جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهروسي پانګوالو د افغانستان پر انرژۍ د پانګونې لېوالتيا ښودلې

روسي پانګوالو د افغانستان پر انرژۍ د پانګونې لېوالتيا ښودلې

تاند:(دوشنبه ،د عقرب نهمه)‏‌ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو ویلي، چې د روسیې يوې ډلې پانګوالو په کابل کې د دغه وزارت وزير مولوي عبدالطيف منصور سره د لیدنې پر مهال د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې له پانګونې سره لېوالتيا ښودلې ده.

د سرچينې د معلوماتو په اساس، دغو روسي پانګوالو له ډبرو سکرو څخه، چې افغانستان یې په پراخه کچه کانونه لري د برېښنا د تولید لېوالتيا ښودلې ده.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، د بريښنا وزارت لپاره د دوی وزیر روسي پانګوالو ته په دې برخه کې د اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړی.

طالب چارواکو مخکې هم د انرژۍ برخه کې د روسي پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړی و.

د طالبانو چارواکو ډېر بهر مېشته افغان پانګوال او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي او د امنيت تامينولو ډاډ یې ورکړی، خو د څه باندې یو کال بیا ځلي واکمنۍ سره ېې لا د دوی په قانع کولو نه دي توانيدلي.

د طالبانو سخت دريځي، د واکمنۍ نه په رسميت پېژندل او نورې ستونزې د دوی د ډېرو اهدافو او هڅو د تطبيق پر وړاندې لوی خنډونه ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. باید د اوبو بندونو کی سرمایه ګذاری وکړی لکه باغدری بند، شال او ساګی بند په کنړ کی او همدارنګه مامی بند په تخار کی او همدارنګه کامه او ګمبیری بند په ننګرهار نو کچیری چاپیریال ساتنی موضوع ته راشو نو ډبرو سکرو په وسیله صدمه وینو باید نړیوال د اوبو په برخه کی د بندونو په جوړولو کی برخه واخلی لکه ترکی ۷۷ شرکت چی کجکی یی سرمایه ګذاری وکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب