دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپینتاګون له افغانستانه له وتلو ۸ میاشتې وروسته د افغان ځواکونو لپاره...

پینتاګون له افغانستانه له وتلو ۸ میاشتې وروسته د افغان ځواکونو لپاره شوي قراردادونه لغوه کوي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۱۵ مه) د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د ملي اردو له پاشل کېدو ۸ میاشتې وروسته هغه قراردادونه لغوه کوي چې پر اساس یې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ملیاردونو ډالرو مرسته کېده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار پرون د امریکا کانګریس ته د افغانستان په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې د دې او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه توضیحات ورکړي دي.

د سیګار د راپور له مخې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د قراردادونو د لغوه کېدو له کبله به ګڼې حقوقي دعوې سر راپورته کړي چې ډېر کلونه به دوام وکړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویندوی تېره میاشت ویلي و چې دغه پوځ کابو ۹۰ قراردادونه په نخښه کړي چې باید لغوه شي.

د امریکا حکومت باید د قراردادنو د لغوه کولو په خاطر مقابل لوري ته تاواان ورکړي خو دا څرګنده نه ده چې څومره تاوان باید ورکړي.

د سیګار د راپور په یوه برخه کې د پنتاګون په قول ویل شوي، د هغو پوځي تجهیزاتو چې له ۲۰۰۵ م کال څخه په ۱۸ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره رانیول شوي وو، زیاته برخه په جنګي عملیاتو کې له منځه تللي دي.

سیګار وايي، دا قراردادونه د هغې تمویلوونکې بسپنې له لوري لاسلیک شوي وو چې تر ۲۰۰۵ م کال راوروسته یې د افغان ځواکونو په تجهیز، تمویل او د تاسیساتو په ساتنه ۸۱ ملیارد ډالره لګولي وو.

د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته د امریکا دفاع وزارت هڅه بیل کړې چې هغه پیسې چې افغان ځواکونو ته ورکولې، د اوکراین په ګډون په نورو ځایونو کې ولګوي.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر د پینتاګون د اټکل پر اساس ویل شوي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د بهیر تر بشپړېدو وروسته په افغانستان کې د څه باندې ۷ ملیارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پاتې شوي چې ډېر یې ترمیم ته اړتیا لري.

په راپور کې د طالبانو د هوايي ځواک د قوماندان او د افغانستان د هوايي ځواک د پخوانیو پرسونلو په قول راغلي چې د ۳۳ پېلوټانو په شمول د افغانستان د هوايي ځواک کابو ۴۳۰۰ غړي د طالبانو له حکومت سره ملګري شوي دي.

د سیګار د راپور له مخې، د ۶ بلک هاک څرخکو په شمول د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د ۸۱ الوتکو لږ شمېر فعالې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب