یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهروسیه: افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعاله دي؛ مجاهد: نه یې لري

روسیه: افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعاله دي؛ مجاهد: نه یې لري

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۹مه) د طالبانو رژیم د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې وایي تر ۲۰ پورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعاله دي او ۲۳ زره جنګیالي لري.

نیکلای پاتروشیف، د قرغېزستان په پلازمېنه بشکیک کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو شپږمه کلنۍ غونډه کې دا خبرداری هم ورکړی چې په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد به په لنډه موده کې له زړو زېرمو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته قاچاق شي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه څرګندونې رد کړې دي.

نوموړي ویلي:«په څرګنده وایم چې افغانستان امنیت لري، افغانستان یو مسوول حکومت لري چې هېڅ بهرنۍ ډلې ته اجازه نشته چې له افغانستانه فعالیت ولري او یا په افغانستان کې حضور ولري.»

د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه او سازمانونه بیا- بیا په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت او فعالیتونو د پراختیا ادعاوې کوي، خو طالب چارواکي یې په پرله پسې ډول ادعاوې ردوي.

3 COMMENTS

  1. او دا هم بل جنایت د غرب چه ۱۹۸۶ کال کې پښتانه زخمیان د صبغت الله و ربانی او مسعود له لارې سویس ته د یو زمری پنجشېري په نامه زیوریخ ولایت کې له پاکستان نه سویس ته د تداوی لپه نامه راوړل کېدل او د سویس خارجې وزارت او د پارلمان غړي پنجشېري سره پیسې ټولولې او د زخمیانو اډوکې او نور قسمتونه د وجود یې ترې اخیستل کېدل چه جنیتیک خصوصیات یې واخلي، « پښتانه دېر پاک جینونه لري»او د درد دوا سره بېرته پاکستان ته لېږل کېدل، زما یو سویسی ملګری مارک ریسی او ما یو ځای تحقیقاتیو سره ۱۹۸۶ کال کې تلویزیوني فلم جوړ کړل او د زیوریخ د ولایت تلویزیون کې د ماښام عمومي خبرونو سره دا زموږ تحقیقاتی فلم په همغه کال ۱۹۶۶ کې وښودل شو او دا لاره مو بنده کړه خو اوس پر ما راغله چه تویتر او فیس بوک کې مې دالاندې خبر واچؤ!My son Zmarak born 1966 in Kabul Afgh. known as Genius Without Books at
    School and University, in Zurich. In the name of Cancer in Swiss will be killed to get his genetic information! Mark Rissi+me researched X cases with Afghans, TV-Film 1986 in Zurich!

  2. ددوی حولې بندې دي برید ونه هم په مونږ کوي پاکستان تاجکستان چیچنیا ازبک او ترهګر هم مونږ یوو وااااا مجاهد صییب غږ در ځي چی برید کیږي په یو هیواد ټاپه لګوه مونږ د ترهګری ښکار یوو! دا یو رازیل زمونږ دوست ندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی