Homeخبرونهد طالبانو امربالمعروف وزارت د ښځو د حجاب په اړه فرمان اعلانوي

د طالبانو امربالمعروف وزارت د ښځو د حجاب په اړه فرمان اعلانوي

تاند(شنبه، د ثور ۱۷) ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر اداره نن د حجاب په اړه یو اعلان وکړي.

د طالبانو دې ادارې، چې افراطي عناصر پکې راټول شوي، پرون په یوه خبرپاڼه کې له رسنیو څخه غوښتي چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تالار ته ورشي چې هلته د دې وزارت له لوري «د حجاب د حکم په اړه یو ضروري فرمان اعلانیږي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې مناسبت ستره غونډه جوړېږي.

په وروستیو کې یو شمېر طالب چارواکو وویل چې ژر به د دیني عالمانو یوه غونډه جوړه شي څو له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو په اړه پرېکړه وکړي.

ګومان کېږي چې د امربالمعروف وزارت به د نجونو او ښځو لپاره د حجاب په نوم یو شمېر نور قیودات اعلان کړي.

مخکې تر دې چې د تېر کال په اګست کې طالبان واک ته ورسېږي، د طالبانو یو شمېر خواخوږو ویل چې دا ډله بدله شوې او د تېرې دورې له تېروتنو یې زده کړه کړې ده. خو په تېرو ۸ میاشتو کې طالبانو په تدریج افراطي اقدامات زیات کړي دي. په نارینه وو په زور د ږیرې پرېښودل، د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل، کار ته د ښځو نه پرېښودل، د موسیقۍ مخنیوی، پر سریالونو بندیز او پر رسنیو شدید سانسور هغه افراطي اقدامات دي چې طالبانو د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې هم اعمال کړي وو.

1 COMMENT

  1. طالب د خليلزاد، امريكا، انگلستان + نورو عربي استخباراتو يوه گده پروزه چی د مذهب تر نامه لاندى يى د دوى گدی گتی پر مخ ورلی، خو نن حينى نور هم ورسره ور زيات شوي او د هغوى موخى هم مخته وري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...