Homeخبرونهحامد کرزي ته د منسوب کابل نيوز تلويزيون د سقوط خبرونه ورکړل...

حامد کرزي ته د منسوب کابل نيوز تلويزيون د سقوط خبرونه ورکړل شوي

تاند:(دوشنبه، د عقرب نهمه)‏‌ په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه څرګندوي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته منسوب کابل نیوز ټلویزیون د ټلويزيون پر سکرین خپل نشرات درولي.

د دغه ټلويزون ځينو سرچينو ويلي، چې دا پریکړه د « یو لړ ستونزو» له مخې شوې ده.

ويل شوي، چې دغه ټلویزیون به د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل فعاليت ته دوام ورکړي.

د راپور له مخې، کابل نيوز د خپلو نشراتو د بیا پیل هیله لري.

ياد شوی ټلویزیون ظاهرا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم له لوري تمويل او رهبري کيده.

څو مياشتې مخکې تاند ته يو شمېر موثقو سرچینو ویلي وو، چې د کابل نيوز تلويزيون رييس غلام جیلاني پوپل د طالبانو د فشار له امله هېواد پريښودو او پاکستان ته په سمدستي پناه وړلو مجبور شوی.

د کابل نیوز مسوولینو د تازه خپرو شويو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...