جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد کندهار والي: دولتي ادارې دې له عکس اخیستلو او خپرولو ډډه...

د کندهار والي: دولتي ادارې دې له عکس اخیستلو او خپرولو ډډه وکړي

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۹مه) د طالبانو د رژیم د افراطي قیوداتو په دوام؛ په کندهار کې د دوی والي مولوي شیرین آخوند ټولو ملکي او پوځي ادارو ته امر کړی چې په رسمي او غیررسمي ناستو کې له تصویر اخیستو ډډه وکړي.

د نوموړي په لیک کې راغلي چې ټولې ادارې باید خپل راپورونه په لیکلې او غږیزه بڼه خپاره کړي ټول باید دا مکتوب عملي کړي.

له دې سره لیدل کیږي چې د کندهار ولایت په ټولنیزو رسنیو کې له څو ورځو راهیسې د غونډو عکسونه نه دي خپاره شوي.

ملا شیرین اخوند د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله له تر ټولو نیږدې کسانو ګڼل کیږي او د کندهار ولایت پر مسوولیت سربېره د دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال هم دی.

ګومان کیږي، چې د طالبانو دا پرېکړه د نورو پرېکړو په شان یې له کندهار وروسته په ټول هېواد کې عملي شي.

ځینې څارونکي باور لري، چې طالبان به د دوحې ناستې په اړه نړیوالو سره له نه  موافقې وروسته نور هم خپلو افراطي قیوداتو ته زور ورکړي.

د دوی داسې پرېکړې د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

9 COMMENTS

  1. په همدې لوبو ځان بزرګان ثابتول غواړي. ملا شيرينه که ځان مسلمان جوړول غواړې نو د خدای او رسول دښمني بس کړه او ښځې د کار او تعلیم نه مه منع کوه.

  2. داسي ښکاری چی طالب چارواکو له خپل تیر پیر څخه اخیستنه نده کړی.دوی له نړیوالو سره د تعامل او امتیاز اخیستنی په پار افغانی ټولنه د قربانۍ د ګډوری په توګه کاروی.تر اوسه که افغانان دطالبانو په وړاندی چوپ دی او پخلاف یی له څه کولو ډډه کوی د افغان اولس دغه چوپتیا له طالب چارواکو څخه د ویری او ډار په مانا نده بلکه د دی برعکس د پځوانی رژیم د هغو ناخوالو ،فساد او له تعصب ډکو کړنو پایله ده چی تر اوسه د ولس په حافظه کی دی.کچیری طالب چارواکی همدی سختدریځۍ ته دوام ورکړی نو لیری نده چی ولس به یو ځلی بیا دا هیر کړی او هغه پښتو متل به خدای مکړه رښتیا کړی کوم چی وایی: توبه له بدو،توبه له بدو خو چی نه شوه حمله په بدو. مګر له دوی سره یو ځلی بیا د ټولو افغان پښتنو برخلیک به تروږمۍ وی.

  3. جهالت هم یو حد لري خو دوی د حده پښه اړولې. حیران یو دوی د کوم دین پیروان دي، یا یې کوم خاص دین د ځان لپاره جوړ کړی. دوی چې کومه لار نیولې اسلامیت خو پریږده د انسانیت سره هم په ټکر کې ده. قران او قوي احادیث خو یې بیخي پریښي مګر کومه ضعیفه اسلامي عقیده هم نلري. ددوی یو څو شیان دي چې خلک پرې ټینګ نیسي د غسل او اوداسه سنتونه یا شش کلمې. چې غسل او اودس مې یاد وي نو سنتونه یې یادول خو د کاڼي کرښه نده. دا خو دا مانا لري لکه د ډریور نه پوښتنه وکړې چې باید د موټر د ټولو پورزو نومونه دې زده وي کنه ډرایور نه یې. جاهله بس دی دا خرتوب پریږده.

  4. بیشکه چی عکس تلویزون فسبوک او اینترنیت ةول کفری عملونه دی دا مطلق کفر دی زموژ د مبارک إیغمبر سردار دو عالم له اعمالو او سنتو سره مخالف دی باید عکس او عکاس او د عکس لرونکی سرونه پری شی او شریعت باید اجرا شی نص صریح حکم کوی چی عکس او بت یو حکم لری د حیوان څیره هم کفر ده د زنده جان څیره کفر ده او داسی وطن کی چی داشیان وی مونځ نه کیږی حج یی باطل او کلمه یی دروغ ده چارواکی یی فاسق او قتل یی روا او لوی ثواب او جهاددی

  5. رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی:
    مٙن اٙصبح و لم یهتم بامورالمسلمین فلیس بمسلم .
    په نړۍ کی اوس حکومتونه د ملتونو په خدمت کی مسابقه لری اِلا ظالم او جاهل غلام حکام .
    خو اسلام دا درس له اوله خپلو حکامو ته ورښودلی او په پیړیو مومنو حکامو پری عمل کړی او ویلی دی چي امیر د قوم ،خادم د قوم دی او په بما انزل الله به حکم کوی ؛چي یو حُکم یی کار ، اهل ته یی
    سپارل دی .
    آیا عکس د اسنادو لپاره او د دعوتی او جهادی مقاصدو لپاره یا د فجارو د پیژندلو لپاره هم په شریعت
    کی منع دی ؟
    جناب والی صاحب!
    راځی چي روزنه په ټوله کی له توظیف نه مخکی ترسره کړو ؛پدی معنی چي د تاسی ټوپکوال کله چي
    ښارونو او ادارو ته راځي ،له مومن مجاهد ملت سره نباید د کِبٙل په ژبه وغږیږی بیا خصوصاٙٙ د مشرانو
    او ښځو سره.
    الفبا د انسانیت او اخلاقو ورزده کړی، دوی ته ښوونه وکړی چي هر مسلمان سره مخ کیږی اول سلام
    بیاکلام ؛ وروره څه خدمت کولی شم ؟
    نه دا چي ښکنځل او کبل د سلام پر ځای وکارول شی، خصوصاٙٙ د پاسپورت او تذکرو د متقاضیانو سره ، هغه چي وظیفه یی تا غصب کړی او فرار او تیښتې ته دِ مجبور کړی .
    دا هغه ملت دی چي د شوروی د یرغل په وخت کی ۹۰ سلنه نارینه او ښځو یی لتکون کلمت الله هی العلیا لپاره د خدای ج د حُکم سره سم جهاد کړی ، هلته چي هغه جهاد ډیر سخت ، وسایل ، مادیات او استخباراتی خواږه یی ډیر کم وو ، اخلاص ، کرامات د مجاهدینو ، تقوی او اخلاق یی عزت درلود .
    هغه وخت کی د جهاد غله او بقالان نه وو ، ټول مصرف ،وسله او هر څه د افغانانو خپل وو ؛یعنی هغه مجاهدین ډیر د قدر وړ دی ، نباید په کِبَل او غپلو استقبال شی .
    د تیرو حکومتونو نازولی او غله یو فیصد د ملت نه جوړوی ،په خپله آینه کی هر چاته مه ګورۍ.
    د اسلام او جهاد لویه برخه مکارم د اخلاق دی .
    نو هر ناولی ، جاهل او وحشی ته موږ مجاهد ویلی نشو ؛ دا ملت خپل مجاهد او غل ښه پیژنی ،بی
    اخلاق نه اسلام شته او نه جهاد .

  6. د پنجاب جاسوسه. کله چی اسلام آباد ته راوان وې د خپلی ادی عکس دی پاسپورت کی یښی وو؟ ستا لور چی د سپین بولدک له لاری پاکستان ته تداوی لپاره ځی مجبوره ده چی عکس واخلی کننه نو بیا یی پاکستانی پولیس په سپین بولدک کی بوک کوی. ولی سړی کیږی نه؟ لږ انسانیت زده کړی په والله چی دا ځلی کچیری ورک شوی نو دا ځلی به څوک ملا پسی لمونځ هم ونکړی. ستا د هغه ښه ملا ښځه غی. دنیا چیری ورسیده تاسی مرده ګاوان په کوم فکر کی یاستی. ستا په دین او عقیدی کی غیڼ ووهم ـ

  7. داسی ښکاری چی د پورته خبر او ګرانو او محترمو تبصره کوونکو تر منځ سوء تفاهم را منځته سوی دی.
    والی زما زوی د عکس مخالفت نه دی کړی بلکه د طالبانو د چارواکو د غونډو د عکسونو او فلمونو د اخیستلو او خپرولو سره ئی مخالفت کړی دی.
    د سیاسی عکسونو خپریده رشتیا هم د تکبر او غرور او کاذب شهرت لامل ګرځی او د ځوان نسل په روحی او احساسی نړی کی د کاذب شهوت او شهرت د تحرک لامل ګرځی البته عکس او تصویر پخپل ذات کی نه یوازی هیڅ ډول کراهت او محدودیت نلری بلکه یو مدنی او اِداری او حتی انسانی ضرورت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب