یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه هند کې دېره افغان محصلانو ته سکالرشیپ ورکول کېږي

په هند کې دېره افغان محصلانو ته سکالرشیپ ورکول کېږي

تاند(جمعه، د ثور ۱۶ مه) په نوي دیلي کې د افغانستان سفارت وايي چې د هندوستان حکومت پرېکړه کړې چې په دغه هیواد کې پاتې افغان محصلانو ته سکالرشیپونه ورکوي.

ګڼ شمېر افغان محصلان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په هند کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ وو. دوی د هند له حکومته غوښتنه کړې وه چې وېزې یې ورتمدید کړي او په زوره یې افغانستان ته ونه لېږي.

په هند کې د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هند دغو محصلانو ته د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره تحصیلي سکالرشیپ په پام کې نیولی دی.

افغان سفارت د هند د بورس له متقاضیانو غوښتي چې د سکالرشیپ د ترلاسه کولو لپاره د هندوستان د کلتوري شورا ساحوي دفتر ته لاړ شي.

سفارت محصلانو ته ویلي چې د افغانستان له دیپلوماتیکو استازولیو (سفارت او کونسلګریو) د معرفۍ لیکونه ترلاسه کولی شي.

دا اعلان وروسته له دې وشو چې په کابل کې سلګونو هغو افغان محصلانو اعتراضیه مظاهره وکړه چې په هند کې یې زده کړې نیمګړې پاتې دي او هند وېزه نه ورکوي.

دوی وايي، له کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان په کابل کې واک ته ورسېدل، هند افغانانو ته د وېزو ورکړه درولې ده.

معترض محصلان وايي، ۸ میاشتې کېږي چې د هند وېزو ته انتظار باسي.

دا محصلان د تېر کال د دوبي په رخصتیو کې د خپلو کورنیو لیدو ته راغلي وو خو مخکې تر دې چې بېرته هند ته لاړ شي، طالبان واک ته ورسېدل.

یو شمېر محصلانو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د هند د سفارت مخته مظاهره وکړه او د هند له حکومته یې وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې زده کړې د هند په پوهنتونونو کې بشپړې کړي.

د دغو محصلانو په منځ کې د لیسانس، ماسترۍ او حتي دوکتورا دورې محصلان هم شامل دي چې د هند په پوهنتونونو کې یې زده کړې تر یوه ځایه ویلي او لا بشپړې کړې نه دي.

مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د هند له حکومته وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب