یکشنبه, مې 5, 2024
Home+ای پي ايل: په ۵۰ مه سيالۍ کې ډيلي لوبډلې سنرايزرز حيدراباد...

ای پي ايل: په ۵۰ مه سيالۍ کې ډيلي لوبډلې سنرايزرز حيدراباد ته ماتې ورکړه

د هند غوره ليګ سياليو په لړ کې وړمه شپه د دې ليګ ۵۰ سيالي د ډيلي او سنرايزرز حيدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. سنرایزرز حېدراباد د سيالۍ ټاس وګاټه او خپله یې ډګر ساتنه غوره کړه.
د سنرايزرز حيدراباد لپاره دا پرېکړه ښه ثابته نه شوه.

ډیلي کاپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو هدف په واک مې ورکړ، چې له ډلې یې ډیویډ وارنر ۹۲ ناسوځېدلې او رومان پاول ۶۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

سنرايزرز حيدراباد لوبډلې د ۲۰۸ منډو هدف په تعقیب سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ايله ۱۸۶ منډې وکړې او دا سيالي يې د ۲۱ منډو په توپیر ډیلي کاپیټلز ته بايلوده.
ډیلي لوبډلې ته په توپ غورځوونه کې خلیل احمد ۳، شردل ټاکر ۲، انریک نورجه، میچل مارش او کلدیپ یادو بيا ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ډیلي کاپیټلز لوبډلې دا ۱۰مه بيالي وه چې ۵مه بریا یې پکې خپله کړه.
ډيلي لوبډله د ۱۰ نومرو سره په جدول کې پنځمه لوبډله شوه.
د سنرایزرز حېدراباد هم دا ۱۰مه سيالي وه، چې پکې له پنځمې ماتې سره مخ شوه او د ۱۰ نومرو سره په جدول کې شپږمه لوبډله ده.

نن شپه د ای پي ایل ۵۱مه سيالۍ کې د راشد خان لوبډله ‘ګجرات ټایټنس’ او ‘ممبۍ انډینز’ لوبډلو ترمنځ ماښام شپږ نيمې بجې سيالي ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب