دا مرحله د انسان له درونه راوتی احساس دی، چې کله انسان د یو څه سره مخ شي؛ نو دا مرحلې یې مخې ته یا خپله هغه لوري ته ور دانگیږي. انسان چې څومره له ټولنې سره وصل وي، همدومره له ټولنیزو عادتونو سره مخ کېږي او هره شېبه یې د وصل او فصل پرېکړې په ذهني چاپېریال کې گرځي او د حال په حالاتو کې قدمونه وهي؛ ترڅو د ژوند کولو هنر مو د خپل فردي، کورني او ټولنیز چاپیریال سره نه وي روان کړی، تر هغه به له یو سرگردانه لید لوري سره مخ وو.
انسانان ټول یو ډول فزیکي جوړښت لري؛ خو توپیر یې په فکري، ټولنیز او زده کړییز برخلیک او برخورد کې دی، چې څنګه ځان د خپلې وړتیا او هغه شته مسلک سره چې د ده مینه او لېوالتیا ده، هغه څنگه په موثره تگلاره باندې واړوي. احساس د انسان د یو ناخود اگاه په توگه د انسان له درونه په یو ځلي توگه ر اټوکېږي او د هرې شېبې سره د ژوند نوې برخې وصلیږي او د حالاتو مطابق غواړي، چې خپل ورځنی د ژوند چاپېریال په هغه تگلاره کې روان کړي؛ ترڅو له شتوو څخه د یو داسې څیز په توگه گټه واخلي، چې د ژوند او هنرونو ښکلي اړخونه پکې ښکاره او پرمخ بېولو هنر د خپلې اړتیا تر چتر لاندې پوره کولو پورې منحصر پاتې شي.
انسان هر څه غواړي، چې د خپلې اړتیا تر حده یې وپالي او یا یې ترسره کړي؛ خو ځینې وخت د مجبوریتونو په اساس لارې بدلوي. د همدې لارو بدلولو علت یې د ژوند او ټولنیز چاپېریال اغیزې دي، چې انسان ته د احساس د بدلون شرایط مخته ږدي؛ ترڅو د دې دایرې په حلقه کې د خپل دروني احساس څرګندنې وکړي او ستونزې د دې شرایطو په رڼا کې وازمایي، چې د احساساتو پر ځای د فکر او ټولنیز نظم د بدلون لامل شي. انساني ژوند اوس هره شېبه د بدلون سره مخ دی، د دې بدلون اغیز په طبیعي ډول د انسان په روان، احساس، غوښتنو او هیلو مستقیم خپل سیوری غوړوي، چې د همدې تاثر له مخې په ټولنه کې د فکري مسیرونو لارې هم پرانیستل کېږي که څوک لږ هم د خپل فکر کړکۍ پرانیزي او د ټولنې باریکو اړخونو ته د احساس له زاویې وګوري؛ نو هله به د احساساتو پر ځای د با احساسو خلکو له لورېینو او لرې لید سره مخ شي او ټولنه به هم د فکر کولو لار اختیار کړي.