یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد افغان ښځو وضعیت ته د ۱۲ هېوادونو ګډه اندېښنه او د...

د افغان ښځو وضعیت ته د ۱۲ هېوادونو ګډه اندېښنه او د طالبانو د رژیم ځواب

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۹مه) په کابل کې د طالبانو د رژيم  ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ۲۰۲۴ کال مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ۱۲ اروپایي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه بې بنسټه بللې او ویلي یې دي چې افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.

هغه د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هغې اعلامیې ته غبرګون ښودلی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د شدید نقض په اړه یې خپره کړې ده،

دوی ویلي، چې په دې اړه ژوره اندېښنه لری او له طالبانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض پای ته ورسوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر اېکس پاڼه لیکلي، «… تشویش خپرول او له افغانستان څخه د تهدید او ویرې احساس پيدا کول، یا د هیوادونو د معلوماتو کمروزي په ډاګه کوي او یا خو ځينې مغرضې کړۍ په لوی لاس داسې غونډو ته ناسم معلوماتو انتقالوي او د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کوي.»

له دې مخکې، په یاده خبرپاڼه کې افغانستان کې د بشر حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودل شوې وه او ویل شوي و چې دغه وضعیت د مونیخ تېرکال کنفرانس څخه تر دې دمه هېڅ بدلون نه دی کړی.

طالب چارواکي او ویاندویان تل د ورته اندېښنو او اعلامیو پر وړاندې په ورته څو جملو ځوابونه ورکوي.

د څارونکو په وینا، په داسې خبرو طالبان نه افغانان او نه نړیوال قانع کولای شي او غوره دا ده چې د اصلاحاتو لپاره عاجل لاس په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی