پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeداسې هم شتهساینسټېک ټاک: اوس په ویډیوګانو هم پېسې ګټلی شئ

ټېک ټاک: اوس په ویډیوګانو هم پېسې ګټلی شئ

ټېک ټاک چې د ويډيو جوړولو او خپرولو مخکښ اپلکېشېن دی، تازه یې مسوولانو ويلي چې د ویډیوګانو له لارې د پېسو ګټلو پروګرام يې وړاندې کړی دی. د دې پروګرام پر اساس به د ټیک ټاک کاروونکي (يوزران) او ویډیو جوړوونکي له دې لارې پیسې ګټلی شي.
ټېک ټاک چې کاروونکي پکې کوچنۍ ویډیوګانې خپروي، په ميلياردونو کاروونکي لري او د انټرنټ د نړۍ مخکښه اپلکېشېن بلل کېږي.

ټیک ټاک دا هم ويلي، چې په نوي پلس پروګرام کې به نامتو شرکتونه په لوبو، اخلي، پخلي، فيشن، روغتیا او فېشن برخو کې اعلانات ورکوي، څو کاروونکي ترې پېسې وګټي.

ټېک ټاک ادارې زياته کړې، چې يوازې هغه اکاونټونه به د پیسو ګټلو وړتیا ولري، چې لږ تر لږه ۱۰۰ زره سبسکرایبرز يا خوښوونکي ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب