پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+چې دا ملامت او سلامت څوک دی؟| دولت وزیري

چې دا ملامت او سلامت څوک دی؟| دولت وزیري

راځئ چې یو وار په سړه سینه د تاریخ پاڼې واړوو او وګورو چې ملامت او سلامت څوک دي. احمد شاه بابا ته دې خدای تعالی جنتونه ورنصیب کړي، خو تېمور شاه د هېواد پلازمېنه له کندهار څخه کابل ته را ولېږدوله، ډېر باور او تکیه يې پر قزلباشانو وه. د دې لپاره يې د قزلباشانو یوه وسله واله دوولس زریزه قطعه هم جوړه کړه. د خپل ورور سليمان خسر او د احمدشاه بابا د مهال لومړی وزیر شاه ولي خان يې وواژه.

له تېمورشاه وروسته د ده له ۳۳ زامنو او ۱۳ لوڼو څخه پنځم زوی يې زمان شاه واکمن شو. زمان شاه خپل وروڼه زندان ته واچول او خپل یو ورور همايون يې ړوند کړ. د وزیر فتح خان او سردار دوست محمد خان پلار سردار پاينده محمد خان چې د نوموړي  په ملاتړ واک ته رسېدلی و، هم وواژه. رنجیت سنګ خپل دښمن يې هم د لاهور والي وټاکه.

شهزاده محمود د انګرېزانو په لمسون او د ایرانیانو په مرسته له وزیر فتح خان سره یو ځای د شاه زمان واکمني ړنګه او تر څنګ يې ړوند هم کړ. (۱۸۰۰ م کال). دا لا څه چې خپل مرستندوی وزیر فتح خان یې لومړی ړوند (۱۸۱۷ م) او بیا یې وواژه (۱۸۱۸ م کال). له دې سره کورنیو جګړو ته يې ښه زمینه برابره کړه.

شاه شجاع د واک لپاره له انګرېزانو او رنجیت سنګ سره د پېښور د تړون(۱۸۰۹ م کال) له مخې دې ته زمینه برابره کړه، چې رنجیت سنګ د پښتونخوا ډېرې سیمې ونیسي او په دوهمه پلا يې انګریزان تر کابله راورسول(۱۸۳۹م) او په لوی لاس يې هېواد د انګرېزانو په لاس ورکړ.

امیر دوست محمد خان او وروڼو يې د خپل پلار او ورور وزیر فتح خان د غچ اخیستلو لپاره هېواد د کورنیو جګړو په اور کې وسوځاوه او بیا يې پر خپلو خلکو باور ونه کړ، په خپله لاس تړلی انګرېزانو ته تسلیم شو(۱۸۴۰ م کال د نوامبر څلورمه) او بیا د انګریزانو په خوښه او ملاتړ واکمن شو (۱۸۴۳ م کال).

وزیر محمد اکبر خان هغې پرېکړې ته ژمن پاتې نه شو، چې له مخې به يې انګرېزان سلامت له کابل څخه جلال اباد او بیا د پېښور پر لوري ځي (۱۸۴۲ م کال د جنوري شپږمه) خو د یوه تن ډاکټر برایډن پرته نور ټول ووژل شول او د لېوانو خوراک وګرځېدل او د ابد لپاره يې د هېواد لپاره د انګرېزانو دښمني وګټله.

د امیر دوست محمد خان ۵۲ اولادونو په ځانګړې توګه امیر شیرعلي خان، سردار محمد افضل خان او سردار محمد اعظم خان هېواد په کورنیو جګړو ګډوډ کړ.

 امیر شېر علي خان د خپلې مېرمنې د خوښۍ په خاطر يې خپل مشر زوی محمد یعقوب خان زندان ته واچاوه او کوچنی زوی عبدالله خان يې خپل ولیعهد وټاکه.

په وسله والو ځواکونو کې يې هندي استادان چې انګرېزانو ته وفادار وو، مقرر کړل. بله دا چې د دې پر ځای چې د انګرېزانو مقابلې ته چمتو شوی وای، د روسانو د تشو ژمنو په خاطر مزار ته لاړ او خپل په زندان کې ځپل شوی زوی محمد یعقوب خان یې پر خپل ځای په کابل کې واکمن وټاکه.

امیر محمد یعقوب د زندان د سختیو له امله دومره ځپل شوی و، چې بې له قید او شرط او مقاومته يې د ګندمک ننګین تړون له انګرېزانو سره لاسلیک کړ(۱۸۷۹ م کال د مې میاشتې دویمه).

امیر عبدالرحمن خان له انګرېزانو سره د تفاهم او د هغوی په خوښه واک تر لاسه کړ او بې له دې چې له چا سره مشوره وکړي د ډیورند کرغېړن تړون يې له انګرېزانو سره لاسلیک (۱۸۹۳ م کال د نوامبر دوولسمه) او هېواد يې دوه ټوټې کړ.

امیر حبیب الله خان بیا د ډېرو ښځو له امله د هېواد کارونو ته دومره وخت نه درلود، په وسله والو ځواکونو کې يې د انګرېزانو جاسوسان د ترکي استادانو په نامه وټاکل او له انګرېزانو سره يې د ۱۹۰۵ م کال تړون هم په پټو سترګو لاسلیک کړ.

د امان الله خان د عاجلو او بې تدبیره اصلاحاتو، په اروپایي هېوادونو کې د شپږو میاشتو تېرولو (۱۹۲۷ م کال ډسمبر – ۱۹۲۸ م کال جولای) او د مرکزي قول اردو د قوماندان په توګه د انګرېزانو د لاسپوڅي محمود سامي د ټاکلو له امله زمینه ګډوډیو او د غلو يوې ډلې ته برابره شوله.

د سقاو زوی حبیب الله خان د غلو د يوې ډلې مشر او د انګرېزانو له خوا ګمارل شوي د هېواد د پرمختګ مخه ونیوله او هېواد یې د تیارو د يوې لویې کندې پر خوا رهنمايي کړ. نادرخان د دې پر ځای چې امان الله خان د واکمنۍ لپاره بېرته را وغواړي، په خپله يې پر واکمنۍ خېټه واچوله.

ظاهرشاه ۴۰ کاله ملت له علم څخه لیرې او په جهالت کې وساته. په ۱۹۶۴ م کال يې د ګوندونو د قانون د نه توشیح کولو له امله دې ته زمینه برابره کړه، چې په ډېره اسانۍ سره ګوندونه د بهرنیانو د فعالیت لپاره ښې اډانې شي. د ګوندونو فعالیت ته يې د قانون د نه توشیح له امله استقامت ور نه کړ.

داودخان د خپلې عقدې له مخې د ظاهرشاه واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود او د کودتا چل يې د اردو افسرانو ته ور زده کړ. یو ګوندي سیستم یې رواج او یوازې خپل د ملي ګوند غورځنګ ته يې د فعالیت اجازه ورکړه. په اردو کې يې خپل ګوند ته د فعالیت د اجازې تر څنګ نورو ګوندونو ته هم د فعالیت زمینه برابره شوله. د خپلې سرټنبګۍ له مخې يې د دې پر ځای چې شرایط سم تحلیل کړي، له بریژنف سره يې لفظي شخړه وکړه او بې له دې چې خپل او د مقابل لوري ځواکونه سم تحلیل کړي د افغانستان د خلق پر ډموکراتیک ګوند يې برید وکړ.

د ځوانانو د اسلامي سازمان غړي (برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او نور يې په لوی لاس د پاکستان ښکار کړل ۱۳۵۳ ل کال).

خلقیان د ملي ډموکراتیک انقلاب پر ځای له ملي تېر شول او له ديکتاتورۍ يې کار واخیست، لومړی د خلقیانو او پرچميانو او بیا د نورمحمد تره کي او حفیط الله امین بې اتفاقیو هېواد د ستر بحران سره مخ کړ.

کارمل او پرچمي ډلې يې له سره پوځ سره پر یو ځای راتللو د شاه شجاع او د هغه د ملګرو په بست کې کار پیل او هېواد يې د نړیوالو د تقابل ډګر وګرځاوه. وروسته يې له ډاکټر نجیب الله څخه د غچ اخیستلو په پلمه نظام په لوی لاس شمالي ټلوالې ته په لاس ورکړ.

ډاکټر نجیب الله او شهنواز تڼي په یوه جوړه شوې کودتا او په مختلفو رولونو کې د لوبېدلو له امله د نظام بنسټ کمزوری او سقوط ته يې زمینه برابره کړه. د واک وږي صبغت الله مجددي د نواز شریف په خوله د دوو میاشتو لپاره واکمني قبوله کړه او د ځان د ساتلو لپاره يې دوستم ته سترجنرالي او د خالد بن ولید لقب ورکړ.

برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود، دوستم، مزاري، خلیلي، محقق، اکبري، عبدالرب رسول سیاف او حکمتیار د خپلې واکمنۍ او د پاکستان د خوشحالولو لپاره کابل په وینو ولمباوه او د افغانستان د ملي اردو ټولې وسلې او تجهیزات يې د پاکستان په بازارونو کې لیلام کړل.

په لومړي دور کې طالبانو د دې پر ځای چې نظام جوړ کړي، د خلکو د ږیرو په اصلاح کولو يې پنځه کاله تېر کړل او د نابللي مېلمه اسامه بن لادن لپاره يې افغانستان د بې ۵۲ الوتکو خوراک کړ.

حامد کرزي شمالي ټلوالې ته (فهیم ,قانوني، عبدالله، بسم الله خان، رباني، خلیلي، سیاف، محقق،دوستم، عطا محمد نور…) په واک ورکولو سره خپله ملکي کوله او خپلو انډیوالانو ته يې د پیسو د ټولولو چلونه ور زده کول. د امریکایانو تر سیوري لاندې يې د «خدای مو راوله» شعار په خوند زمزمه کاوه.

ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله د خلکو تر منځ باور له منځه یووړ او د «نه منم» فرهنګ يې په افغانانو کې رواج کړ. ډاکټر عبدالله واک ته د رسېدو لپاره يې د خپلو ویښتو په شکولو هم صرفه نه کوله او د واک لپاره يې مولوي شهزاده ته د قاضي القضات چپنه ور په غاړه کړه.

ډاکټر محمد اشرف غني له دومره هوښیارۍ سره- سره د امریکایانو په خوله په بې تجربه ځوانانو او جنکیو حساب وکړ او د وسله والو ځواکونو واک يې ډېرو ایله جاري کسانو ته په لاس ورکړ.

خدای دې وکړي چې اوس طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ څخه زده کړه کړي وي او خپل وخت یوازې د ږیرو په سمولو تېر نه کړي. ملت په باور کې واخلي او په لنډ مهالي چکچکو يې ونه غولېږي.

انګرېزان، روسان، امریکایان، ایرانیان او پاکستانیان خو هم زموږ د ادې زامن نه وو او نه دي، څومره يې چې لړلای شي صرفه نه کوي.

اوس به د افغانستان د خلکو دروازه د تاریخ په اوږدو کې ور ټک ټک کړو او وبه ګورو چې دوی په کومو خېالونو کې شپې سبا کولې.

ښه! د تېمورشاه له خوا يې د لومړي وزیر شاه ولي خان د وژلو او کابل ته يې د پلازمېنې د لېږدولو مخه ونه نیوله، دا هر څه يې په چکچکو بدرګه کړل.

د زمان شاه، شاه محمود، شاه شجاع، وزیر فتح خان، امیر دوست محمد خان د وروڼو او زامنو ښه او فعال د کورنیو جګړو ګډون کوونکي او فعالین وو. هرې جګړې ته يې د چکچکو له امله د خپلو لاسونو تڼاکې شمېرلې. که شاه ولي خان او سردار پاينده محمد خان وژل کېدل او که همایون، شاه زمان او یا وزیر فتح خان ړندیده د دوی پرې څه. دا ټول د دوی په ښکلو لاسونو تر سره کېدل.

د انګرېزانو سره يې د ۱۸۴۳ م کال د جنوري د شپږمې تړون مراعات نه کړ، د انګرېزانو ټول ځواکونه يې د دې پر ځای چې سلامت جلال اباد او بیا پېښور ته رسېدلای وای، د غنیمت لپاره يې له تېغه تېر کړل.

بیا د امیر دوست محمدخان څخه رانیولې تر نن پورې د ټولو کورنیو جګړو ګډون کوونکي او فعالین هم همدغه اتلان دي، هر نوې ته یوازې د شپږو میاشتو لپاره چکچکې وهي او بیا د بل ګردنۍ پر غاړه کوي او د جګړې ډګر له سره تود ساتي. پښتو لنډي ده، ډېره ښکلې ده وايي:

هره نادوده به دې یوسم

خو شریک دې په یارۍ کې نه منمه

افغانان هم هره نادوده که جهالت وي، که غریبي وي، که لوږه، تنده او بې کوري وي، په ورین تندي منلای شي، خو بې له جګړې ژوند نه شي کولای.

ښه نو چاره څه او د حل لاره کومه ده!!!!!!

د پوهې خپلول او یووالی يې ښه چاره ده. له عمل څخه مخکې فکر کول يې دویمه چاره ده. د هر کودن د لاسونو له مچې کولو څخه پرهېز يې درېیمه چاره ده. د مدني علومو تر څنګ د اسلامي علومو زده کول يې ډېره اساسي او پر ځای چاره ده، ځکه له دې سره به په اسانۍ د دیوید جیمز، لارنس او د نورو بغدادي پیرانو په نیرنګونو پوه او ژر به نه غولېږي. مننه له حوصلې مو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب