جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد اتمر مرکې ته د ط-انو غبرګون؛هغه له ځان پرته جمهوريت او...

د اتمر مرکې ته د ط-انو غبرګون؛هغه له ځان پرته جمهوريت او ديموکراسي ممکن نه ګڼي

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري د حکومت د رسنیو د مرکز ګومارل شوي رييس مفتي انعام الله سمنګاني د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر ټلویزیوني مرکې ته غبرګون ښودلی.

حنیف اتمر د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په خپله لومړنۍ ټلویزیوني مرکه کې طالبان افغان سیاسي لوریو سره د‌ خبرو او سولې له لارې د یوه منتخب، مشروع او ځواکمن مرکزي نظام جوړیدو ته بللي او خبرداری یې ورکړی، چې له دې

کار او د دوحې تړون د دوام او عملي کیدو څخه پرته به طالبان ځان او افغانستان دواړه برباد کړي.

 د رسنيو د مرکز طالب رییس د اتمر څرګندونو ته له مشخصو ځوابونو پرته په عمومي ډول لیکلي:« د جمهوريت د ټولو چارواکو د خبرو پایله دا ده، چې د امریکا بې وفايۍ او د دغو جنابانو څان غوښتنې د جمهوريت د نابودۍ دوه لوی لاملونه وو.»

مفتي سمنګاني وړاندې لیکلي:« دوی په دې خبرو داسې ښيي، چې ګواکې د جمهوريت بيرته احیا او مخته وړل له دوی پرته ممکن نه دی او له دوی پرته په افغانستان کې د دیموکراسۍ تصور نه شي کيدای.»

طالب ویاند له دغه غبرګون څخه خپل هدف نه دی روښانه کړی، چې آيا اتمر او نور پخواني چارواکي بیا په قدرت غوښتلو تورنوي او که دا غواړي ووايي چې له پخوانيو چارواکو پرته هم جمهوریت او ديموکراسي بيرته حاکمیدای شي.

د حنیف اتمر د یادې مرکې مهم ټکي د‌ دغه لېنک له کېکاږلو سره ولولئ:

ط-انو ته د اتمر خبرداری؛د دوحې تړون نه عملي کیدل به تاسې او هېواد دواړه برباد کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب