Home+د شیدو ښېګڼې څه دي؟

د شیدو ښېګڼې څه دي؟

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

کلسیم، چې د هډوکو او غاښونو په جوړښت کې اساسي رول لري، د شیدو له مهمه جوړښتونو څخه دي. فاسفورس چې د وجود ډیرو عکس العملونو او د نسجونو په ترمیم او وده کې نقش لري، په شیدو کې شته. همدارنګه پتاشیم او سوډیم هم د شیدو له څښلو ترلاسه کولی شو.

شیدې د سالمو غاښونو، نوکانو او ویښتو لپاره اړینې دي. دا څښاک د دې لپاره چې په ډېره کچه کلسیم لري، که له ويټامین ډي سره یوځای وخوړل شي د هډوکو، غاښونو او ویښتو د ودې لامل کېږي، همدارنګه د ویښتو د تویدو له مخنیوي سره مرسته کوي.

د کلسیم موجودیت له ویټامین اې، پتاشیم او د بي ویتامینونو له کورنۍ سره د ویښتو د نازکېدو مخنیوی کوي او د هغو د ځلېدلو لامل کېږي.

مطالعاتو دا جوته کړې، که هره ورځ شیدې کچه له مېوو او سبزیو سره وخوړل شي، په مشرانو او ماشومانو کې د وینې د لوړ فشار مخه نیسي. داسې ډېرې څېړنې شته چې د دې خبرې ښکارندویي کوي چې شیدې او لبنیات د زړه او د رګونو / عروقي نارغیو په اندازه کې کمښت راولي.

هغه نارینه چې نظر نورو کسانو ته ډېرې شیدې استعمالوي، ډېر کم د زړه په ناروغیو اخته کېږي. همدارنګه د لږ غوړو شیدو  څښل د دې لپاره چې ډېر کلسیم لري، په وینه کې د بد کلسترول کچه کموي او د ښه کلسترول کچه ډېروي.

د ټولو خلکو د تصور پر خلاف لیدل شوي، هغه کسان چې لږ غوړلرونکې شیدې څښي تر نورو څخه ډنګر دي. تاسو کولای شئ د هغو شیدو، چې کوچ یې اخیستل شوي، په څښلو د خپلې کالورۍ کچه په کنټرول کې ولري، چې له چاغښت په ځانګړي ډول د خېټې د غټېدو مخه ونیسي. د ځوانۍ او ماشومتوب مرحله په جسماني او رواني روغتیا کې ډېره مهمه مرحله ده، دې دوره او یا هم د ژوند په نورو مرحلو کې له لبنیاتو څخه ګټه اخیستل د خوړو د ښه رژیم د درلودو ښکارندویي کوي.

سربېره پر دي څېړنې ښیي هغه ماشومان چې هره ورځ شیدې مصرفوي نظر هغو ماشومانو ته چې د شیدو څښل یې نه خوښېږي، ډېر ځیرک او هوښیار دي.

له شیدو سره د سرطان مقابلې یا جنګ ته ورشئ، داسې ډیرې څیړني شته چې ښيي شیدې د سرطان مخنیوی کوي. د سینې او غټې کولمې د سرطان په مخنیوي کې د شیدو اغیز تر یوه حده ثابت شوی دی. د سویډني پوهانو د څېړنو پر اساس، هغه نارینه چې په ورځني توګه ۵.۱ ګیلاسه شیدې څښې، ۳۵ سلنه یې د غټې کولمې په سرطان د ککړېدو کچه کمېږي.

د شیدو مصرف په ځوانۍ او ماشومتوب کې د کلکو او مثبوتو هډوکو د درلودو لامل کېږي او د هډوکو له ضعف یا ورستېدو څخه مخنیوی کوي.

بې له شکه شیدې په هر چا هم ښه نه لګیږي. هغوی چې د شیدو له څښلو وروسته د نس باد یا د معدې درد پیدا کېږي، بې لاکتوسه یا لاکتوس فري شیدې دې وڅښي. دا ډول شیدې په اکثرو پرمختللیو هیوادونو کې موندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...