پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهامریکا او پاکستان د افغانستان په اړه د ګډو همکاريو هوکړه وکړه

امریکا او پاکستان د افغانستان په اړه د ګډو همکاريو هوکړه وکړه

تاند:( شنبه، د ثور اوولسمه) د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ويلي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوريو د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا، د افغانستان د ثبات ټینګولو لپاره د دواړو هېوادونو پر پریکنده ژمنتيا او د ترهګرۍ په خلاف په ګډې مبارزې ټينګار کړی دی.

له دې خبرو څخه مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند ند پرايس ويلي وو، چې په افغانستان کې شته وضعیت په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتېدو سبب شوی دی.

نوموړي د کراچۍ ښار پر یوه پوهنتون ځانمرګي برید ته اشاره کړې ده، چې د یوې بلوچې ازادي غوښتونکي په وسيله تر سره او د دریېو چینایانو تر څنګ يو پاکستانی پکې ووژل شول.

امریکايي ویاند په ورته وخت کې ويلي، چې د پاکستان په پوله کې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

مخکې ځينو پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې امريکا له پاکستان سره د خپلو سرحدونو د امنيت ساتلو لپاره د مرستو لړۍ بیرته پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ګوښه شوي صدراعظم عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امريکا غوښتل د پاکستان د نظامي مرکزونو په وسیله په افغانستان کې د طالبانو کړنې وڅاري.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب