جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهافغان محصلان د خپلو زده کړو د بشپړلو لپاره له هنده وېزه...

افغان محصلان د خپلو زده کړو د بشپړلو لپاره له هنده وېزه غواړي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۱۵ مه) هغه افغان محصلان، چې د هند په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره سکالرشیپونه ورکړل شوي، اعتراض لري چې هند وېزه نه ورکوي.

دوی وايي، له کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان په کابل کې واک ته ورسېدل، هند افغانانو ته د وېزو ورکړه درولې ده.

معترض محصلان وايي، ۸ میاشتې کېږي چې د هند وېزو ته انتظار باسي.

دا محصلان د تېر کال د دوبي په رخصتیو کې د خپلو کورنیو لیدو ته راغلي وو خو مخکې تر دې چې بېرته هند ته لاړ شي، طالبان واک ته ورسېدل.

یو شمېر محصلانو پرون په کابل کې د هند د سفارت مخته مظاهره وکړه او د هند له حکومته یې وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې زده کړې د هند په پوهنتونونو کې بشپړې کړي.

د دغو کسانو په منځ کې د لیسانس، ماسترۍ او حتي دوکتورا دورې محصلان هم شامل دي چې د هند په پوهنتونونو کې یې زده کړې تر یوه ځایه ویلي او لا بشپړې کړې نه دي.

مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د هند له حکومته وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.

د هند حکومت تراوسه پورې دغو محصلانو ته نه دي ویلي چې وېزه ورکوي او که یې ګرد سره نه ورکوي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان محصلان، چې په هند کې یې زده کړې بشپړې کړي، د هند له حکومته غواړي چې د دوی وېزه یا د اقامت موده اوږده کړي او خپل هیواد ته د دې لپاره نه ستنېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ځان ته خطر احساسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب