چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Home+د باليووډ نوموتي اداکاران له ۷ کلن ځنډ وروسته سېنما ته راځي

د باليووډ نوموتي اداکاران له ۷ کلن ځنډ وروسته سېنما ته راځي

د بالیووډ سینما تر ټولو ډېر نوموتي اداکاران چې تمثيل يې مينه والو ډېر خوښ کړی، له اووه کلن ځنډ وروسته د فلم نړۍ ته را ګرځي.
شاه رخ خان او اداکاره کاجول په ګډه هوډ کړی، چې په یو نوي فلم کې په نوي انداز راڅرګند شي.
د دې دواړو نوموتو اداکارانو په نوي فلم کې ګډ کردار مينه وال خوښ کړي او د دوی دواړو ګډ کردار ته سترګې پر لاره دي.

شاه رخ خان او کاجل اووه کاله دمخه په نوموتو فلمونو کې ګډ کار کړی، چې له جملې يې ” مای نیم ايز خان، کبهي خوشي کبهي، دل والی دلهنیا لی جاینګی، کچ کچ هوتا هی، او دل والی” فلمونه ډېر نوموتي دي او د ليدونکو له ډېر تود هرکلي سره مخ شوي.

شاه رخان د دې کم بېک سره ويلي: موږ دواړه یو ځل د ‘کرن جوهر’ په نوم يو فلم کې لوبيږو، چې د مينه والو به ډېر خوښ شي.

په کرن جوهر فلم کې به له شاه رخ خان او کاجل سره سره به درميندر، شبانه اعظمي، جيا بچن، رنوير سينګ او عالیه بټ هم کار وکړي.
ياده دې وي، چې د کرن جوهر د فلم نندارې ته د وړاندې کېدو نېټه لا نه ده په ډاګه شوې، خو وايي په نږدې راتلونکي کې به په ډاګه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب