پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+ګجرات ټایټنس د ۵ منډو په توپیر له ممبۍ څخه ماتې وخوړه

ګجرات ټایټنس د ۵ منډو په توپیر له ممبۍ څخه ماتې وخوړه

د هند غوره لیګ یا د ای پي ایل په ۵۱مه سيالۍ کې، د ګجرات و ممبۍ لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه. د لوبې ټاس ګجرات ټایټنس وکاټه او لومړی يې توپ غورځوونه کړه.

ممبۍ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته ۱۷۷ منډې هدف په واک کې ورکړ.
د ګجرات لوبډلې له لوري راشد خان د پام وړ توپ اچوونه وکړه، چې په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې او د سيالې لوبډلې یې ۲ لوبغاړي وسوځول، همدا راز راشد خان په ډګر ساتنه کې ۳ کېچونه هم ونیول.

ګجرات لوبډله د ۱۷۸ منډو هدف په تعقیب سره میدان ته را ښکته شوه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وکړې او د ممبۍ انډینز څخه یې د ۵ منډو په توپیر ماتې ومنله.

د ګجرات ټایټنس ډا ۱۱مه سيالي وه، چې درېیمه ماتې یې پکې وخوړه، خو اوس هم د ۱۶ نومرو سره د جدول په سر کې قرار لري.
ممبۍ لوبډله بیا په ۱۰مه لوبه کې دوهمه بریا خپله کړه او د ۴ نومرو سره په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله اعلان شوه.

په ای پي ایل کې نن دوې سيالۍ ترسره کېږي.
۵۲مه سيالي به د پنجاب و راجستان لوبډلو ترمنځ او ۵۳مه لوبه به د لکنو او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب