جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+څنګه خپل فکر متمرکز کړو؟

څنګه خپل فکر متمرکز کړو؟

خامخا به مو دا تجربه کړي وي، چې فکر مو خراب وي او هېڅ کار مو سم پرمخ نه ځي. په څانګړي ډول هغه کسان، چې ډېر کار کوي، فکر یې تر نورو ډېر ګډوډ وي. په دغسې حالاتو کې د انسان حساب وړ قوه کمزورې کیږي. کار په ښه ډول نه شي ترسره کولای، تمرکز له لاسه ورکوي او له خپل کاره ناخوښه وي.

په دغسې وخت کې څه وکړئ؟

لومړنی وړاندیز مې دا دی، چې خپل فزیکي مکان بدل کړئ. که په کارځاى کې وى له څوکۍ پورته شئ او په یوه بل ځای کې کښېنئ. لږ یوې او بلې خوا ته وګورئ، وګرځئ او که امکان وي بهر ووځئ. یوه داسې ځای ته تګ، چې تاسې ځان په کې ارام محسوسوئ، ډېر ګټور دی. همدا اوس فکر وکړئ، چې په کومو ځایونو کې تاسې ارام وئ؟ کېدای شي ځینې کسان په عمومي فضا کې ډېر خوشاله وي او ځینې نور په یوازې کوټه کې. کله، چې خپل ارام ځای درک کړئ، فکر مو خپله ځای ته راځي.

کله، چې دغسې ځای ته لاړئ خپل اړتیا وړ وسایل هم درسره یوسئ. کاغذ، قلم، ګولۍ، موبایل او لپ ټاپ. داسې څه درسره واخلئ، چې ستاسې کار ورسره اسانه کیږي او خپله ذهني نقشه هم پرې وکاږئ. ستاسې ذهني نقشه کېدای شي (( زما کارونه)) وي. له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پورې پر ټولو هغو کارونو فکر او کار وکړئ، چې ستاسې ذهن یې بوخت کړی دی. په خپله ذهني نقشه کې یې په بېلابیلو برخو یې ووېشئ او دومره یې سره ووېشئ، چې ذهن مو بیخي تش شي او بله موضوع پاتې نه وي.

ستاسې ذهن باید په پنځلس او شل دقیقو کې تش شي. وروسته پر خپلې ذهني نقشې یو مرور وکړئ او ډلبندي یې کړئ. کېدای شي ځینې مسایل او موضوعات د نورو تر سرلیک لاندې راشي او شمېر یې کم شي. ځینې به بیخي له منځه یوسئ. په دغه پړاو کې تاسې خپل افکار ډلبندي کوئ او فلتر کوئ. وروسته د هرې برخې پر فعالیتونو فکر وکړئ او هغه چارې پرې ور زیاتې کړئ، چې ستاسې په نظر مهمې دي. دې چارې ته تر هغه ادامه ورکړئ، چې په ذهن کې مو هیڅ ټکی هم پاتې نه شي. په دغه پړاو کې تاسې یوه داسې نقشه لرئ، چې ستاسې ذهن یې بوخت کړی دی.

اوس په اسانه سره کولای شئ خپل لومړیتوبونه وټاکئ. کولای شئ هر یوه ته د ترسره کېدو په موخه وخت وټاکئ او پلان یې کړئ. په لومړي سر کې به دغه تګلاره ډیر پاموړ نه وي، خو لکه یو ساز، چې غږوئ لومړی به تمرین کوئ او وروسته به په خپلو مهارتونو سره د خپل ذهن ګډوډي تنظیموئ.
(ژباړه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب