پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهغزني کې نا څرګندې الوتکې د ناټو پخوانی مرکز بمبارد کړی

غزني کې نا څرګندې الوتکې د ناټو پخوانی مرکز بمبارد کړی

تاند:( شنبه، د ثور اوولسمه) په غزني کې څايي سرچينو د ناټو ځواکونو پر یوه پخواني مرکز د یوې نا معلومې الوتکې د بمبارۍ خبر ورکړی، خو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سرچینو د معلوماتو په اساس، یاده پېښه په غزني کې د پي آر ټي په نوم پخواني ناټو امريکايي مرکز باندې د يوې نا پېژندل شوې الوتکې له څو دورو څخه وروسته رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه مرکز تر څنګ په توحيد اباد نومې سيمه باندې هم، چې دغه مرکز سره نیږدې موقعيت لري، بمونه غورځول شوي دي.

ځايي خلکو ويلي، چې له بمبارۍ نه وروسته په پخواني ناټو مرکز کې مېشتو طالب وسله والو د درنو وسلو ډزې کړي دي.

معلومه نه ده، چې دا هوايي بریدونه د کوم هېواد الوتکو کړي دي.

د برید هدف دا اټکل شوی، چې هلته په پخواني ناټو مرکز کې له ناټو ځواکونو څخه پاتې وسلې او تجهيزات له منځه یوسي.

مخکې د هلمند پر پخواني مهم ناټو پوځي مرکز هم د ورته بریدونو خیر ورکړل شوی و، خو برید ګرې الوتکې ( امریکايي) ګڼل شوې وې.

طالب چارواکو هغه مهال د یاد شوي برید ادعا رد کړې وه.

د امریکا د حکومت د ډېرو منتقدینو په ګډون ځینې نور سیمه ییز هېوادونه لکه هند ادعا لري، چې له افغانستان څخه د امریکا د ځواکونو له وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو ډلو لاسونو ته رسیدلي او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ګټه ورڅخه اخیستل کېږي.

د طالبانو چارواکو بيا د دغو وسلو د خرڅلاو او نه حفاظت تورونه ردکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب