شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا لوی درستیز وايي، داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان...

د امریکا لوی درستیز وايي، داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پاتې راغلي

تاند (جمعه، د ثور ۱۶ مه) د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، د داعش په شمول تروریستي ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې ځانونه منسجم او منظم کړي خو تر دې دمه بریالۍ شوې نه دي.

مارک میلي دا خبره پرون د خپل هیواد د سنا جرګې په یوه استماعیه غونډه کې وکړه، ویې ویل؛ د استخباراتي معلوماتو له مخې، تروریستي ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه منسجم کړي خو له هڅو سره سره بریالۍ شوې نه دي.

ده په افغانستان کې د وروستیو چاودنو او ناکرایو یادونه وکړه، ویې ویل«هماغسي چې په رسنیو کې مو اورېدلي او لیدلي، زموږ استخباراتي راپورونه هم ښيي چې داعش او نورې تروریستي ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې بیا فعالیتونه پیل کړي، خو تر دې دمه په دې کار کې بریالۍ شوې نه دي.»

ده زیاته کړه:«دغو تروریستي ډلو تراوسه پورې د امریکا خاورې ته ګواښ نه دی پېښ کړی، خو موږ دوی له خورا نژدې څارو او که هغوی سر پورته کړي او امریکا ته خطر پېښ کړي، موږ به یې پر ضد مناسب اقدامات وکړو.»

ده ونه ویل چې څرنګه دا ډلې په افغانستان کې له نژدې څاري.

تېر کال څو امریکايي چارواکو ویلي وو چې ممکن داعش په راتلونکو ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې په افغانستان کې قوت واخلي.

دې ډلې په وروستیو کې یو شمېر خونړۍ چاودنې وکړې خو تراوسه پورې د افغانستان له هیڅ سیمې څخه د داعش له لوري د کومې سیمې د نیولو یا د وسله والې نښتې راپور نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب