شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهترکيه: افغانستان له خپلو بشري مرستو نه هېروو

ترکيه: افغانستان له خپلو بشري مرستو نه هېروو

ترکیې تازه د افغانستان د روزنتونونو له کمکیانو سره د ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکو او د ۷۰۰ غالیو مرسته وکړه.

د يادو مرستو د سپارلو پر وخت د روزنتونونو عمومي رییس الحاج فیض الاحمد کاکړ په تهیه مسکن روزنتون کې رسنیو ته وویل:
له ښه مرغه، چې په افغانستان کې ۶۷ روزنتونونه لرو، چې له ډلې یې ۳۵ دولتي او پاتې نور یې نادولتي دي.
وايي، د ترکيې هېواد دا مرستې به پر اړمنو کورنيو ووېشل شي.

ښاغلي کاکړ د ترکيې له مرستو مننه وکړه، او ويې ویل چې ترکيه له افغانستان سره د روغتيا، پوهنې او په نورو بېلابېلو برخو کې مرستې کړې چې افغانانو ته د قدر وړ دي

ترکيې په افغانستان کې له نوي بدلون وروسته تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې له اړمنو سره بشري مرستې کړي او زياتوي، چې په راتلونکي کې به هم دا ډول مرستو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب