جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پکتیکا په یحیی خیلو کې د نیزه بازۍ سيالي وشوه

د پکتیکا په یحیی خیلو کې د نیزه بازۍ سيالي وشوه

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د پکتیکا د یحي خیلو ولسوالۍ په مرکزي بازار کي د پکتیکا،پکتیا،غزني او د زابل ولایتونو په شمول د مرکز ښرنې سربیره د اکثرو ولسوالیو د دېرشو ټېمونو ترمنځ د نیزه بازي سیالۍ ترسره شوې.

د طالبانو د ورزشي ادارې ځايي مسوولينو ويلي، چې د دغو سياليو پر مهال څ پکتیکا د یحي خیل ولسوالۍ لوبغاړو لومړی مقام خپل کړ.

پکتیکا د افغانستان له تر ټولو محرومو ولايتونو څخه دی، چې د طالبانو د شل کلنې جګړې او د مخکينيو چارواکو د نه پاملرنې له امله په ډېرو برخو کې وروسته پاتې شوی ګڼل کيږي.

له څه مودې راهيسې د طالبانو له لوري په همداسې سيمو کې د فعاليتونو خبرونه ورکول کيږي، چې خلک ېې هرکلی او ستاينه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...