یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له ګډون پرته دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه

د طالبانو له ګډون پرته دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۹مه) ټاکل شوې چې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب یوه دوه ورځنۍ غونډه پيل او سبا هم دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او ځینې افغان مېرمنې ګډون ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون تایید کړه چې له ۲۵ تر ۲۸ پورې د هېوادونو استازو ته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

له دې سره، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

سرچینې د دغه نه ګډون دلیل، د دوی د شرایطو نه پوره کېدل ښودلي.

د دوحې په مخکېنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې هغه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب جوړه شوې وه، طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، چې طالبانو ورباندې انتقاد کړی و.

د طالبانو منتقدان دوی تورنوي، چې په دا ډول افراطي کړنو هم د خپل رژیم نه په رسمیت پېژندلو او هم د افغانانو انزوا او سختو ورځو ته دوام ورکول غواړي.

1 COMMENT

  1. دا منتقدان چی د خپلی ګټی له اسلام څخه لوړې بولی هغه ټول جاسوسان وطن فروشه پردی پال دې ملل متحد د افغانستان له غمه نه ده مړ ملل متحد دی اسلام ضد مملکتونو په اشاره غواړې چې اسلامی نظامونه له بین نه یوسې د ملل متحد کړنی مونږ ته په فلسطین کښې معلومی شوې نور خلکو ته کوم اعتبار نلری ملل متحد یعنی امریکا او اسراییل د اسلام ضد
    او که دا منتقدان د افغانستان وې او د افغان ملت خواخوږې وې کولی شې چې راشې د ملت څنګ کی د ودریږې نظامی جګړه دې نه کوې هره ورځ که یوه لوټه په بله کېږدې وطن جوړیوی او که دوې په اروپا کی پراته او د شرابو جام لاس کښی انتقادونه کوې نو مهربانی دې وکړی د خپل له فامیل نه دې اصلاحات شروع کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب