دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د روغتیا نړیوال سازمان: انلاين ګېمونه ماشومان چاغوي

د روغتیا نړیوال سازمان: انلاين ګېمونه ماشومان چاغوي

د روغتیا نړیواله ټولنه وايي، په اروپايي هېوادونو کې د ۲ شیانو له کبله ماشومان ډېر څربيږي، چې يو يې انلاين يا پر ليکه ګېمونه دي چې کمکیان پرې ساعتونه ساعتونه وخت مصرفوي، دغه راز دا سازمان زياتوي، چې د ماشومانو د څربېدا بل لامل د خوړنځیو ژر پخېدونکي خواړه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه اندېښنه څرګنده کړې، چې د کورونا له وبا سره دا ستونزه له بدو بدتره شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز وایي، ګڼ ماشومان ډېر وخت انلاين ګېمونو ته ناست وي چې دا یې روغتیايي حالت ته ډېر زیان رسوي.وايي د دې پرلپسې انلاين ګېمونو سره سره چې خوراک هم غیرصحي شي، دا چاره له حده د ډېر چاغېدو لامل کېږي.

ياد سازمان زياتوي، چې د مخ په ډېرېدو څربوالی د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي، چې د شکرې ناروغۍ، د تنفسي سيستم ستونزې، او ۱۳ ډوله سرطانونو د اخته کیدو لامل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب