پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+رنویر سینګ په غم اوښتی او اوس په محکمو ګرځي

رنویر سینګ په غم اوښتی او اوس په محکمو ګرځي

د بالیووډ د نړۍ تاند او مخکښه فلمي ستوری رنویر سینګ د نوي فلم « جې یش بها زوردار» له جوړېدو دمخه د يوې قضيې سره مخ شوی، چې په وينا يې ډېر وخت به یې ضايع کوي.

پر رنوير سينګ د يو غير دولتي مؤسسې له لوري دا قضيه هغه وخت ثبت شوه، چې د ياد فلم ټریلر خپور شو.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې دا فلم به په راتلونکې می مياشت کې خپور شي.
د دې فلم موضوع د نجلۍ د زیږون ټولنیزې ستونزې يادې شوي دي.

کله چې د فلم ټریلر خپور شو، پکې څرګند شول، چې د رنویر سینګ مېرمن خوښه برېښي. دغه راز د الټراساونډ معاينات څرګندوي، چې د دوی په کور کې یوه لور پیدا کېږي، چې له امله یې جوړه له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

د دې ټريلر په خپرېدو سره نادولتي موسسه د فلم په وړاندې محکمې ته مراجعه کوي او پر رنوير سينګ تور یې پورې کوي، چې د الټراساونډ معايناتو ولې د ماشوم بڼه ښودلې او بيا ټريلر شوې ده.
د يادې نادولتي موسسې له لوري ويل شوي، دا اقدام د (PCBNDT) قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب