي او نه پښتانه مني او قبلوي یې !

  2. مهاجرین او ناقلین چې له تاجکستان او ازبکستان څخه د شوروي انقلاب نه وروسته افغانستان ته راغلي دی ، مجبور او مکلف دي چې د افغانستان قوانین ومني .
    دوی د 1357 کال له تحولاتو او کورنیو جګړو او خارجي یرغلونه ډېره سوءی استفاده وکړه او هغوی په مرسته یې د افغانستان اصلي اوسېدونکي خصوصا پښتانه ډېر ووژل، ویې ځورول او پاکستان ته یې د مهاجرت سختیو ته اړکړل. د هغوي مځکې یې غصب کړي چې اوس تاجیکي او ازبک مهاجر زمونږ افغانان او پښتانه خپلو مځکو او کورنیو ته نه پرېږدي . دولت ته لازمه ده چې د تېرو څلوېښتو کلونو د حاصلاتو قېمت او دهغو تاوانونو خساره هم ترې واخلي چې بل ځل داسې ظلم ونکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب