پوهندوی آصف بهاند
ډنمارکۍ ژورنالسته
پوک دامسگارد اندرسن
(Puk Damsgård Andersen)
د ۲۰۲۱ کال د اگست میاشتې په اوږدو کې چې په افغانستان کې کوم سیاسي ــ نظامي بدلونونه رامنځته کېدل، په هماغه وخت کې د ډنمارک د شاهي هېواد د ډي ــ ار نیوز (DR news) تلویزیون تکړه ژورنالسته پوک دامسگارد اندرسن (Puk Damsgård Andersen) هم له خپل ټیم سره په افغانستان کې وه او هلته یې څو ولایتونو ته سفرونه هم کړي دي. دلته به د دې ژورنالستې د سفرونو لنډ رپوټ او په کندهار ولایت کې د معارف د ترویج او نوي نسل د روزلو د یوې مهمې ټولنې (قلملار ټولنه) له مسؤل ښاغلي مطیع الله ویسا سره لیدنه او د دې ټولنې په باب د یوه مستند فلم خبره وڅېـړم، خو لومړی د مشهورې ډنمارکۍ ژونالستې پوک دامسگارد اندرسن (Puk Damsgård Andersen) پېـژندنه:
د ډنمارک د تلویزیون «DR news» ژورنالسته Puk damasgard لنډه بیوگرافي:
پوک دامسگارد اندرسن (Puk Damsgård Andersen) یوه ډنمارکي ژورنالسته او لیکواله ده. دا ډنمارکۍ ژورنالسته او لیکواله د ۱۹۷۸ ام کال د سپتمبر میاشتې پر اتلسمه (۱۸) نېټه زېـږېدلې ده. لومړي يې د ۱۹۹۹ ــ ۲۰۰۱ کلونو په واټن کې درې کاله د تمثیل په برخه کې زدکړې وکړې، بیا یې په ۲۰۰۷ ام کال کې د ډنمارک په فون جزیره کې د «Syddansk Universitet i Odense» څخه د ژونالیزم په څانگه کې لیسانس سند ترلاسه کړ. په یوه ازاد پوهنتون کې یې د عربي ژبې او د منځني ختیځ د مطالعاتو په برخه کې زدکړې وکړې.
یو ځل یې د یو ماموریت په ترڅ کې څه موده نړیوال سفرونه پیل کړل او د افریقا له کپیټون څخه یې استرالیا ته رپوټونه ورکول.
تر فراغت وروسته د یولند پوستین (Jyllands-Posten) په نامه د ډنمارک یوه سهارنۍ ورځپاڼه کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار پیل کړ، خو وروسته ترڅو میاشتو مستعفي شوه.
هغه له ۲۰۰۸ ام کال نه راپه دېخوا په منځني ختیځ کې ژوند کوي، لومړی په بېروت او له ۲۰۱۳ام کال راپه دېخوا د مصر په قاهره کې ژوند کوي. د څو نړیوالو ورځپاڼو له پاره کار کوي او د یوې ازادې خبریالې په توگه د:
ــ «ډی ار» یا ډنمارک رادیو (DR)،
ــ یولند پوستین سهارنۍ ورځپاڼه (Jyllands-Posten og)،
ــ او د Kristeligt Dagblad ورځپانې له پاره کار کوي.
هغې په ۲۰۱۵ ام کال کې له سوریې نه د خپلو رپوټونو او د:
«دانیاله ایا ته سپوږۍ وینې؟» (Ser du månen, Daniel)
په نامه خپل یوه کتاب په پار د «Cavlingpris» په نامه یوه جایزه وگټله.
درانه لوستونکي کولای شي چې د پوک دامس گارد اندرسن (Puk Damsgård Andersen) په باب له دې لینک څخه لا زیات معلومات ترلاسه کړي.
دا ډنمارکي ژورنالیسته په عربي ژبه ښه پوهېـږي، له اسلامي قوانینو سره ځکه بلده ده چې په اسلامي هېوادونو کې د کار ښه اوږده مخینه لري. ښایی د همدغو امکاناتو له مخې یې افغانستان ته په داسې کړکېچنو حالاتو کې سفر ته زړه ښه کړی وي.
ډنمارکۍ ژورناسته (Puk damasgard) په ۲۰۰۴ ام کال کې هم افغانستان ته سفر کړی و، خو په هغو ورځو کې هم په کابل کې وه چې طالبانو د دویم ځل لپاره په افغانستان او کابل باندې د خپل واک د ټینگولو په هڅه کې و.
اغلې Puk damasgard له کابل څخه د ۲۰۲۱ ام کال د اگست په ۱۳ مه او د اگست په ۱۵ مه د دوو جلا رپوټونو په ترڅ کې د افغانستان له کابل او مزار ښارونو نه د هغه وخت د حالاتو رپوټونه ورکړي دي دي:
دا ډنمارکۍ ژورنالسته د افغانستان ځینو ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي لکه کابل، کندهار او مزارشریف. ما (آصف بهاند) یې د کابل او مزارشریف د سفرونو لنډ رپوټونه لیدلي او لوستلي دي او د کندهار د ښار د سفر په باب مې اورېدلي دي. دا یې افغانستان ته د سفرونو لنډ رپوټ دی:
«د ۲۰۲۱ ام کال د اگست دیارلسمه:
نن په افغانستان کې طالبانو په څو لویو ښارونو کې د پاملرنې وړ پرمختگونه کړي دي، دې جنگیالیو یوازې په یوه اونۍ کې د څو لویو ښارونو مرکزونه نیولي دي.
د طالبان په راتگ سره په زرگونه افغانان بېځایه او اواره شوي دي، خو پلازمینه تراوسه هم د دولت ترکنترول لاندې ده. له شمالي ولایتونو څخه ډېر خلک هله وتښتېدل چې طالبانو خپل کنترول ورباندې ټینگ کړ.
ډېره زورونکې ده چې د خلکو حالت ته وکتل شي، په تېره چې له ښځو سره په خبرو کولو کې د دوی له حاله څوک خبر شي. کله مې چې له دوو ښځو نه د حال پوښتنه وکړه، هغوی راته وویل چې زموږ زدکړې او په دولت کې د کار مخینه ښایي موږ ته خطر پېښ کړي.
د طالبانو بریالیتوب د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پایله کې رامنځته شو.
ننی افغانستان له هغه افغانستان سره ډېر توپیر لري، کوم چې ما په لومړي ځل په ۲۰۰۴ ام کال کې لیدلی و. د خلکو له خبرو او له عیني حالت نه چې ما لیدل، له ورایه ښکارېدل چې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې د بربادېدو په حال کې دي…»
دامس گارد په کابل کې د ۲۰۲۱ ام کال د اگست دیارلسمه نېټه
دوې ورځې وروسته د ۲۰۲۱ ام کال پر پنځلسمه باندې د کابل حال داسې انځور کړی دی:
«د ۲۰۲۱ ام کال د اگست پنځلسمه:
د امریکایانو او لویدیځ تر شل کلن حضور وروسته او د میلیاردونو ډالرو مصرف سره ــ سره طابانو یوازې په یوه اونۍ پر هرڅه باندې لاسبری پیدا کړ.
د طالبانو پرمختگ هغه وخت ډېر گړندی شو چې دا جوته شوه چې لویدځ هېوادونه خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي.
طالبان عدلیې وزارت ته ننوتي دي، دولتي مامورینو ته یې ویلي دي چې خپلو کورونو ته ولاړ شي. ډېری خلکو د تېښتې له پاره د پلازمینې هوايي ډگر ته داسې مخه کړې لکه طوفان چې راغلی وي. په کابل کې د ډنمارک په سفارت کې ډنمارکی کارکوونکی د یکشنبې په شپه د کابل هوایی ډګر ته ورسول شول. په لنډ ډول چې وویل شي: راتلوکې د طالبان په لاس کې ده.
دامس گار د افغانستان شمال ته هم سفر کړی دی او له مزارشریف ښار څخه یې لیدنه کړې ده:
دامس گارد په مزارشریف ښار کې
دا هم دامس گارد له مزارشریف څخه د رپوټ ورکولو په حال کې:
په افغانستان او کندهار کې د دې ډنمارکي ژونالستانو د سفر او ماموریت پر نورو اړخونو باندې نه غږېـږم، یوازې پر هغه څه باندې بحث کوم چې دوی په کندهار کې د قلملار ټولنې د فعالیتونو پورې اړوند له ښاغلي مطیع الله ویسا سره خبرې کړې دي او د قلملار ټولنې د فعالیتونو په باب یې د یو مستند فلم لومړني مواد ټول کړي دي.
د افغانستان د معارف او نوي نسل د روزلو په باب د قلملار ټولنې او مطیع الله ویسا بشري او انساني فعالیتونه له هېڅ چا پټ نه دي، ما د دوی د فعالیتونو په باب پخوا هم څو مقالې خپرې کړې دي او د هغو په ترڅ کې مې د دوی د هڅو تر څنگ خپل نظریات هم وړاندې کړې دي، خو اوس چې ډنمارکۍ ژونالسته (دامس گارد) هم ورغلې او په خپله یې له مطیع الله ویسا سره لیدلي دي او د دوی د فعالیتونو په باب یې د یوه مستند د جوړولو خبره هم کړې ده، زه به بیا هم د دې مقالې د لا غني کېدو په پار دلته د قلملار او ویسا صاحب او د دوی د همکارانو پر فعالیتونو باندې په لنډ ډول وغـږېـږم.
په داسې حال کې چې د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې نژدې زر ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي، د هېواد په سوېلي ناامنه سیمو کې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره ځینو ځوانانو یو کمپاین پیل کړی دی.
د “قلملار” په نامه ددغه کمپاین موخه دا ده چې په نوي ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې په ناامنه او سرحدي سیمو، په تېره بیا کندهار کې تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.
د “قلملار” ټولنې بنسټګر او مشر مطیع الله ویسا پر خواله رسنیو هم د دغه کمپاین فعالیتونه خپروي، وايي ډېره هڅه یې دا ده چې په سرحدي سیمو کې تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.
د ښوونځیو پرانیستلو لپاره دغه کمپاین د کندهار په سرحدي سپین بولدک کې د ښوونځیو، په تېره بیا د نجونو د ښوونځیو پرانیستل اړین ګڼي.
دغه رضاکاره ځوانان وايي، دوی غواړي نجونې زده کړه وکړي، کتاب او قلم ورورسېـږي او په دې برخه کې باید د سیمې مشران، بانفوذه کسان او ځوانان مرسته او ګډون وکړي.
دغه ځوانان له سیمه ییزو خلکو سره غږېـږي، دوی د ښوونځیو ساتلو او ښوونځیو ته د خپلو بچیانو استولو ته هڅوي.
قلملار لارویان اوس پر موټرسایکلونو کلي په کلي ګرځي او د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو شعارونه لېږدوي. دوی وايي، په ټول افغانستان کې یې کابو ۵۷ زره ټوکه کتابونه راغونډ کړي او تر لوستونکو پورې یې رسولي او دا لړۍ دوام لري.
د قلملار مسؤلین وايي، په تېرو شپـږو کلونو کې په کور دننه او بهر مېشتو افغانانو څخه تر پنځوسو زرو ډېر کتابونه راټول او په سویل او سويل ختيزو ولایتونو کې يې اووه کتابتونونه جوړ کړي دي:
“لومړی کتابتون مې په خپل کور کې جوړ کړ غوښتل مې له خپل کوره یې پیل کړم موږ غواړو په ټولو ولایتونو کې کتابتونونه جوړ کړو او ځوانان وهڅو چې مطالعه وکړي.”
دوی وايي، هوډ یې دا دی چې خپل کمپاین د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته وغځوي او د مطالعې او ښوونځي لوستلو دود ته خلک ورمات کړي.
دغه ځوانان له سیمه ییزو خلکو سره غږېـږي، دوی د ښوونځیو ساتلو او ښوونځیو ته د خپلو بچیانو استولو ته هڅوي.
ما آصف بهاند د خپلې یوې مقالې په ترڅ کې د قلملار ټولنې او مسؤلینو د فعالتونو په باب داسې لیکلي وو:
او دا دی زموږ د تعلیم او پوهې څپې مخ پر وړاندې درومي. زموږ د ټولنې په یو څه پوه قشر په دې ټینګار کړی او کوي یې چې د دې ټولنې او خلکوو د خلاصون لاره نه ټوپک دی او نه هم تاو تریخوال، له بد مرغیو نه یې د خلاصون یوازینۍ لار تعلیم دی. تر څو چې خلک، ځوانان، تنکي ځوانان کوچنیان او ماشومان د سواد زدکړې ، ښونځي، پوهنځي مطالعې او پوهې دایرې ته ور ننه نه باسو، با سواده او پوه یې نه کړو ، تعلیم یافته یې نه کړو، کتاب قلم او ليپټاپ په لاس کې ور نه کړو، موږ نه شو کولای هغوی او ځان له نړۍ اونړیولالو سره سیال کړو، موږ نه شو کولای د هغوی په لیکه کې و درېـږو، موږ نه شو کولای چې د نوي ژوند او نوي وطن او نوي دنیا خبرې پر ژبه باندې راوړو او تکرار یې کړو. موږ هغه وخت دا کار کولای شو چې له نړیولو سره د سیالۍ بیرغ جگ کړو چې تعلیم ولرو، پوهه ولرو له نوې ژوند او نوې تکنالوژۍ سره آشنايي ولرو.
د هر نسل او هر عصر له پاره تعلیم اړین دی، داسې لکه د ژوندي پاتې کیدو له پاره د آکسیجن تنفس او زموږ په ټولنه کې د تعلیم له پاره د ویسا ورونو، قلملار ټولنې او په ځانګړي ډول د تعلیم او ښوونځیو او زدکړې له پاره د ګران مطیع الله ویسا (matiullah.wesa) هلې ځلې زما له پاره دومره د خوشالتیا وړ دي چې هیڅ یې تصور هم نه شم کولای.
د ده فعالیتونو ته په کتو سره په نړیواله کچه دی د تعلیم د عامولو په لار کې د نړۍ په تر ټولو ځوانو رهبرانو کې و شمیرل شو چې دا زموږ د خلکو، د افغانستان او زموږ د اوسني هغه ډلې روڼاندو له پاره د ویاړ او سر لوړۍ وړ دي چې له دې بد مرغیو د خلاصون اصلي لار په تعلیم کې ویني، ویسا په خپلو دې فعالیتونو سره د افغانستان له پاره د ویاړونو یو هسک بیرغ دی.
قلملار ټولنه او د هغې مسؤل مطیع الله ویسا د وخت په تېرېدو سره غلی نه شو، د ستونزو سره د مخامخ کېدو په حالت کې مایوسه نه شو؛ نور هم گړندی شو، خپل هدف ته د رسېدو له پاره یې هر ډول ناخوالو او زحمتونو ته اوږه ورکړه.
په اوسني وخت کې چې د نویو واکدارانو د پالیسۍ له مخې ډېری ښوونځي تړلي دي او په تېره د نجونو تر شپـږم لوړ ټولگي بند دي، د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو له پاره یې د قلملار ټولنې او د هغو د رضاکارانو کار او تبلیغات نور هم جدي او گړندي کړي دي. دلته به یې د کار د بېلگو څو نمونې راواخلم چې په دې تېرو څولنډو ورځو کې ترسره کړي دي:
مطیع الله ویسا چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دې لپاره گرځېدلی دی چې د علم رڼا تر هر کوره ورسوي او تړلي ښوونخي خلاص کړي؛ د نجونو د زدکړو او بندو ښوونځیو د پرانستلو په باب په خپلو ورستیو څرگندونو (۱۲/۰۹/۲۰۲۲) کې داسې ویلي دي:
«د نجونو ښوونځي د افغانانو غوښتنه او حق دی
زه دي يو کال کې تر سلو پوري ډېرو ولسواليو ته ولاړم دزرګونو خلکو سره مو وليدل دهر افغان همدا غوښتنه وه چې دنجونو ښوونځي دي خلاص سي .
حتی هلمند او کندهار کې ځينو خلکو راته وويل که دنجونوښوونځي خلاص نسي مونږ افغانستان پريږدو يو بل هيواد ته دخپلولوڼو دزده کړو پخاطر مهاجرت کوو.
د پکتېا ولس په خپل سر دنجونو ښوونځيو خلاصول او بيا پرلپسي لاريونونه همدا ښکاره کوي چې خلک دنجونو ښوونځي غواړي دنجونوښوونځي يی سره کرښه ده .
د پکتيا ولس دغوښتني ملاتړ وکړئ دنجونو ښوونځي زمونږ اسلامي حق دی خامخا يې غواړو.»
یوه ورځ یې خپل غږ داسې جگ کړ:
«د نجونو تعليم د ولس ږغ ،
ټول ولسونه همدا ږغ کوي چې د نجونو ښوونځي دي خلاص سي .
ولس واېې مونږ نه غواړو تيارو کې واسوو.
مونږ نه غواړو زمونږ دخويندو علاج نارېنه ېا هم پردي هيوادونو ته ته علاج لپاره ولاړسو.
مونږ نه غواړو خويندي مو په تیارو کې واوسي د خپل ځان او دېن په اړه خبر ونه اوسي .
مونږ غواړو د تل لپاره د پرديو د غلامۍ ځان خلاص کړو.
مونږ غواړو د نورو نړۍ سره سيال ژوند ولرو.
د ټولو بدبختیو دخلاصون لاره زده کړه تعليم دی .
نو د نجونو ښوونځي دي ژر تر ژره خلاص سي.ِ»
د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کېدو په باب یې یو ځل داسې ویلي وو:
«نوی تازه کمپاين ولس د نجونوښوونځي غواړي:
سروبي ولسوالۍ يوليري پرتي سيمي ته ولاړو هلته خلک په خپله سيمه کې د نجونو ، هلکانو لپاره ښوونځي غواړي.
دوۍ غوښتنه کوي د نجونو ښوونځي دي خلاص سي.
دوۍ ته دي ټول بشري حقوق ورکول سي .
په سيمه کې ورته سړک ، روغتون ، ښوونځي ، دڅښلو پاکي اوبه ، زراعت برخه خدمات غواړي .
دلته همداسې سيمه ده چې نه موټر لاره لري نه بله په غرونو کې به په پښو مزل کوي د نجونو ښوونځي دي ژر تر ژره خلاص سي.»
د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه یې د یو رپوټ په ترڅ کې داسې ویلي وو:
«کندهار ډنډ ولسوالي
د کلي او دښاره
د کوڅي او دغره نه
د زاړه او ځوان
د نر او ښځي
د هر افغان همدا هيله او غوښتنه ده چې مونږ دنجونو ښوونځي غواړو ، تعليم غواړو.
قلم لار رضاکارانو سره د ۱۴ کلونه څو څو ځله د افغانستان ټولو ولایتونو ۳۳۰ زیاتو ولسواليو ته تللی ېم
هر کس همدا غوښتنه کوي چې مونږسره تعليمي برخو کې مرسته وکړئ .
ټولو افغانانو ته دا مالومه سوېده چې زمونږ دابادۍ جوړښت لاره تعليم دی ځکه خو هر افغان نن همدا غوښتنه کوي چې د نجونو ښوونځي خلاص سي ترڅو نور مونږ دپردېو داحتېاج نه خلاص سو.»
مطیع الله ویسا په خپل یو پیام کې داشې ویلي دي:
«ولې مونږ د تعليم او نجونو تعليم خبره کوو؟
میلونه افغانان مو پرديو هيوادنو کې مهاجر او در په در دي .
نړۍ مو په فساد ، جنګ ، ورور وژنه ، فقر ، قاچاقبرو سره پیژني .
زرګونو يتمېان او کونډي هر کلي هر ښار کې لرو.
مونږ د نړۍ ېو پارسل اوړو او غوړو ته محتاج يو.
په ټوله نړۍ کې هېڅ هيواد وېزه نه راکوي.
اوبه لرو ، معدن لرو، پراخي دښتي لرو، ځوانان لرو، داسيا په زړه کې په مهمه لاره پراته يو .
خو نن بیا هم د نړۍ تر ټولو بدبخته غريب هیواد يو چې ډېر خلک مو اوس هم ماښام ډوډۍ نلري ډېر دهیواد نه دېو ګولي ډوډۍ پخاطر په قاچاقي لارو د سر په سواد هیواد پريږدي .
د ټولو بدبختيو د خلاصون لاره تعليم تعليم تعليم ده .
د تعليم عامولو لپاره لمړی شرط د نجونوتعليم او ښوونځي دي .
نو لطفا نن دا ښه چانس دلاسه مه ورکوئ افغانستان وژغورئ نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ .
کومو سېمو کې چې کلونه ښوونځي نه و هلته ښوونځي جوړ کړئ .
ځان او وطن د نورو د احتياج نه خلاص کړئ هيواد په تعلېم سره د نورو هيوادنو ولسونو سيال کړئ .
سبا به ټول ارمان کوئ.
نن د افغانانو غوښتنه ومنئ د نجونو ښوونځي ورته خلاص کړئ؟»
دغه راز د قلملار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د بي بي سي له مشهورې خبریالې لیزه وسیت سره په خبرو کې د قلملار ټولنې د پروگرامونو او موخو په باب داسې ویلي دي:
«د بي بي سي انګليسي څانګي نړېواله خبریاله اغلې لاېزډوسيLyse Doucet
د اغلې لايزډوسي سره مو د قلم لار په فعالیتونو ، کارونو مسلسل مجلس وکړو.
قلم لار مونږ ته يو ارزښت او د پلار لاره وه ځکه مو همداسي دومداره خپل کار ته ادامه ورکړه .د مشکلاتو، چلېنجونو سره څو څو واري مخ سو خو مونږ ويل د افغانستان د آبادۍ لاره زده کړه پوهه ده.
مونږ زرګونه يتېمان لرو ، کونډي لرو، بیوزله لرو، معلولېن لرو، زرګونه مهاجرلرو ، چې ددي ټولو لپاره باید داسي کار وسي چې ټولو ته دژوند سهولتونه برابرسي .
مونږ اوبه لرو، معدنونه لرو، ځنګلونه لرو ، ښه موقعېت لرو، يو غني هیواد لرو خو بیا هم زمونږ زرګونه خلک ماښام ډوډۍ نلري
ددي ټولو مشکلاتو دخلاصون لاره پوهه زده کړه ده چې هر افغان نجلۍ هلک زده کړه وکړي مونږ همدا هیواد د پوهي په برکت بیرته ودان کړو.
د زده کړو د عامولو لپاره مونږ کلونه کلونه رضاکار بدون له کومه مادي امتېازه کار وکړو مشکلات مو په ځان يووړل بیا ېې هم وړو هر ډول قرباني ته اماده يو خو چې فقط افغان زده کړه وکړي دا هیواد اینده ته يو ودان اباد وطن په میراث پرېږدو
په کليو کې مونږ ډیرښه استعدادونه لرو خو جګړي زمونږ مېلونه ماشومان د زده کړو محروم کړو.
نن بیا همدا وخت دی چې کور په کور وګرځو دپوهي پیغام هر افغان ته ورسوو.
قلم لار نن يو قوي کاروان دی چې هره ورځ يوه لاسته راوړنه لري همدا کاروان د افغانانو جوړ دي افغان فکر دی د افغانانو مرسته ده ځکه خو لسګونه لاسته راوړني لرو.
دا خاوره به افغانان په خپله په خپل فکر خپله پوهه ابادوي ځکه خو مونږ مادې امتېازونو پردېو مرستو ته ترجېع ورنکړه.
په رضاکارې او افغان همت مو باور وکړو نن بریالي هم يو.
اغلې لایزډوسي اصلا د کاناډا او تر درو لسېزو ډیر ېې افغانستان کې کار کړیدی او د افغانانو په کلتور بلده ده .
خدای دي افغانانو ته همت ورکړي چې مونږ هر یو پوهه حاصله کړو همدا وطن داسي اباد کړو چې بهرنېان ورته د کار لپاره راسي .
د جګړي په ځای قلم کتاب ته مخه کړو.
ډنمارکۍ ژونالستې (دامسگارد اندرسن) له خپل ټیم سره په افغانستان کې د خپلو سفرونو په لړ کې کندهار ته هم سفر کړی دی او هلته یې د قلملار ټولنې له مشر ښاغلي مطیع الله ویسا سره لیدلي دي.
ډنماکۍ ژورنالسته دامسگارد اندرسن له مطیع الله ویسا سره په کندهار کې
مطیع الله ویسا دې ژونالستانو ته د خپلو فعایتونو په باب هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي، کومې خبرې چې مطیع الله ویسا یادو ډنمارکیانو ته کړې دي، خلاصه یې د ۲۰۲۲ ام کال د سپتمبر پر اولسمه نېټه په خپله فیسبکپاڼه داسې لیکلې ده:
«کندهار کې د ډنمارکي ژورناليستانو سره:
اغلې Puk damasgardد ډنمارک ټلوېزوېون خبریاله او د نړۍ مشهوره ليکواله ورسره د دوۍ تکړه پوټوګرافر ښاغلی Mads دوۍ کندهار ته راغلي وو چي د نورو موضوعاتو ترڅنګ د قلم لار (PenPath) په کارونو ډاکومنټري جوړه کړي .
د قلم لار د مختلفو برخو ېې د ډاکمنټری او فلم لپاره ويډيوګانې واخيستي او خپله ېې ټول کارونه وليدل .
د ډاکمنټري لپاره ورسره د قلم لار په مختلفو فعالېتونو وږغېدم.
ولې بهر ته نه لاړي؟
کوم ستونزو سره مخ ېاست؟
ولې مو دا لاره وټاکله؟
داسي رقم ـ رقم پوښتنې مو ورته جواب کړي .
ما په اسانۍ سره کولی سوو هر هيواد ته ولاړ سم بیخي تر دولسو هيودانو پوري راته سل فيصده چانس مخکې هم و اوس هم سته خو هرڅوک خپل انتخاب لري ما دا غوره وبلله چې په داسي وختونو کې د افغان ماشومانو لپاره کار وکړم .
يو ما ته هاغه سيمي وې چې شل کلونه هلته ښوونځي د جګړي له امله نه وو مګرنن هلته جګړه نسته په اسانه کولی سو هلته ښوونځي جوړ کړو چې ترډېره په خپلو شخصي امکاناتو بریالي هم يو زرهاوو ماشومانو ته مودي لنډ وخت کې د زده کړو زمینه برابره کړیده .
هر هيواد خپلو خلکو جوړ کړېدې مونږ د هيواد جوړوني لاره تعلیم بولو ځکه مو ښه وبلله د تعليم لپاره تر وسه چې اجازه د کار راکول کېږي کار وکړم .
دا لاره مو د پلار لاره وه د هاغه وصیت وو ځکه مو انتخاب کړه د خپل پلار هيله ارمان چې هر افغان بچی نجلۍ هلک ښوونځي ولري پوره کړم .
زه نه غواړم ستونزي ووايم ځکه که نورځوانان خبرسي بیا به زما لاره انتخاب نکړي قلم لار یوه مبارزه ده مبارزه په بدو حالاتو کې د مشکلاتو سره مبارزه کول دي که ستونزي وواېم کتابونه به پري ډک سي ښه دی مثبت اړخ ته ولاړ سو لاسته راوړنې وواېواوکار وکړو.
په ډيرو مهموموضوعاتو مو سره مرکه وکړه چې ټول ېې دلته نه ليکل کیږي .
اغلۍ پوک دري مشهور کتابونه لیکلي دي چې په يو کتاب ېې بیا امرېکا کې فلم جوړسویدی .
د کندهار په عموم کې د افغانانو د ميلمه پالني خوښ سول دا مو د مرکو سفرونو وروسته اخرنی عکس کندهار کې وو چې دوه دواړه همکاران راسره عکس کې دي .
د افغانستان کلتور تارېخ او میلمه پالني په اړه مو ډير مالومات ورکړل .
دامسگارد او ډنمارکی همکار یې له مطیع الله ویسا سره په کندهار کې
د ښاغلي مطیع الله ویسا د خبرو له مخې دې ژورنالستې (Puk Damsgård) غوښتل چې د قلملارټولنې پر فعالیتونو یو مستند فلم جوړ کړي او د فلم لومړني مواد او اسناد یې یې ټول کړي هم دي، اوس به موږ ټول دې ته سترگې پر لاره یو چې د یادې ژورنالستې دا مستند فلم کله او چېرې خـپـرېـږي.