چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د رؤیت هلال (میاشتې لیدلو) ستونزه

د رؤیت هلال (میاشتې لیدلو) ستونزه

زبیر افغان

د ۲۰۲۲ میلادي کال چې له ۱۴۴۳ هجري قمري سره سمون لري، د واړه اختر مسله ډېره جنجالي وه. په اسلامي نړۍ کې ناجیریا، مالي، افغانستان او د وزیرستان خلکو د مې پر یوه تاریخ اختر کړ، په دوه تاریخه يې د سعودي په شمول ۲۵ هیوادونو اختر کړی و او پر درېيم تاریخ يې د پاکستان و ایران په شمول پاته هیوادونو اختر کړی جوړ کړ.

بل خوا یوازې په پاکستان کې هم درې اختره وو، وزیرستان پر اول تاریخ اختر کړ، پېښور، چمن، کلا سیف الله، د بلوڅو ځينې سیمې او زیاتره پښتني علاقو کې په دویم تاریخ اختر وشو او په درېيم تاریخ يې رسمي دولتي اختر کړ.

دا اختلافات هر وخت وي، په اسلامي دنیا کې اصلن د رؤیت هلال په اړه نظریاتي اختلاف موجود دی چې په نتیجه کې يې د اختلافي اختر عملي بڼه هم په را ویني.

د مسلمانان یوه ډله په دې باور دي چې د هر هیواد لپاره خپل مطلع معتبر دی، که په هغه هیواد کې میاشت ولیدل شوه، خبر يې رسمي دولتي کمیټې تایید کړ، نو اختر باید وشي، که روژه وه، باید روژه ونیول شي او که چا د میاشتې لیدو خبر ور کړ، خو شاهدي يې کمیټې ونه منله، بیا اختر او روژه نه شته.

یوه بله ډله مسلمانان په دې نظر دي چې که د هر ځای څخه باوري شاهدي د میاشتې لیدلو را ورسېږي، هغوی يې ورسره مني، که روژه وه، روژه نیسي او که اختر و، اختر جوړوي.

که د دې دواړو ډلو په اړه پلټنه وکړو، چې د کومو دلایلو له مخې هغه او دغه تګلاره لري، نو د شریعت په نصوصو کې دواړه خپل دريځ ته ملاتړي دلایل موندلای شي. لومړی به پر همدې نصوصو سرسرکي نظر وکړو:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُمِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا الْعَدَدَ».(۱)

ژباړه: له ابو هریره رض روایت دی چې رسول الله ص وویل: د میاشتې په لیدو روژه نیسئ او د میاشتې په لیدو يې خورئ، که مو میاشت ونه لیده، نو شمېر يې پوره کړئ.

له دغه حدیث څخه د دویم مذهب خاوندان استدلال کوي چې لیدل د هر مسلمان معتبر دي، نو که هر چا ولیده، شاهدي يې ور کړه، نورو مسلمانانو ته يې شاهدي په باوري ډول نقل شي، بس همدا معتبره ده او د روژې یا اختر فیصله پر کېږي. یو بل حدیث کې دي:

عَنْ أَبِي مَالِكٍ الْأَشْجَعِيِّ، حَدَّثَنَا حُسَيْنُ بْنُ الْحَارِثِ الْجَدَلِيُّ، أَنَّ أَمِيرَ مَكَّةَ خَطَبَ، ثُمَّ قَالَ: «عَهِدَ إِلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ نَنْسُكَ لِلرُّؤْيَةِ، فَإِنْ لَمْ نَرَهُ، وَشَهِدَ شَاهِدَا عَدْلٍ نَسَكْنَا بِشَهَادَتِهِمَا»، فَسَأَلْتُ الْحُسَيْنَ بْنَ الْحَارِثِ مَنْ أَمِيرُ مَكَّةَ، قَالَ: لَا أَدْرِي، ثُمَّ لَقِيَنِي بَعْدُ، فَقَالَ: هُوَ الْحَارِثُ بْنُ حَاطِبٍ أَخُو مُحَمَّدِ بْنِ حَاطِبٍ، ثُمَّ قَالَ الْأَمِيرُ: إِنَّ فِيكُمْ مَنْ هُوَ أَعْلَمُ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ مِنِّي، وَشَهِدَ هَذَا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَأَوْمَأَ بِيَدِهِ إِلَى رَجُلٍ، قَالَ الْحُسَيْنُ: فَقُلْتُ لِشَيْخٍ إِلَى جَنْبِي مَنْ هَذَا الَّذِي أَوْمَأَ إِلَيْهِ الْأَمِيرُ؟ قَالَ: هَذَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ، وَصَدَقَ كَانَ أَعْلَمَ بِاللَّهِ مِنْهُ، فَقَالَ: «بِذَلِكَ أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ».(۲)

ژباړه: له ابو مالک الاشجعي روایت دی، ده ویل موږ ته حسین بن الحارث الجدلي حدیث بیان کړ، چې د مکې امیر بیان وکړ، زیاته يې کړه: موږ ته رسول الله ص امر کړی چې د لیدلو له مخې عمل وکړو، که موږ میاشت ونه لیده او دوو عادلو کسانو يې د لیدو شاهدي ور کړه، د هغوی په شاهدي عمل وکړو. ما له حسین بن الحارث څخه پوښتنه وکړه چې د مکې امیر څوک و؟ ده ویل: زه نه پوهېږم، بیا وروسته راسره مخ شو، وې ویل: هغه حارث بن حاطب د محمد بن حاطب ورور و، امیر پسې زیاته کړه: په تاسو کې داسې څوک شته چې تر ما هم د الله او رسول الله ص په اړه ښه خبر دی، دغه کس له رسول الله ص څخه شاهدي ور کوي، نو په لاس يې یو کس ته اشاره وکړه، حسین ویل: ما د څنګ یوه بوډا ته وویل: هغه کس څوک دی چې امیر په لاس اشاره ورته وکړه؟ هغه ویل: عبد الله بن عمر رض، او امیر رښتیا ویل چې ابن عمر تر هغه د رسول الله په حال ښه خبر و، هغه ویل: موږ ته رسول الله ص دغه امر کړی دی.

له لیدو څخه هدف د هر سړي لیدل نه دي، بلکې موخه يې باوري کول دي، نو که دومره کسان يې وویني چې د نوور مسلمانانو باور پر وشي، همدا لیدل دي، چې د اختر او وروژې دواړو لپاره کفایت کوي، لکه د اوس وخت لپاره چې کمېټۍ ټاکل کېږي، د هغوی کار همدا لیدل دي، نو که هغوی اعلان وکړي، خلک يې ورسره اختر کړي، که يې اعلان ونه کړ، خلک يې نه اختر کوي او نه روژه، یعنې د هغوی په شاهدي خلک عمل کوي.

د لومړي دريځ د خلکو دلیل دغه حدیث دی:

عَنْ كُرَيْبٍ، أَنَّ أُمَّ الْفَضْلِ بِنْتَ الْحَارِثِ، بَعَثَتْهُ إِلَى مُعَاوِيَةَ بِالشَّامِ، قَالَ: فَقَدِمْتُ الشَّامَ، فَقَضَيْتُ حَاجَتَهَا، وَاسْتُهِلَّ عَلَيَّ رَمَضَانُ وَأَنَا بِالشَّامِ، فَرَأَيْتُ الْهِلَالَ لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ، ثُمَّ قَدِمْتُ الْمَدِينَةَ فِي آخِرِ الشَّهْرِ، فَسَأَلَنِي عَبْدُ اللهِ بْنُ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا، ثُمَّ ذَكَرَ الْهِلَالَ فَقَالَ: مَتَى رَأَيْتُمُ الْهِلَالَ؟ فَقُلْتُ: رَأَيْنَاهُ لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ، فَقَالَ: أَنْتَ رَأَيْتَهُ؟ فَقُلْتُ: نَعَمْ، وَرَآهُ النَّاسُ، وَصَامُوا وَصَامَ مُعَاوِيَةُ، فَقَالَ: ” لَكِنَّا رَأَيْنَاهُ لَيْلَةَ السَّبْتِ، فَلَا نَزَالُ نَصُومُ حَتَّى نُكْمِلَ ثَلَاثِينَ، أَوْ نَرَاهُ، فَقُلْتُ: أَوَ لَا تَكْتَفِي بِرُؤْيَةِ مُعَاوِيَةَ وَصِيَامِهِ؟ فَقَالَ: لَا، هَكَذَا أَمَرَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ” (۳)

ژباړه: کریب روایت کړی چې زه ام الفضل بنت الحارث په شام کې معاویه رض ته ولېږلم، ده ویل: زه شام ته ولاړم، د هغې غوښتنه مې پوره کړه او پر ما په شام کې روژه شوه، د جمعې په شپه میاشت ولیدل شوه، بیا د میاشتې په اخیره کې مدینې ته راغلم، له ما عبد الله بن عباس رض پوښتنه وکړه، په خبرو کې د میاشتې یادونه راغله، ده ویل: تاسو میاشت څه وخت ولیده؟ ما ویل: موږ د جمعې په شپه ولیده. ده ویل: تا په خپله ولیده؟ ما ویل: هو، خلکو هم ولیده، خلکو روژه کړه او معاویه رض هم روژه ونیوه، ده ویل: خو موږ د شنبې په شپه ولیده، نو تر هغو به روژه نیسو چې دېرش پوره کړو یا میاشت ووینو. ما ویل: ته د معاویه رض لید او روژه بس نه بولې؟ هغه ویل: نه، موږ ته په دغه ډول رسول الله ص امر کړی دی.

پر دغه حدیث امام نووي رحمه الله هم باب ايښی دی چې د هر ښار لپاره خپل لید دی، ده هم دغه فهم ځنې اخیستی دی چې د هر ښار د خلکو لیدل د هغه ښار د خلکو لپاره معتبر دي. د لومړي دريځ خلک هم دغه فکر ځنې اخلي، ابن عباس رض چې کومه خبره کړې ده، هغه واضحه نه ده، دغسې حدیث چې د هر ښار لپاره خپل رؤیت دی، په دې الفاظو حدیث نه شته، ابن عباس رض چې وايي، موږ ته دغه ډول امر رسول الله ص کړی دی، هدف يې هماغه عمومي حدیث دی چې رسول الله ص ویلي له لیدو يې نیسئ او له لیدو يې خورئ، ابن عباس رض له دې حدیث څخه همدا فهم اخیستی دی، چې د هر ښار او سیمې لپاره خپل لید معتبر دی، نو ځکه يې ویلي چې رسول الله ص موږ ته دا امر کړی دی، په داسې حال کې چې هغه نور حدیث نه دی بیان کړی چې رسول الله ص څنګه امر ورته کړی دی؟ چېرې يې ورته کړی؟ بل چا ولید په دغه ډول حدیث نه دی نقل کړی؟

دا مسله اجتهادي ده، زما په نظر ترجیح دا ده چې د هر مسلمان شاهدي که په باوري ډول نقل شي، هغه معتبره ده، د هر ښار لپاره نه ده، بلکې د ټولې نړۍ لپاره. هغه وخت چې ابن عباس رض دغه اجتهاد کړی دی، د خپل وخت له شرایطو سره سم يې کړی دی، په هغه وخت کې د دې امکان نه وو چې یو کس دې له افغانستان څخه د مدینې خلکو ته شاهدي ور کړې وای، نو دوی چې د رؤیت اعتبار ته کتلي دي، نو د خپل وخت حالاتو او شرایطو اړ کړي دي چې تر هغه ځایه يې معتبر وبولي چې په یوه ورځ یا یوه شپه کې يې د رسولو امکان وي، له دې امله يې د شام لیدلو ته اعتبار نه دی ور کړی، ځکه له شامه مدینې ته شاهدي په یوه ورځ نه شي رسول کېدای او نه له مدینې و مکې ته، له دې امله يې د هر ښار لپاره خپله مطلع معتبره بللې ده. البته نن شرایط له هغو شرایطو سره توپير لري؛ موږ کولای شو چې په یو څو دقیقو کې ټوله نړۍ خبره کړو، شاهدي هم تر پخوا په ډېر باوري ډول نقل کېږي. دویمه خبره د ابن عباس پر اجتهاد دا هم کېدلای شي چې هغه د یوه ښار لپاره معتبره بللې ده، د بسته هیواد لپاره يې نه ده بللې، که د ټول هیواد په کچه وای، بیا خو مدینه او شام د یوه هیواد دوې بېلې بېلې سیمې وې، نو ابن عباس رض ولې د خپل خلیفه په لیدو نه روژه کوله او نه يې اختر کاوه؟ که خبره د یوه ښار شي، نو اوس خلک تر یوه ښاره محدود نه دي، بلکې له همدې حدیث څخه د درست هیواد لپاره استدلال کوي، په داسې حال کې چې دا استدلال يې له دغه حدیث څخه زما په اند سم نه دی. درېيمه خبره دا هم ده چې پاس د ابن عمر رض په حدیث کې راغلي دي چې یا لید معتبر دی یا هم د عادلو شاهدانو شاهدي، له عادلو څخه هدف د شاهدي کره او باوري کول دي، چې دروغ پکې نه وي او خبره پاکه و صافه شي؛ هلته هم ابن عمر رض ویلي دي چې موږ ته رسول الله ص دغه ډول امر کړی دی. که د ابن عباس رض له حدیث څخه هغه ډول استدلال کېږي، نو د ابن عمر رض له حدیث څخه پر دې بل ډول استدلال کېدلای شي. ابن عمر رض هم ویلي دي چې موږ ته رسول الله ص دغه امر کړی دی. نه يې د شاهدۍ لپاره حدوډ ټاکلي دي چې له کومه ځایه شاهدي تر کومه ځایه معتبره ده او نه يې د لید لپاره ځایونه تعین کړي دي چې له دې ځایه تر هغه ځایه لید معتبر دی او له هغه ځایه ور هاخوا به خلک خپله میاشت ویني، بیا تر پلاني ځایه د هغوی لید اعتبار لري. څلورمه خبره داد چې د هیوادونو جغرافيې غټېږي او کمېږي، یو وخت د افغانستان جغرافیه ډېره لویه وه، نن بیا ډېره وړه ده، پاکستان یو مهال بیخي وجود نه در لود، نن شته، په دې توګه هر هیواد د وړېدو او لويدو امکان لري، نو که نن یو ښار د یوه هیواد برخه وي، د هغه هیواد لید او شاهدي به پکې معتبره وي، که سبا هغه ځان ته بېل هیواد شي یا له بل هیواد سره پيوست شي، بیا به ځان ته لید او شاهدي لري یا به د بل د لید او شاهدي تقلید کوي، په دې توګه شرعي احکام د پسخند او استهزاء درجې ته را کښته کېږي، د مسلمانانو اتحاد او یووالی ماتوي، هیوادونه د خلکو په شخصي عبادت کې خپل سیاستونه ور ننباسي، دا او دې ته ورته زیانونه له همدې پېښېږي چې د هر ښار خپل مطلع د هغه ښار یا هیواد لپاره معتبر وګڼل شي.

دا اختلاف خو د ډېر وخت دی، فکر نه کوم چې د یوه سړي، یوې ډلې، یو عالم، یوه مفتي او یوه لیکوال په فتوا، سپارښتنه یا راجح و مرجوح دې خبره حل شي، اوس يې د حل وخت تېر شوی دی، پر دې اختلاف کتابونه لیکل شوي دي، د هر دريځ په ملاتړ او رد کې ویناوې و مناظرې شوې دي، په اسانه د خلکو پوه کول اوس د عامو خلکو د وس خبره نه ده، که پر دې مسله د امت اتحاد غوښتل کېږي، باید په دولتي کچه څو کارونه وشي چې اتحاد ته لار جوړه شي:

اول: د اسلامي نړۍ په کچه دې یوه کمېټه جوړه شي، دې کمټې ته که له هره ځایه د میاشتې د لیدو خبر ورسېد، تر خپلو څېړنو وروسته دې روژه یا اختر اعلان کړي چې په اعلان يې باید ټول مسلمانان عمل وکړي، هيڅ هیواد دې له دې څخه ځان نه باسي او دغه یوه کمېټه له سیاستونو او هر هغه څه څخه لرې وساتل شي چې د هغوی پر کار اغېز کوي، دا که د کمېټې د غړو پر کار وي یا هم د هغوی د اعلان پر تاثیراتو وي. دا وړاندیز ښايي په اوسنیو حالاتو کې د عملي کېدا شونتیا ونه لري، ځکه مسلمانانو تر خپل منځ یوه د بل ګرېوان ته لاسونه اچولي دي، سیاستونه يې سر ټکر دي، د اختلاف او جنګ لپاره ګڼې نورې پلمې هم پيدا شوې دي چې د اسلامي نړۍ اتحاد ته يې کلکه ضربه ور کړې ده، له دې امله به څوک په دې خبره د پوهاوي کولو زحمت هم ونه کاږي. هغه وخت يې د منلو امکان زیات دی که ایینده په اسلامي نړۍ کې د اسلامي اتحاديې څرکونه ولیدل شول، یا هم پر شرعي عباداتو ته يې د یووالي هوکړه وکړه، دغه وړاندیز به منل کېږي او عملي جامه به ور اغوندي. 

دوه: د اسلامي نړۍ علماء دې د اوس وخت شرایطو ته په کتو پر دې مسله بیا فکر وکړي، یوځل دې بیا وارزوي، په دې اړه راغلي شرعي نصوص دې ټول یو د بل ترڅنګ کښېږدي، وخت، مکان، ټولنه، غوښتنې، زموږ حالات او د شرعي نصوصو صحت و سقامت، د اجتهاد سموالی و ناسموالی دې ټول وارزول شي، د علماؤ په څنګ کې دې فلکیاتو ماهرین هم وي، د هغوی پرېکړه دې دوی هم وارزوي، هغوی دې ځانو، دولتونو، ملتونو او د هر ځای مسلمانانو ته قانع کوونکې دلایل وړاندې کړي چې دغه لوری د مسلمانانو د اتحاد لپاره ګټور دی، له نصوصو سره برابر دی، له حالاتو، ځای، مکان، غوښتنو او ټولنو سره سمون لري، پر عبادت د سیاست او نورو اغېز ته اجازه نه ده ور کول شوې او فردي عبادت د حاکمې طبقې د سیاستونو قرباني شوی نه دی، بلکې یوازې د مسلمانانو اتحاد، د نصوصو واضح مفهوم، د خلکو فردي عبادت او له خپل خالق سره يې د مخلوق اړیکې ته پکې پام شوی دی، دغه فتوا دې د اسلامي امت د اتحاد لپاره یو ښه قوي مصدر وګرځي او خلک دې عمل په وکړي.

درې: په مسلمانان کې د اختلاف د مخنیوي لپاره یوه بله لار د فلکیاتو د ماهرینو او ساینس پوهانو ده. د کال له سر څخه دې جنتري/کلېنډر جوړه شي، د متخصصو کسانو په مټ دې د ټولو عباداتو ورځې ورټاکل شي او هيڅ اختلاف ته دې زمینه نه برابروي. البته دا تر هغه وروسته چې د جنتري په اړه خلک یوه خوله شي، جنتري د رؤیت ځای ناستې وګڼله شي، که څه هم د ساینس پوهانو دغه کار د رؤیت هلال کمېټې تر اعلاناتو ډېر باوري دی، یو شی چې ممکن د اختلاف سبب شي هغه له دې کار سره ظاهرن د نصوصو نه همږغي ده چې ممکن د ځینو کسانو د اختلاف سبب شي. زما په اند که د دین او شریعت کلي پيغام ته متوجې شو، پوهېږي چې پر جنتري اختر او روژه ستونزه نه لري، په حدیث کې د روژې او اختر لپاره د میاشتې لیدلو امر هم د اتحاد لپاره و، دا چې خلکو ګڼ مفاهیم ترې واخیستل او د یووالی امر يې د اختلاف سبب کړ، دا یوه بدمرغي وه چې اسلامي امت ورسره مخ شو، خو موږ کولای شو چې نویو حالاتو ته په کتو يې د نوي اجتهاد په مټ مخنیوی وکړو او یوځل بیا د دین اوشریعت کلي پيغام او اصل روح ته امت رهبري کړو. له دې هر څه سره په احادیثو کې دوه داسې شیان ذکر شوي دي چې موږ يې ددې لپاره لاسوند ګرځولای شو، لومړی به دغه دواړه حدیثونه راوړم:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ ذَكَرَ رَمَضَانَ فَقَالَ: «لَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوُا الْهِلَالَ، وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْهُ، فَإِنْ أُغْمِيَ عَلَيْكُمْ فَاقْدِرُوا لَهُ» (۴)

ژباړه: ابن عمر رض له رسول الله ص څخه روایت کړی چې ده رمضان ذکر کړه، وې ویل: روژه د میاشتې په لیدو ونیسئ او د میاشتې په لیدو يې وخورئ، که میاشت درڅخه پټه شوه، نو اندازه ور ته وکړئ.

«إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ، لَا نَكْتُبُ وَلَا نَحْسُبُ، الشَّهْرُ هَكَذَا وَهَكَذَا وَهَكَذَا» وَعَقَدَ الْإِبْهَامَ فِي الثَّالِثَةِ «وَالشَّهْرُ هَكَذَا، وَهَكَذَا، وَهَكَذَا» يَعْنِي تَمَامَ ثَلَاثِينَ (۵)

ژباړه: موږ نالوستی امت یو، چې نه لیکل کولای شو او نه حساب(علم نجوم) میاشت دومره، دومره او دومره ورځې ده، په درېیم وار يې بټه ګوته کت کړ او میاشت دومره، دومره او دومره ده، یعنې پوره دېرش ورځې.

په لومړي روایت کې د اندازې یادونه او په دویم کې دا ذکر چې موږ نالوستي یو، په علم نجوم نه پوهېږو، له دې امله نو د لید او شاهدۍ خبره شوې ده، که امت اوس له هغه حالت څخه را ووزي، هم نالوستی نه شي په لیک لوست پوه شي او هم د فلکیاتو ماهرین پکې داسې دقیقه وړاندوینه وکړي چې یوه ذره غلطي پکې نه وي، بیا هم موږ په دې مکلف یو چې میاشت به وینو؟ زما په اند دغه حدیث علت ذکر کړی دی، د میاشتې لید ځکه ضروري و، چې موږ له بلې لارې نه شوای کولای چې د میاشتې راختل باوري کړو، یوازې په هغه صورت کې اجازه ور کړل شوې ده چې ورېځ وي، افق نه لیدل کېږي، نو له اندازه کوونکو څخه د مرستې طلب شوی دی، چې هغوی د خپل علم نجوم له مخې دا معضله حل کړي. که په حدیث کې هغه وخت د دې جواز ور کول شوی دی، چې اټکل يې باوري هم نه و، نو اوس چې یوه ذره خطا نه لري، دا کار به څنګه جواز نه لري؟ ایا لید به ډېر باوري وي که د همدې علم له مخې د میاشتې راختل؟ د لیدو خبره باوري نه ده، که وای دومره اختلاف به نه وای، په یوه ښار کې د چا اختر وي او د چا روژه. نو که د لید اعتبار دومره ضعیف شوی وي، بیا نو د فلکیاتو د ماهرینو دريځ پرې پياوړی دی، هغوی کولای شي چې د ټولې اسلامۍ نړۍ لپاره یوه ورځ په ډېر دقت وټاکي، څو د مسلمانانو اختلاف ختم کړي، ټول مسلمانان په یوه ورځ اختر او ورژه وکړي او په دې سره د مسلمانانو اتحاد او یووالی بېرته خپل لومړني حالت ته را وګرځي. دا د دین له کلي پيغام او عمومي روح سره ښه لګېږي.

که دا هيڅ نه وي، بیا نو زما په اند شاهدي معتبره ده، که د هر ځای شاهدي په باوري ډول هر مسلمان ته ورسېږي، نو روژه یا اختر ورسره کولای شي، په دې کې د حکومتونو د ټاکلې تګلارې اطاعت ته اړتیا نه شته، خلک په شریعت کې په لید او شاهدي مکلف شوي دي، نه د فردي عبادت په چارو کې د حکومت په تصمیم، حکومتونه د خپل سیاست له مخې نه یوازې ټولنیزې چارې کله ناکله ناسم لور ته وړې، حتا فردي شرعي چارې هم په خلکو کې د اختلاف وسیله ګرځوي. مسلمانانو ته لازمه ده چې خپل فردي عباداتو د وخت د حکومتونو د ناسم سیاست قرباني نه کړي، دولتونه دې هم د فردي عبادت بې قیده ازادي ور کړي چې خلک روژه نیول او اختر کول یوازې د خپل خالق لپاره وکړي، نه د ټولنې لپاره او نه د حکومت له امله.

۲۰۲۲/۵/۵

سرچينې:

۱) صحیح مسلم، کتاب الصیام، باب وجوب صوم رمضان لرؤیت الهلال…، ح: ۱۰۸۱.

۲) سنن ابي داؤد، کتاب الصوم، باب شاهدة الرجلین علی رؤية هلال الشوال، ح: ۲۳۳۸.

۳) صحیح مسلم، کتاب الصيام، باب بیان ان لکل بلد رؤیتهم…ح: ۱۰۸۷.

۴) صحیح مسلم، کتاب الصیام، باب وجوب صوم رمضان لرؤیة الهلال… ح: ۱۰۸۰.

۵) تېره حواله.

1 COMMENT

  1. وروڼو وخت بدل شوی پخوا به وعظونه نصیحتونه و چی مونځ روزه نیک اعمال او دروغ مه وایه غیبت مه کوه غلا مه کوه وژل مه کوه او نور اوس د جهاداو اسشهاد زمان دی همدا مهم شوی موږ ته اوس روزه یا د اختر یوه مخکی یوه وروسته ورځ مهمه نده مهمه داده چی اویا حوری زموږ شی او په جهاد لاس پوری کړو په دی یوه ورځ وړاندی یا وروسته اختر هسی خلک تاسی غولوی او جهاد درنه هیروی دا شیطانی وسوسه ده غم پی مه کوی مهم مسایل راواخلی او بل دا چی تیرسو هغه هیر شو څه پسی ګرځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب